یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهجنرال دوستم ته بالاخره د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه

جنرال دوستم ته بالاخره د مارشالۍ رتبه ورکړل شوه

تاند (جمعه، د سرطان ۱۳) له یوه اوږده ځنډ او مخالفتونو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني بالاخره د ملي اسلامي جنبش مشر عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه ورکړه.

ښاغلي دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکړه د عبدالله عبدالله او اشرف غني د سیاسي موافقې یو شرط و چې ښاغلي عبدالله ایښی و.

د ولسمشرۍ له انتخاباتو او د هغو د پایلو له اعلانه وروسته عبدالله عبدالله د انتخاباتو پایلې رد کړې او د موازي حکومت د اعلانولو پټکه یې وکړه، تر دې چې د ولسمشر په توګه یې د لوړې مراسم جوړ کړل خو بالاخره د نیمايي وزارتونو د ترلاسه کولو په شرط د موازي حکومت له ادعا تېر شو.

د پنځوس سلنه وزارتونو ترڅنګ د ښاغلي عبدالله یو شرط دا و چې په انتخاباتو کې د ده متحد عبدالرشید دوستم ته به د مارشالۍ رتبه ورکول کېږي.

دوستم، چې د لوېدیځ د بشري حقونو ټولنې یې په پراخو سرغړونو تورنوي، د زرګونو طالب بندیانو په وژلو هم تورن دی. د ده مارشالي کېدای شي چې د سولې پر پروسې هم منفي اغېز ولري.

جنرال دوستم ته د نجیب الله جنرالي ورکړې وه، او د مجاهدینو د حکومت مشر صبغت الله مجددي سترجرنالي ورکړې وه.

11 COMMENTS

  1. ددې دولت لوټمار او تیزې غلا ته چې فکروکړې هڅ وهلی شې چې کاسه یې نسکوریدونکې ده. یو خاین، قاتل، مفعول او مطلق بیسواد ته مارشالي ورکول د غني او عبدالله خیانت، غیرافغانیت او پدري غلتوب ثابت کړ.
    اوس یواځې او یواځې یو بل انقلاب ته اړتیا ده. سور انقلاب نه بلکې د غلامۍ نه د خلاصون انقلاب د غلو او لوټمارو د جارو کیدو انقلاب. ملت باید راویښ شي، ګونګې خولې باید خلاصې کړي او د ځان پوښتنه وکړي همدغه یې د خلاصون لاره ده بله لار نشته.

  2. دا يې شوه بله خوشحالي. د یشجي زړه یې له ژونده تور کړ. دا هم د جنسی تجاوز لپاره لویه تحفه. سبا به محقق هم له کریم خلیلی سره معامله وکړي او مارشالي به وغواړي. عبدالله ویلي دي چې دا خو کوم بد کار نه دی. دوستم لس کاله کیده چی په يشجی مین وو او اوس یې د زړه بړاس راوایسته. دیې ته وایي له سره تیر سړی. باید مارشال شی او که دوستم وغواړي له ما سره واده وکړي حاضر یم چې د مصالحی د پروسې له رياسته استعفا وکړم. د میني قصې به همدلته ختمې کړو او دوستم ته به مبارکي ورکړو. د افغانستان د مظلومو خلکو وژونکیه، د جنګي جرمنو قهرمانه، د نړیوال تور لست اول نمره، له بشري جرمنو سر غړونکیه او د یشجی غوونکیه مارشالی د مبارک شه

  3. که دا کار حقیقت ولری نو ایا دوستم کومی ملی کار نامی کړیدی چه تاسو ورته د افغانستان د فوځ مقدس نشان په اوږه ور وتړو.
    دکور دننه او بهر به خلک څه وای، دا به لمړی ځل وی چه په نړی کی نامداره او خطر ناکه جنګی مجرم ته د مارشالی رتبه ورکړی کیږی .
    دوستم یو بیسواده، بی زده کړو ، د سلهاوو افغانانو قاتل چه د جنګی جرمونو، بد اخلاقیو او نورو ناوړه اعمالو مستندی ویدو ګانی او لیکنی یی د دنیا په هره ژبه ترجمعه شویدی، چه نړیوال یی د خطرناک جنګی مجرم په نوم پیژنی مګر اوس..ل

    ایا د هاګ محکمی او دبشر حقوقو او نوری نړی ته به دافغانانو عزت ټیټ او کم نشی.
    ایا تاسو دوستم ته په دې خاطر مارشالی ورکړه چه د ایشجی سره یی …..
    ایا تاسو پوهیږی چه په دغه کار سره د محترم انجنیر ایشجی فامیل او ټول قام ته څومره ضربه او مغزی نا ارامی ورسیدله.

    که دا کار وشی نو افسوس ځمونږ د افغانانو په حال

  4. په افغانستان کې چې کومه چاره ښه په نظم کې روانه ده، هغه بې نظمي ده. رشوت، فساد، چور، وژل، انسانتښتونه، د ځمکو غصب، ملي ګټو سره خیانت، هېواد پلورنه او داسې نور هغه چارې دي چې په منظمه توګه دوام لري. د نورو په څنګ کې یې، خاین دستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکول یوه بله ښه بېلګه ده.

  5. عجیبه خو داده چی د جهاد خبیثه بقایاوی د ملت لوی قاتل (روسی ملیشو قوماندان ) ته ،اعلی تقدیر غواړی .
    نو منتظر اوسی نویو مصیبتونو ته .
    زموږ د نظام ړنګوونکی او د۴۰کلنی تباهی اصلی عامل یرغلګر روسان او د هغی ملیشی دی،بیا وروسته د آی-اس-آی او آیت…. ملیشی ؛ چی ټولو منحیث اجرتی قاتلانو کار کړی او ددی ملت لپاره کومه انسانی کارنامه یا دریځ نلری او دا بی بنیاد او غیر انسانی ابتکارات نور مصیبتونه زیږوی .
    متأسفانه دینداری،صادقانه خدمت ، ملی ګټو ساتونکی نور خریدار نلری او د جاهلی تعصباتو پر اساس ویش دی د لیوانو.
    ۱۴ کاله خادم المفسدین لیوان چاغ کړل ، اوس هم ماهیت هماغه خو الفاظ او څیری متفاوتی دی
    خوعلما باید د اهل امانات یا امراوو صفات او اسلامی اداره حکامو ته تعریف اوتدریس کړی او اهمو امورو کی د متخصصو علماوو دکمیسیون رایه ،شرعی ضرورت دی اوهم ښه ځواب دی د کرسیو د عاشقانو د جنون لپاره ، پریږدی چی دین ځواب او حل ورکړی ،چی دا خپله دین ته رجوع ده.
    الله جل جلاله دی ظالم او فاسق تباه کړی
    آمین یا رب العالمین

  6. دوکتور اشرف غنی د کرزای مداری په شان د ملت رئيس جمهور ندی بلکه د قاتلانو او چورکوونکیو رئيس جمهور دی دده ټولی چیغی د ملت خدمت په برخه کښي تر اوسه پوری د فریبی شکل لری او نوموړۍ یوازی او یوازی قاتلان نازوی حتی یو کمونستی او تنظیمی جلاد دوستم ئی هم د قتلونو قهرمانی په خاطر په مارشالی مفتخر کړ ، واقعآ چی دا د ملت مقابل کښي ملی خیانت دی او اوس پر نوموړی ( پر درواغو دوهم متفکر ) باندی اکثره زاړه کمونستان هم راټول شوی دی ، د تاسو ملی خائينینو د افغانستان خاوری استقلال او د ملت ازادی اجنبیو په لاس کښی دی او تاسی ئي یوازی لکه د کمونیستانو په شان سمبولیک په چوکیو کینولی یاستۍ ! ملت همیش زور دی پدی کاملآ باوری یم چی ملت به ددغو زهرناکه مکروبو څخه نجات مومی !!!

  7. موږ به انتظار وباسو څو د نړۍ یا زموږ د هیواد په سطحه تر مارشالۍ لوړ مقام هم ابداع سی څو دوستم غوندی کسانو ته ډالی سی.
    برادرانو!
    د هغه څه په بخښه او عطا بُخل مکوی کوم چی زموږ د تاریخ او جغرافیا په لمنه کی ئې هیڅکله معنوی ارزښت نه دی درلودلی.

  8. سلام
    وایی په ریبا رانو څه و نه شول لکړه راکړه چې په خپله پسې ځمه !
    ستا سی د معقولو او منطقی تبصرو په استناد زه له دریوو سرچینو څخه کلکه پوښتنه لرم چې ولې ګونګ دی: لومړی له ولس څخه. دوهم له ولس مشر غنی څخه چې دغه ټپوس دافغانستان داسلامی جمهوری په کومې کلیمی کې د سړیتوب ګنجایش لری .دبشری حقونو له غلو نه چې درک نه لری او ځانونه نه خبروی. تاسې کولای شی هر ه سیاسی پلمه لری یا دغه مردارخور سیاست کوم بل تعریف لری د تاند د وېب پاڼې له طریقه شریک کړی .دا د بیان دازادی یوه ستره بیلګه شی ،تاریخ او جغرافیه به معنوی رنګ پیداکړی . عجیبه نه ده مرحوم چې نعیم کوچی په وچ پیغام کې د مېړانې په نومونو پالل کیږی او وژونکې ملیشی ته مارشالی ورکول کیږی دې ته وایی برګ سیاست

  9. تور خر چه هر څومره په پاکواوبو ومنيځل شي بيا هم هغه تور خر ده خو ټپوس دلته ده چه ولي دا زيار ايستل کيږي چه توور خر سپين کړي معنا دا چه سپينونکي يي هم تر تور خره نه. ……….

  10. د ډاکتر اشرف غني او عبدالله تر منځ د واک وېش کې تر ټولو جنجالي برخه چې نه یوازې غني یې په ورکړه کې زړه نا زړه ؤ، د ملت لپاره هم د منلو وړ نه، هغه جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ ورکړه وه.
    له مخالفتونو او د عامو افغانانو له توندو نیوکو سره سره ډاکتر غني عبدالله ته د واک له نیمولو سربېره جنرل دوستم ته د مارشالۍ رتبه په داسې حال کې ورکړه چې کابو شل ورځې یې حکم پټ ساتل شوی ؤ او بلاخره تېره شپه په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو.
    د جنرال دوستم زوی باتور دوستم هم د دغه فرمان له امضاء کولو پخلی کړی دی او په خپل ټویټر باندې یې له اشرف غني څخه مننه او پلار ته یې مبارکي ورکړې ده.
    جنرال دوستم ته د مارشالۍ د رتبې ورکړه د ډاکتر عبدالله او اشرف غني د سیاسي موافقې یو آساسي شرط و چې ښاغلي عبدالله ایښی و.
    د ولسمشرۍ له انتخاباتو او د هغو د پایلو له اعلانه وروسته عبدالله عبدالله د انتخاباتو پایلې رد کړې او د موازي حکومت د اعلانولو پټکه یې وکړه، تر دې چې د ولسمشر په توګه یې د لوړې مراسم جوړ کړل خو بالاخره د نیمايي وزارتونو د ترلاسه کولو په شرط د موازي حکومت له ادعا تېر شو.
    د پنځوس سلنه وزارتونو ترڅنګ د ښاغلي عبدالله یو شرط دا و چې په انتخاباتو کې د ده متحد عبدالرشید دوستم ته به د مارشالۍ رتبه ورکول کېږي.
    دوستم، چې د لوېدیځ د بشري حقونو ټولنې یې په پراخو سرغړونو تورنوي، د زرګونو طالب بندیانو په وژلو هم تورن دی. د ده مارشالي کېدای شي چې د سولې پر پروسې هم منفي اغېز ولري.
    جنرال دوستم ته د نجیب الله جنرالي ورکړې وه، او د مجاهدینو د حکومت مشر صبغت الله مجددي ستر جنرالي ورکړې وه.
    په ورته وخت کې د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو د ولسمشر غني په دغې کار باندې توندې نیوکې کړې دي او دا یې د تاریخ لپاره ستر شرم بللی دی.
    جنرال دوستم په تېر تاریخ کې د پښتنو او نورو قومونو په قتل عام باندې تورن دی او ډېری خلک ادعا کوي چې د طالب او نورو ډلو په نوم یې سلګونه او زرګونه پښتانه قتل عام کړل.
    د یادونې وړ ده هغه حکم چې دوستم ته د مارشالۍ رتبه په کې ورکړل شوې ده، له نن څخه څه د پاسه شل ورځې وړاندې د جوزا میاشتې په ۲۱ مه نېټه لاسلیک شوی دی.

  11. دوباره می نه غوښتل چه تبصره وکړم، د ورور ګل محمد نوری د پام وړ تبصری ځینو حالاتو ته متوجه کړم.

    لمړیی حالت : دوستم د شهید محمداود په وخت کی چپلاسی وه، د ډاکتر نجیب په دوره کی جنرال شو، د کورنی جګړی په وخت کی د ګلبدین سره د مسعود په مقابل کی ملګری شو، بیا صبغت الله مجددی ورته سترجنرال او دخالد بن ولید لقب وکاروه، کرزی د مسلحو قواوو ستر مشاور وټاکه، غنی احمدزی ورته د ولسمشری لمړی معاونیت ورکړو. د دیی څخه داسې معلومیږی چه د دوستم په پرمخ بیولو کی ځمونږ ….. ملامته دی
    عبدالله اوس اشرف غنی ته امر وکړ چه دوستم ته مارشالی لاسلیک کړه که نه ولسمشر کیدای نشې.
    حیران یم د زرهاو انسانانو قاتل پر سر څه روان دی، او دغی قاتل ته څوک اوبه او وینه ورکوی؟ او ولی یی ورکوی؟
    دوستم په عقدوی منظم شکل شمال کی ځینی خلک د طالب په نوم شکنجه کوی، ترورکوی، زندانی کوی او دخپلو ځمکو او کورونو څخه یی شړی، خو د دغو خلکو فریاد او چغی څوک نه اوری.

    دوهم حالت: همدا اوس د میدان وردګو ولایت په بهسود ۱ او بهسود ۲ ولسوالیو کی د کوچیانو په هلبندونو یا مال چرونو کی په کوچیانو څه روان دی، لنډ غرقوماندان علی پور، شجاعی او دا څو ورځی مخکی د ولسی جرګی لنډغر وکیل غلام حسین ناصری د خپل اتوماتیک دوربین دارماشین او نورو لنډه غرانو سره د کابل څخه حرکت کوی او د کوچیانو څړ ځایونو ته ځان رسوی، بی الاخیره په کوچیانو، دکوچیانو په ماشومانو، کیږدیو او اوښانو ډزی کوی، تر دي چه دغه برحاله احمق وکیل خپل عکسونه په فیسبوک کی اچوی چه زه بهسود ته تللی وم او طالیبان می ترور او شکنجه کړل.

    دلته د میدیا په زریعه پخوانی لنډغر قوماندان زرداد فریادی د کوچیانو په دغه غمیزه د حکومت نه خواست وکړه، چه په بهسودو کی په کوچیانو ډیر ظلمونه روان دی مخه یی ونیسی.
    فقط د زرداد فریادی په دغه خبره علیپور، شجاعی او نورو بی شماره هزاره ورونو دهیواد دننه اود باندی سخت او شدید عکسلعمل څرګند کړه.
    خو زه بیا حیران پدی شوم چه د محقیق، خلیلی او هزاره وکیلانو او چارواکو ترڅنګ د افغانستان د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیځ او دارګ ساتونکی جنرال مراد علی مراد بیا ډیر شدید او توند غبرګون ښودلی وه. اوس تاسو فکر وکړی چه د وسله وال پوځ یو لوی درستیځ چه قومی تریخ دریځ او داسی حساسیت ولری، نو بیا هغه عسکرچه مراد علی مراد د خپل نیږدی چاپیریال څخه رواستی وی د هغوی حساسیت او ذهنی عقده به کومه درجه ولری .
    اګر چه ځمونږ ځینی پوهه اوښاغلی ورونه تل یادوری کوی چه دا ډول پیښی او جرمونه د یو شخص کار دی او یا دا چه په دیی حساسو حالاتوکی قومی پیښو ته لمن مه وهی ځکه دښمن مو قوی کیږی او حکومت کمزوری کیږی.
    کله چه د یوی منطیقی ټول وکیلان، چه دخپل ټول ملت څخه نماینده ګی کوی، د تنظیم مشران یی او تر لوی دریستیځه او لنډغره یی زما کوچی د طالب او تروریست په نوم وژنی نو دغه وژنه حکومت نه بلکه نظام کمزوری کوی. ځکه حکومت په لوی لاس علیپور پریښودو اوس د ایران د فاطیمون لخوا ورسره د اسلحی او افرادو مرسته کیږی.
    د ا لینک په انترنیټ کی ولیکی چه لنډه غر وکیل ناصر کوچیان په دوربین دار ایرانی ماشین په ډزو کوچیان او دهغوی اوښان وژنی

    https://www.youtube.com/watch?v=sqb8drOJM4A

    دحکومت څخه احترامانه خواست کووم چه د وکیل ناصر دغه عصری دوربین داره وسله چک کړی، چا ورکړی او ساخت یی کوم ملک دی
    د خدای په امان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب