تاند (جمعه، د سرطان ۱۳) د امریکا د استخباراتو ريیسانو د پنجشنبې په ورځ د کانګریس له مشرانو سره پټ معلومات شریک کړل.
دوی دا معلومات وروسته له دې شریک کړل چې د کانګریس مخکښو غړیو د روسیې له لوري طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په وړاندې د انعام ورکولو د راپورونو په اړه د استخباراتو د معلوماتو غوښتنه وکړه.
د سي آی اې (د امریکا د استخباراتو مرکزي اداره) ريیسې ګینا هاسپیل او د امریکا د ملي استخباراتو د ريیس جان راتکلیف په ګډون جګپوړو استخباراتي چارواکو د کانګریس ۸ مخکښو غړیو ته د بندو دروازو شا ته معلومات ورکړل.
د کانګریس په هغو غړیو کې چې په دې اړه معلومات ورکړل شول، د استازو جرګې رييسه ننسي پلوسي، د سنا جرګې د اکثریت مشر میچ مکنل او د دیموکرات او جمهوریپال ګوندونو څو مخکښ مشران شامل ول.
د کانګریس له دغو اتو مشرانو سره د استخباراتي ادارو له لوري په منظم ډول هر څه موده وروسته مهم استخباراتي معلومات شریکېږي.
اغلې پلوسي تر دې غونډې مخکې وویل، هیله لري چې جمهوریپال غړي په غونډه کې حقیقتونه ومني. دې د روسیې پر ضد د نورو بندیزونو غوښتنه هم وکړه.
سپینه ماڼۍ وايي چې ولسمشر ټرمپ ته د استخباراتو له لوري په دې اړه څه نه و، ویل شوي چې روسان په افغانستان کې د امریکایانو د وژلو لپاره طالبانو ته انعام ورکوي.
خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تایید کړه چې روسانو له طالبانو سره مالي او پوځي مرسته کړې ده.
ددغه مطلب دسرلیک مانا څه ده ، تاسې لوستی که نه ؟
رشید
دوی دا معلومات وروسته له دې شریک کړل چې د کانګریس مخکښو غړیو د روسیې له لوري طالبانو ته د امریکايي پوځیانو د وژلو په وړاندې د انعام ورکولو د راپورونو په اړه د استخباراتو د معلوماتو غوښتنه وکړه.