یکشنبه, مې 12, 2024
Homeخبرونهشمال کې د ورځې ۱۳۵۰ ټنه تېل استخراجوو

شمال کې د ورځې ۱۳۵۰ ټنه تېل استخراجوو

تاند( شنبه، د حوت ۱۲ مه) د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم وزارت وايي چې د افغانستان په شمال کې اوس د ورځې ۱۳۵۰ ټنه تېل استخراجیږي.

د دغه وزارت ویندوی همایون افغان رسنیو ته وویل چې د هیواد په شمال کې د تېلو ۹ چاڼځایونه فعال دي، چې په خصوصي سیکتور پوري تړلي او د ورځې تر ۵۰۰ ټنه تېل تصفیه کولی شی.

د دې تېلو د استخراج تړون د طالبانو چارواکو د چین له سي پيای‌آی‌سي شرکت سره کړی.

د افغانستان پرځیدلي جمهوري نظام هم په ۲۰۱۲ کې د چین د نفتو ملي شرکت سره ورته یو تړون کړی و، چې ویل کیږي چارې یې د نا امنۍ له امله ځنډیدلې وې.

افغانستان سره له دې، چې خپله د تېلو سرچینې لري؛ تر اوسه یې له دغو سرچینو څخه استفاده نه وه کړې.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، دوی د کاني او نفتي زېرمو استخراج ته پاملرنه زیاته کړې او د ګڼو هېوادونو پانګوال یې پر دغو زېرمو پانګونې ته هڅولي.

طالب چارواکي دا هڅې خپله یوه لویه لاسته راوړنه ګڼي او پلویان یې هم دا کار ستایي، خو منتقدان یې بیا د دوی په رژیم کې د مسلکي خلکو کمښت او دې ته په اشارې سره، چې طالبانو د افغانستان اساسي او نور قوانین لغوه کړي، دوی تورنوي چې ګواکې له کاني او نفتي زېرمو غیر قانوني او ناوړه استفاده کوي.

طالب چارواکو بیا دا تورونه رد کړي او د چارو د شفافیت ادعا یې کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب