یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ننګرهار دره نور ولسوالي ته د سیلانیانو سېل

د ننګرهار دره نور ولسوالي ته د سیلانیانو سېل

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه د سرطان ۱۲) د ننګرهار دره نور ولسوالۍ ته د سیلانیانو تګ زیات شوی دی.

سیلانیان وایي دره نور ولسوالۍ ته د شنو سیمو د ليدلو او د ګورګورو ټولولو لپاره ځي.

په دره نور ولسوالۍ کې برکوټ هغه سيمه ده، چې په کې ګورګورې پخې شوي دي او ځوانان د شنو ځايونو ليدلو او د ګوروګورو د ټولولو لپاره دې سیمې ته ځي.

بامیان ته د سیلانیانو ورتګ کم شوی

د يادې ولسوالۍ یو تن اوسیدونکي تاند ته وویل، د هیواد له بیلا بیلو سیمو ځوانان د دوی  سیمې ته ورځي، ميلې کوي او له ځان سره کورونو ته هم ګورګورې وړي.

په برکوټ سيمه کې دوه ډوله ګورګورې کيږي، چې يو ډول يې بېره او بل ډول يې په خپله ګورګورې دي.

دره نور د ننګرهار ولایت له مرکز جلال اباده ۳۵ کیلومترۍ لېرې ده چې د نورو سیمو په نسبت یې امنیتې وضعیت د ډاډ وړ دی.

یادې ولسوالۍ ته یو بل تلونکي سیلاني وویل، دره نور ولسوالۍ ته ځکه د چکر لپاره ورغلی چې د لویو او شنو منظرو درلودونکې سیمه ده او شینوالی یې د ګڼو سیلانيانو توجه ځانته اړولې ده او اوسیدونکي یې هم میلمه پاله خلک دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب