یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeمقالېد افغان سولې په وړاندې د پاکستان دریځ| روین پوپل

د افغان سولې په وړاندې د پاکستان دریځ| روین پوپل

په معاصرو نړیوالو اړیکو کې تر ډیره نیوریالیزم او نیولیبرالیزم تیورۍ حاکمې تیوریانې دي, او اوس مهال په نړیوالو اړیکو او نړیوال سیاست کې اکثره دولتونه د ریالیزم تیوري مطابق خپل سیاستونه عیاروي. دا باید په یاد وساتو چې حکومتونه تل په دې هڅه کې دي چې له نورو دولتونو سره په ټولو سیاسې، اقتصادي، فرهنګي، نظامي او نورو برخو کې چې سره اړیکي ساتي لومړی خپلې ملي ګټې په نظر کې نیسي.

د نوموړې تیورۍ په رڼا کې د افغانستان د سولې په پروسه کې نه یوازې پاکستان بلکې د سیمې او نورې نړۍ  ټول ذیدخله هیوادونه غواړې چې په افغانستان کې داسې یو نظام رامنځته شي چې د دوی ګټه پکې خوندي او یا حد اقل له دوی سره ښه اړیکې وپالي. پاکستان چې د پیل څخه یو ملټرسټ (نظامي) حکومت پاتې شوی او ریالیزم هم په نظامي قدرت ډیر زیات تاکېد کوي زور او طاقت مهم ګڼي دا هېواد له حالاتو او شرایطو سره مناسب هم تر ډیره د دفاعي ریالیزم او کله د تهاجمي ریالیزم پر بنسټ خپل سیاستونه غوره کړي.

اوس مهال چې پاکستان په نړیواله صحنه کې تر هر وخت رټل شوی او سیاسي حیثیت یې تر سوال لاندې راغلی، د لیبرالیزم او نظامي قدرت په مشترک درک سره د مذاکرې له لارې غواړي د افغان سولې په پروسه کې خپل سهم ولري، د نیولیبرالیزم مکتب پلوي جرمي بینتم د ویناوو په اقتباس دوی اوس د ځان په ګټه د مسئلې حل د ډیپلوماسۍ پر اساس حل کول غواړي نه د زور او طاقت په اساس.

نن سبا د ټولنیزو شبکو ځیني کارونکي له دې پروسې څخه دا ویره احساسوي چې ګواکې پاکستان له دې لارې یوځل بیا غواړي په افغانستان کې د ځان په ګټه یو داسې نظام رامنځته کړي چې خپل نفود پکې وساتي.

البته ویره پکار ده خو په دې حساسو شرایطو کې باید هیره نه کړو چې اوسنی پاکستان د 1980_1990 حتې تر 2000 کلونو پورې پاکستان نه دی پاتې چې ټول غربي متحدین یې تر څنګ ولاړ وو او سیاسي ننګه یې کوي او په هر ډول مالي او نظامي مرستو ېې تمویل کړي او پاکستان د هغو په پیسو او وسلو په افغانستان کي خپلې موخې په اسانه تعقیب کړي, البته په هغه وختونو کې یې د شوروي اتحاد پر ضد د جګړې د ګرم ساتلو په پار مرستې ورسره کولې خو په هغه وخت کې چې په اصطلاح د پاکستان د اوج او پایلوچۍ مرحله هم وه د افغانستان په ویجاړولو کې یې ډېره هڅه وکړه خو په دې موده کې یې و نشو کولای چې په افغانستان کې داسې یو اوږد مهاله نظام چې د دوی په اشاره وچلیږي رامنځته کړي. نن خو یې زما په ګومان بیخي له وسې پورته ده نظر لاندې دلایلو ته..

لومړې: د نړیوالې ټولنې لخوا پر پاکستان تور ده چې نړۍ ته ترهګر روزي او په افغانستان کې یې جګړه روانه کړې ده دا یو عینې واقعیت هم دې په همدې پار یې پاکستان د نړۍ ترهګرو ته د پټنځایونو په ورکولو او له هغوي سره د مالي او نظامي مرستې له کبله د ترهګرو تمویلونکې هیواد په توګه په خړ لیست کې شامل کړې ده او په نړۍ واله سطحه یې سیاسې پرستیژ او موقف ته یې غټه ضربه وارده کړې, نو که فعلي وضعیت همداسې دوام وکړي نو لري نده چې پاکستان به د خړ لست څخه په تور لیست کې شامل شي او دې کار سره به له غرب لخوا پر پاکستان هر ډول اقتصادي بندیزونه ولګېږي.

دوهم: د امریکا او پاکستان ترمنځ وخت نا وخت د پاکستان په دوه مخې سیاست خراب شوې تر دې چې د ټرمپ ادارې له دې کبله له پاکستان سره 255 میلیون ډالر نظامي مرستې وځنډول چې د افغانستان په معظله کې یې د امریکا سره ریښتینولې نه دې ښودلې پداسې حال کې چې په تیرو 15 کلونو کې امریکا له پاکستان سره 33 بیلیون ډالر نظامي مرسته کړې, ولسمشر ټرمپ په خپل ټویتر پاڼه کې پاکستان ته په خطاب کې داسې ولیکل: 

The United States has foolishly given Pakistan more than 33 billion dollars in aid over the last 15 years, and they have given us nothing but lies & deceit, thinking our leaders as fools.

دریم: اوس مهال پاکستان په داخلي برخه کې تر هر وخت په اقتصادي بحران او سیاسي کشمکشونو کې راګیر دې چې په کور دننه ورته خلک پاڅیدلي, له یوې خوا اکثره سیاسي ګوندونه د عمران خان د موجوده ادارې پر خلاف دي او له بلې خوا تر هر بل وخت پښتون ژغورنې غورځنګ PTM او بلوچانو پاکستان ته ډېر ستونزي رامنځته کړي دي, چې د دغو کشمکشونو آرامول ډېر وخت او لګښتونو ته ضرورت لري, چې فی الحال ددې ستونزو د منجلاب څخه راوتل د پاکستان لپاره ډیر ستونزمن دې له دې وضعیت څخه راوتل ورته کلونه کلونه په بر کې نیسي.

څلورم: د کشمير معضله له هندوستان سره حل شوې نه ده چې دا هم د پاکستان لپاره لوې سرخوګې دې او پاکستان آرام ته نه پرېږدي. تیر کال د (پولواما) چاودنې پر موضوع د هند او پاکستان ترمنځ ټکر دومره ډیر شو چې حتی یو بل ته یې د اټومي بمونو او جګړې ګواښونه ورکول.

په ستونزو کې راګیر پاکستان ولی بیا هم هڅه کوي چې په افغانستان کې د سولې لپاره عملآ موقف ونیسي?

زما په استدلال د پاکستان اوسنې موقف تر یوې اندازې په لاندې دلایلو پوري اړه لري!

د پاکستان فوځ اوس په هڅه کې ده چې له دغو ناورینونو څخه ځان وباسي نو مخ یې افغان سولي په طرف ده چې د افغان سولې پروسې څخه په نړۍ واله سطحه امتیاز او کريډيټ واخلي او په دې سره نړۍ ته دا په اثبات ورسوي چې ګواکې پاکستان د افغانستان په جګړه کې دخیل نه دې او نه هم یو ترهګر روزونکې هیواد دې, په دې ډول نه تنها د خړ لیست له بندیزونو چې د تور لیست له ګواښ څخه هم ځان خلاص کړي. پاکستان په ځانګړې او هوښیارانه توګه د افغان سولې د پروسې په حمایت غواړي چې امریکا متحده ایالاتو ته ځان سپین کړي او د پخوا په څېر ځان د امريکا له نظامي او اقتصادي مرستو څخه برخمن کړي.

بل پاکستان له چین سره ستراتیژیکه ملګرتیا لري او غواړي ور سره نور هم نژدې پاتې شي, له دې سره روسیه او چین بیا په سیمه کې هم د امریکا له نظامي حضور سره ډیر مخالف دي. پاکستان غواړي د افغان سولې له بریا او د امریکامتحده ایالات د نظامي حضور له پای ته رسېدو څخه چین او روسیې ته نور هم ځان نژدې کړي او په دې توګه له دواړو هیوادونو څخه هم کريډيټ واخلي.

پاکستان سیمه کې په ځانګړې ډول له هند سره سخته سیالي لري, او هند په افغانستان کې د امریکا له نظامي شتون څخه ډېره ګټه پورته کړې او نور هم هڅه کوي چي افغانستان تر خپل اقتصادي او سیاسي اغیز لاندې راولي (تر یو څه اندازه یې نفوذ مشاهده کولاې شو), دلته نو پاکستان ته په افغانستان کې د هند نفوذ د منلو وړ نه دې خو بیا هم په ستونزو کې راګیر پاکستان چې له هند سره سیالي کوي په اقتصادي لحاظ ور سره سیالي نشي کولاې. نو پاکستان هڅه کوي چې د سولې وروسته په افغانستان کې د هند لاس لنډ کړي او د بل رقیب یعني د چین په مرسته دا کار کول غواړي چې په افغانستان کې د هند نفوذ کم شي یا حد اقل د دواړو ترمنځ توازن رامنځته شي چې دا نو بیا د پاکستان په ګټه ده.

د پورته دلایلو پر بنسټ ویلاې شو! چې پاکستان د پخوا په څېر په افغانستان کې د ډیر مداخلې توان نلري او نه شي کولاې چې د افغان سولې څخه د خپلو شومو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره کار واخلي, خو د پورته موخو د ترلاسه کولو ترڅنګ امکان لري په افغانستان کې د داسې یو نظام رامنځته کېدل وغواړي چې د پاکستان په ګټه وي او یا حد اقل د پاکستان سره ښه روابط وساتي او همدارنګه پاکستان یې خپل په زیان و نه بولي.

نو په دې حساس شرایطو کې افغان دولت ته پکار ده چې له شته فرصت څخه په ښه توګه استفاده وکړي او د یو هوښیار او مسلمان ملت په توګه دې د سولي پروسې د بریالې کېدو په خاطر سره منسجم په ګډه کار وکړي.

په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې په هیله!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب