سه شنبه, مې 28, 2024
Home+پروین ملال د ښځینه شاعرانو سرلارې / مهر تاج

پروین ملال د ښځینه شاعرانو سرلارې / مهر تاج

که په پښتو شاعرۍ کې د ښځینه وو  پر پنځونو خبرې کوو نو باید لومړۍ پښتو فوکلور ته رجوع وکړو، چیرې چې پښتو لنډۍ او ولسي سندرې په ځانګړې توګه سروکي تر ډیره د ښځینه وو تخلیق ګڼل کېږي. 

په دې کې هم شک نه شته چې د پښتو معاصرې شاعرۍ بنسټ د لنډیو، سروکو او نورو ولسي فورمونو په شمول پښتنې فوکلور دی؟  

که مونږ د امير کروړ دور د پښتو شاعری پیل وګڼو، نو د پير روښان د دور شاعري دوېیم دور ګڼلی شو ـ  د “خوشحال بابا” درېیم او د “باچاخان ” د دور شاعري څلورم دور ګڼلی شو. 

په پټه خزانه کې موږ د پښتو ښځینه شاعرۍ له خط و خال سره مخ کېږو خو ترې په را وروسته کلونو کې راڅخه په پښتو ادب کې د ښځینه شاعرۍ څرک ورکېږي. تر دې چې معاصرې پښتو شاعرۍ ته راځو چې زه یې پیل په کوزه پښتونخوا کې د انګریز خلاف د باچا خان په مشرۍ د خدايي خدمتګار تحریک له پیل سره تړم.  دلته موږ د پښتو شاعرۍ د بڼې، رنګ او محتوا له ناڅاپي بدلون سره مخ کیږو او همدلته د ځینو نامتو ښځینه شاعرانو د شعرونو د رنګونو نوي ښایستونه هم ځان څرګندوي. 

د “سيده بشری بيګم” شاعري چې په  س،ب،ب، مشهوره وه ، “الف جان خټکه” او څو نور داسې نومونه هم  شته چې د يو قومي او ولسي تحريک  په چوکاټ کې یې د شعر په ژبه مبارزه کړې. په پښتون رساله کې  ددې دورې د ښځینه شاعرۍ او ښځینه و د نثر ځینې لوړې بېلګې خوندي دي او د هغو وخت په ځینو نورو چاپي اثارو کې هم شته . 

په افغانستان کې هم په فرهنګي او ادبي چارو کې د ښځینه ونډه د غازي امان الله خان له واکمنۍ پراخېږي. 

خو پښتو کې د ښځینه شاعرانو بازار د پخواني پاچا محمد ظاهرشاه په واکمنۍ کې د پښټو ټولنې په جوړیدو تودېږي. 

د پښتو ټولنې له جوړیدو وروسته په افغانستان کې په پښتو ژبه د ادبي اثارو او مجلو چاپ زیاتېږي. فرهنګي او ادبي غونډې پیلیږي او دې همدې په برکت موږ د پښتو شعر په ډګر کې له نویو ښځینه څیرو او د هغوی د شعر له نوښتګرو رنګونو سره مخ کېږو. 

ددې مهال د شاعرانو له جملې یوه هم کبری مظهري وه چې هغه وخت یې شعرونه په مجلو او چاپي خپرونو کې خپریدل او وروسته یې شعري ټولګه هم چاپ شوه.  وروسته نورې پیغلې پښتنې هم د پښتو شاعرۍ په ډګر کې راڅرګندیږي چې په همدې بهیر کې  د پروین ملال د شعري هنر غوټۍ هم ګلونه سپړي.  

ښايي همدا وخت به و چې په یوه مشاعره کې د پروین ملال د ویلي یو غزل دا بیت د هر چا په خوله وو: 

کنعاني مينې کچکول په لاس کې راکړ 

زليخا شومه د مصر په کوڅو کې

دې شعر چې هماغه وخت کوم اعجاز کړی تر اوسه دوام لري او ښايي د پښتو د شعر مینه والو کې کم داسې څوک وي چې دا بیت یې نه وي اوریدلی. 

یوه نېمګړتیا چې هغه وخت هم وه او په ننني دور کې هم لا له منځه نده تللي؛ هغه له واده وروسته د ښځینه شاعرانو ورکېدل، شعر او  شاعري  پرېښودل او له ادب سره اړېکه پرېکول دي.

د بیلګې په توګه دا چې اغلې “کبریٰ مظهري ” به نوره څومره شاعري کړې وي او  د يو ټولګې ترچاپیدو وروسته به بيا شاعره پاتې شوي وي کنه معلومه نه ده. خو په هماغه وخت کې له څو ګوتو په شمېر شعرونه سره له میدان ووته. 

خو پروین ملال داسې ونه کړل، هغې په ډېر سختو او ستونزمنو پړاونو کې له شعر او ادب سره د ژوند اړیکې وپاللې. 

داسې ښکاري چې ښايي د نور پښتنو ښځینه شاعرانو په مقایسه یې کورني او ټولنیز محدودیتونه کم وو او دا هم جوته ده چې په دې شعري سفر کې یې د ژوند ملګری فرهنګي شخصیت ارواښاد سید جان ملال  ورسره تر وروستۍ سلګۍ مل و. 

پروین ملال په هماغه تنکۍ ځوانۍ کې کله چې په کندهار کې د زرغونې انا له لیسې فارغه شوه د طلوع افغان ورځپاڼې د هنر او ادبیاتو د پاڼې مسوله وه. هغه مهال چې د ګوتو په شمېر څو ورځپاڼې وې د یوې ځوانې شاعرې لپاره دا تر ټولو لوی اغزاز او اعتماد و چې پروین ته ورکړل شوی و. 

هغه په ۱۳۵۹ لمریز کې د راډیو افغانستان په سیاسي او ټولنیزه اداره کې د پروډیوسر د مرستیالې او بیا د پروډیوسرې په توګه دنده پیل کړه. دا هم هغه وخت و چې په غږیزو رسنیو کې د پښتنو ښځو ونډه په نشت حساب وه او په دې توګه پروین ملال د مخکښو لومړنیو ښځینه ژورنالیستانو په ډله کې هم ده. 

وروسته نو بيا د پروین ملال  په ژوند کې داسې ترخه پېښه هم رامنځته کېږي چې دې په کې د خپل  ژوند ملګری وبایله او په تنکۍ ځوانۍ کې یې د کونډون څادر پرسر کړ. هغې بل واده ونه کړ او د شعر او ادب سره یې خپل تړاو پرې نه کړ. 

“پروين” انتهایي وفاداره يوه داسې اغلې ده چې اوس که هر څومره نجونې ادبي پنځوني کوي د دې قلم او د دې د قلم سره مينه دغه ټولې آغلې خپله لارښوده ګني.

د پروین ملال د شعر او نثر څومره اثار چې خپاره شوي خلکو خوښ کړي دي. هغې د پښتو ژبې د یوې ټول منلی شاعرې په توګه ټولنه کې ځای خپل کړی او ورته د معاصر ښځینه پښتو شعر د یوې استازې په سترګه کتل کیږي. 

د پروین پر شاعرۍ د هغې د شخصي ژوند د تراژیدیو تر څنګ د افغان ولس د لسیزو  اوږدې تراژیدۍ او په پښتنې ټولنه کې د یوې ښځې په توګه د ژوند د کړاو اغیزې جوتې دي.  او ښايي دا ريښتیا وي چې تراژیدۍ لوړ هنر زیږوي  هغه څه چې موږ یې د پروین په شاعرۍ کې تجربه کوو. 

موږ که د هغې غزلونه لولو او که نظمونه، د یوې افغانې ښځې کیسه او د یو لوټ شوې وطن کېسه کوي، خو په جلا او مختلفو رنګونو:

څومره ستړي یمه، پښې په غیږ کې وړمه

سیوری نه لرم سایې په غیږ کې وړمه

ستا ږغونه مې په سا، تن کې ږغیږي

شاته پاته یو څو شپې په غیږکې وړمه

ترپایه… 

یا یې د  ” زما خوبونه” نظم دا  پیل:

زه اوس هغه خوبونه، نه وینمه

خوبونه هم، خپلې څیرې بدلوي

خوبونه هم، پرمخ نقاب غوړوي

خوبونه هم لکه، سپیڅلې سپین ککۍ کوترې

د صلیبونو ښار کي

د شنو ګونبدو، مزارونو، خړه لار ورکوي

خوبونه هم لکه د هرکال موسمونه

خپله، خپل رنګ او جوله بدلوي

زما خوبونه اوس، لکه دیوال باندې،

راځوړنده خالي چوکاټ

 خالي، خالي دي

لکه هېنداره زنګ وهلي، په زاړه بکس کي

 زنګ وهلي ………. ترپایه 

بې یادونې دې نه وي؛  يوه زه “مِهر ” یم چې د پروین له چاپ شویو اثارو څخه محرومه یم، خو که زمونږ دا شریک د ښځو ادبي بهیر نه وی او ماته په کې دا نه وی ويل شوی چې، په “پروين ملال” څۀ ولیکم، نو بيا به هم “مِهر” محرومه وی.

خو د بهیر ددې غوښتنې برکت و چې ما د پښتو ددې نومیالۍ شاعرې د شعر او ژوند په اړه دا یادښتونه سره راټول کړل. پوهېږم چې پر دې ټکیو مې د عصر ددې سترې شاعرې او لیکوالې حق نه دی ادا کړی خو د راتلونکې لپاره به هڅه وکړم چې د پروین چاپ شوي ځینې اثار ترلاسه کړم او یوه بله هره اړخیزه لیکنه یې پر شعري هنر وکړم. 

پروین ملال یوازې خپله شعر او لیکوالي نه ده پاللې بلکې د خپلو رسمي دندو  او شخصي هڅو په ترڅ کې یې تل د افغاني کلتور او فرهنګ د ودې لپاره کار کړئ. 

دا هڅې هغې د طلوع افغان د ادبي برخې له مسولیت راپیل کړي او په کراچۍ کې یې په افغان کونسلګرۍ کې د فرهنګې اتشې په توګه تر کار پورې یې دوام ورکړی. 

هغه اوس په لندن کې د جلا وطنۍ شپې ورځې تیروي خو له شعر او کلتوري هڅو سره یې تړاو هماسې پیاوړی دی چې پخوا و. 

د پروین ملال په هکله ویل کېږي،  چې د بیدارۍ داسې حد یې موندلی چې هر روان وضیعت ته د شعریت خواږه ورکولی شي او د خپلې خاورې او وطن له فکره پرته ژوند بدمرغي ګڼي. 

پروین ددې د نورو همزولو افغانانو په ځانګړې توګه ښځو او تر ننه ورپسې نسلونو په څېر په کاڼو او اغزیو  کې لسیزې مزل کړی. هغې په همدې ستونزمن مزل کې شعر، هنر او فرهنګ پاللی او د نورو افغان نجونو لپاره یې پر لاره مشالونه بل کړي دي څو یې پر پل پل کېږدي.  زه یې دې ټولو هڅو او بریاوو ته د درناوی سلام کوم.

په اخر کې غواړم ووایم، چې دغسې اغلو ته باید مينه ورکړو او په ژوندون یې ونازوو.

خپلې خبرې د پروین د یو نظم په دې بیتونو  راټولوم:

ژوندون څه دی؟ هڅه، هڅه، منډه، منډه ده کرار دی

څیرول دي د پولادو، د رڼا په تمه څار دی

د یو څه لاس ته راوړل دي، د یو څه د پاره  کار دی

بل څه نشته، بل څه نشته، انتظار دی، انتظار دی 

1 COMMENT

  1. زه د اغلی او محترمی پروین ملال د شعر او شاعری د څرنګوالی او کیفیت په هکله د ویلو څه نلرم خو له بلی زاوئی څخه د یو څو لنډو ټکو بیان:
    ۱ – که اجازه وی یا نه وی غواړم ووایم چی زه دا مقوله نه منم چی ګواکی د تاریخ د قهرمانانو کړنی د هغوی د میندو د روزنی او ښوونی محصول دی ( خصوصاً زموږ غوندی ټولنو کی ) البته دا ددی معنی نلری چی زه د میندو یا ماندینو د پاک طینت او پراخ اخلاص د ګنج د اصالت څخه منکر یم بلکه کیسه بله ده.
    ۲ – ښځه ( د مور یا لور یا حتی خور ) په سنګر کی غالباً تر نر وفاداره ده البته د ماندینی پتوګه ئی د وفاداری تَله تر نر درنه ده. ډیری کمی کونډی ښځی د بل واده د هوَس څپو ته تسلیمیږی او ډیری کونډی ښځی د خپل لومړی میړه په مینه حاضری دی چی تور وریښتان ئی سپین او سپین غاښونه ئی خوړین سی ( البته د ثواب او صواب لیاره خو دا ده چی مجدداً واده وکړی خو سره لدی خدای او پیغمبر غیرتی او مقاوم او ټینګ نر او ښځه خوښوی ).
    ۳ – د کونډی ښځی یا کونډ نر د مجدد واده یا نه واده هڅه او اقدام په مختلفو ټولنو کی مختلف اقتصادی او کلتوری او جسمانی او روحی دلائل لری چی باید محترم وګڼل سی.
    ۴ – کاشکی خدای تعالی محترمی پروین جانی ته اولاد یا اولادونه ور کړی وای چی هم به ددی سات ور سره تیر وای او هم به د هغوی لپاره د داسی مستعدی مور شتون او وجود د ویاړ وړ وای.
    د طبیعت یو لوی راز دا دی چی یو شاعر او هنرمند ته ئی پراخه حوصله او د زغم لوړ ګراف ور بخښلی دی .
    ۵ – محترمی پروین جانی ته د یو آرام او خوښ او رضائیت بخښونکی ژوند په هیله او هیله ده چی د شعری استعداد او شعری ذهنیت او شوق او ذوق په مرسته د ټولو تشو د نه احساس توان په ځان کی نور هم غښتلی وساتی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب