پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې وروستیو ورښتونو د سرومال تاوانونه اړولي

په افغانستان کې وروستیو ورښتونو د سرومال تاوانونه اړولي

خبریاله: ډيوه شینوارې/کابل (شنبه، د حوت۱۲مه) د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ورستیو ورښتونو او سیلابونو تر څلوېښتو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې او زرګونه څاروي یې مړه کړي دي.

د طالبانو سیمه یزو چارواکو او د رسنیو د مالوماتو له مخې، په خوست، کندهار، بلخ، بدخشان، فاریات او هلمند ولایتونو کې د ورښتونو له امله ۱۵ کسان مړه شوي او تر ۲۵ زیات نور ژوبل شوي دي.

اکثره مرګ ژوبله د چتونو د پرېوتو له امله ښځو او ماشومانو ته اوښتې ده.

د کندهار ولایت مسولانو د یوې اعلامیه په خپرولو تایید کړې چې په دغه ولایت کې د مرګ ژوبلې تر څنګ سیلابونو تر دوه سوو زیات کورنه نړولي دي.

د باختر دولتي اژانس د راپور له مخې د فاریاب او بلخ  ولایتو په بیلابیلو ولسوالیو کې تر شپږ زرو زیات څاروي د یخنۍ له امله مړه شوي.

د زیانونو په اړه د طالبانو د پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو تیره ورځ د دغه وزارت ویاند رسنیو ته ویلي و چې واورو، بارانونو او سیلابونو په ټول افغانستان کې نهه کسان مړه کړي دي.

نن په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي چې لږترلږه ۱۵ تنه د واورو او بارانونو په نتیجه کې په بیلابیلو پېښو کې مړه شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب