یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهزاخاروفا: روسیه یوازې د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې ورکړي

زاخاروفا: روسیه یوازې د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې ورکړي

تاند (پنجشنبه، د سرطان ۱۱) د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویندویې ماریا زاخاروفا وايي، روسیې یوازې د افغانستان قانوني او مشروع حکومت ته وسلې ورکړي، نه طالب سختدریځې ډلې ته چې امریکا یې ادعا کوي.

د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، زاخاروفا ټینګار وکړ «روسیې یوازې د افغانستان قانوني حکومت ته وسلې لېږلي، او دا له چا پټه هم نه ده.»

دې امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې په ملاتړ تورنه کړه، ویې ویل چې په دې برخه کې په افغانستان کې تودې اوازې دي چې په هیلي کوپترو کې داعش ته وسلې رسول کېږي.

دې دا څرګندونې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د هغو څرګندونو په ځواب کې وکړې جې پرون یې په یوه خبري غونډه کې وویل، دا واقعیت دی چې روسیه په افغانستان کې داسې یو عمل کوي چې له امریکا سره په تقابل کې وي او دا کوم نوی کار نه دی.

پامپیو ,ویلي:” لس کاله کیږي چې روسیه په طالبانو وسلې خرڅوي چې دغه کار یې امریکایان تهدیدوي. «زه په دې اعتراض کوم هر کله چې ما د روسيي له چارواکو سره لیدلي ورته مې ویلې چې له دغه کار څخه ډډه وکړئ.»

پامپیو وايي، روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي

د اوونۍ په پیل کې هم نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي و چې د روسیې پوځي استخباراتو طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په خاطر د انعام په توګه د پیسو په ورکړه خبرې کړې وې او یوه اندازه پیسې یې طالبانو ته سپارلې هم وې خو په دې راپور کې جنجال په دې راپورته شو چې نیویارک ټایمز لیکلي و چې د امریکا استخباراتو په دې اړه ولسمشر ټرمپ ته تېر کال معلومات ورکړي و خو ټرمپ او لویو سلاکارانو یې دا خبره ردوله چې ګنې په دې اړه ده ته معلومات ورکړل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب