پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهد برچي سل بستريز روغتون بېرته پرانیستل شو

د برچي سل بستريز روغتون بېرته پرانیستل شو

خبریاله: عاقله اسد (پنجشنبه، د سرطان۱۱) له يوې نيمې مياشتې وروسته د کابل د برچي سل بستريز روغتون نن رسماً په فعاليت پيل وکړ.

له دې حملې وروسته د بې پولې ډاکټرانو سازمان خپل فعاليتونه له دې روغتون سره پاى ته ورسول.

د عامې روغتيا سرپرست وزير نن هيله څرګنده کړه، دغه سازمان ممکن د بيا ځلې لپاره خپل فعاليتونه پيل کړي.

جواد عثماني زياته کړه چې دبې پولې ډاکټرانو اندېښنې له امنيتي ارګانونو سره شريکې کړي، او دغه بنسټونه بايد پر دغې شفاخانې د شوي بريد څرنګوالي په اړه خپلې پلټنې له دغه سازمان سره شريکې کړي.

فوزيه رووفي چې د دغه روغتون د زېږنتون مسٶله ده، د دغه  پېښې له ژغورونکو څخه ده، آغلې رووفي له څو ورځو راهيسې خپلې دندې ته بيا راګرځېدلې. هغه وايي هغو ماشومانو چې خپلې مېندې پدې حمله کې دلته له لاسه ورکړي دي، اوس چې د پېژندګلوي کارتونو د اخيستو لپاره دې روغتون ته راځي، روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ نه دى.

(په دې ورځو کې هغه زېږېدلي ماشومان دې روغتون ته راوړي چې مېندې يې وژل شوې وي، هغوى د کارت اخيستو يا د واکسين کولو لپاره راوړي

فهيمه باقر هم چې په دې روغتون کې د قابلې په حيث دنده اجراء کوي، ترخې خاطرې په همدې روغتون له حملې څخه لري.

(يوه مور چې ماشوم يې په بل اطاق کې و، غږ مې پرې وکړ چې موږ سره د ساتنځای اطاق ته ولاړه شي خو رانغله:

هغه د خپل ماشوم خونې ته لاړه او هلته ووژل شوه، يوه بله مور چې نوې د بريد پر مهال معاينه خونې ته دننه شوې وه، له مونږ سره دننه ولاړه دغې مور ډېر شديد درد درلود، او هر ځل به چې بريد کوونکي زموږ اطاق ته رانږدې  شول مونږ به له هغې نه غوښتنه کوله چې هيله ده ژاړه مه، چې غږ دې بريد کوونکي اوري.

موږ تل خوشحاله يو چې يو نوى ماشوم دنيا ته راشي او وژاړي، خو هغه ورځ مو دعا کوله چې نوى زېږېدلى ماشوم ونه ژاړي.

په همدې حال کې د دې روغتون يو شمېر کارکوونکي وايي، که چېرته د ارواپوه ډاکټرانو مرسته نه واى، د بيا ځل لپاره کار کول به په دې روغتون کې ستونزمن وو.

د دغه روغتون قابله زهرا رحيمي وايي:

(زموږ رواني حالت ښه نه دی، اما هڅه کوو چې مونږ ښه واوسو، ځکه دا ډول پېښې تکرارونکې دي.

د بې پولې ډاکټرانو له پنځو کلونو را په دې خوا د کابل د برچي روغتون د زېږنتون برخه حمايه کوله، خو د بريد له ترسره کېدو وروسته يې خپل ملاتړ درولى او اوس د ډېر کم شمېر ډاکټرانو په ملتيا به کار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب