یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهټویټر د ټرمپ عکس لېرې کړ

ټویټر د ټرمپ عکس لېرې کړ

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه د سرطان ۱۲) وروسته له دې چې نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې له ښاغلي ټرمپ څخه په دې خاطر شکایت وکړ چې د دې ورځپاڼې له یوه پخواني عکس څخه یې استفاده کړې او د کاپي حق (کاپي رایټ) یې نه دی رعايت کړی، ټویټر د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ يو تصویر لرې کړ.

دا درېيم ځل دی چې ټوېټر د ټرمپ په ټویټرپاڼې کې لاس وهي.

تر دې مخکې، ټوېټر د کورونا او همدارنګه د يوه نژاد پرستانه فلم په خاطر د ټرمپ په ټوېټرپاڼه کې بدلون راوستى و.

د ټوېټر پوسټ ټرمپ په تاوتريخوالي تهديد کړى و.

د ټرمپ په ټوېټرپاڼه کې هغه عکس کارول شوى و چې په پس منظر کې يې هغه عکس موجود و چې له حقوقي اړخه يې په نيويارک ټايمز ورځپاڼې پورې تعلق درلود.

دې ورځپاڼې هم د ټوېټر شبکې ته شکايت کړى چې اوس هغه عکس د ټرمپ له پاڼې څخه پاک شوی.

له دې مخکې فېسبوک هم د ډونالډ ټرمپ له پاڼې څخه یو عکس لرې کړى و چې په هغه عکس کې دوه کمکي ماشومان هم ليدل کېدل.

د ماشومانو والدينو له عکس څخه د استفادې په خاطر شکايت کړى و.

له ټوېټر او وريسې له نورو ټولنیزو شبکو سره د ټرمپ د جګړې د پیل دلیل د ۲۰۲۰ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د انترنیټ له لارې د رایو اخیستل دي چې ډیموکراتان یې غوښتونکي دي، خو جمهوریت غوښتونکي يې سخت مخالف دي.

ټرمپ په دې باور دی چې انټرنیټي رایه اچونه د ډیموکراتانو په ګټه ده او د ګټلو چانس یې زیاتوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب