Homeخبرونهبامیان ته د سیلانیانو ورتګ کم شوی

بامیان ته د سیلانیانو ورتګ کم شوی

تاند (پنج شنبه، سرطان ۱۲) حسن زاده: هېواد ته د کرونا ویروس تر راتګ وروسته په بامیان کې خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان دي

د بامیان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس علي رضا حسن زاده وايي،  چې د کرونا ویروس خپریدا او د قرنطین مقرراتو له امله بې کاري او بیوزلي په دغه ولایت کې مخ په ډېرېدو ده.

حسن زاده وايي په دغه ولایت کې د خلکو کاروبار او پانګونې کچه ۸۰ سلنه راټیټه شوې.

هغه وايي چې نوي پانګوال پانګونې ته زړه نه ښه کوي او د ابادۍ چارې په بشپړ ډول ولاړې دي.

حسن زاده وویل، ۲۰ ورځې کی.ي چې د بامیان ولایت تفریحي سیمې یې د سیلانیانو لپاره پرانیستې وې او د بیلا بېلو ولایتونو څخه یو شمیر هېوادوالو دې سیمې ته سفر کړی، چې ورسره یې عواید او کاري فرصتونه زیات شوي.

بامیان د هېواد یو له تاریخي ولایتونو څخه دی چې د سیلانیانو لپاره ځانګړې سیمې لري او  هر کال ورته په زرګونه خلک د سیاحت لپاره ورځي، چې له دې سره د سیمې اوسېدونکو ته کاري فرصتونه برابریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...