جمعه, فبروري 6, 2026
Homeخبرونهافغانستان کې د کورونا له امله د مړو شمېر له ۸۰۰ واوښت

افغانستان کې د کورونا له امله د مړو شمېر له ۸۰۰ واوښت

تاند ( پنج شنبه، د سرطان ۱۲) د افغانستان دعامې روغتیا وزارت وایي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ تنه د کورونا ویروس له امله مړه شوي دي.

یاد وزارت زیاتوي په دې سره د کورونا ویروس له امله دمړو شمېر له ۸۰۰ څخه واوښت.

تر دې دمه په افغانستان کې د کورونا ویروس له امله ۸۰۷ تنه مړه شوي دي او زرګونه نور پرې اخته دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۶ تنه په کورونا اخته شوي، چې په ټوله کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۳۲ زره او ۲۲ ته پورته شو.

روغتیا وزارت زیاتوي، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې له دې ناروغۍ ۴۴۰ تنه رغېدلي هم دي.

تر دې دمه له کورونا ویروس د رغېدلو کسانو شمېر ۱۶ زره ۴۱ تنو ته رسیدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...