دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeجنرال وزیريد وسلوال ځواک ښه روزنه، د رښتینې بریا ضامن| جنرال دولت وزیري

د وسلوال ځواک ښه روزنه، د رښتینې بریا ضامن| جنرال دولت وزیري

د هېواد د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ساتنه د وسله وال پوځ اصلی او اساسی دندې جوړوي. د دې تر څنګ د کورنی امنیت ساتل، د اساسي قانون او د اساسي قانون په رڼا کې د نورو قوانینو ساتنه او د هېواد د رغونې او پرمختګ له پاره د شرایطو برابرول هم د وسله والو ځواکونو په دندو کې راځي، نو ځکه د نورو ملي شتمنیو تر څنګ وسله وال پوځ د هېواد تر ټولو ستره ملي موسسه او پانګه ګڼل کېږي.

په وسله والو ځواکونو کې د هېواد ټول وګړي  له ژبني، قومي، سمتي او مذهبي تبعیض پرته ګډون کوي او په هغو پیسو روزل کېږي چې په ملت پورې اړه لري، نو ځکه وسله وال ځواکونه تل په هېڅ قوم، مذهب او کوم سیاسي ګوند پورې اړه نه لري، بلکې د هغه هېواد په هر قوم، ټبر او مذهبي ډلو پورې اړه لري او ټول اړوندانو ته يې په کار ده چې له سیاسي ګوندونو ځان لیرې وساتي.

سیاسي ګوندونه هم باید کوښښ ونه کړي چې د وسله والو ځواکونو اړوندان په خپلو ګوندونو کې تنظیم کړي. زموږ د هېواد د اساسي قانون په یوولسم فصل، یو سلو درې پنځوسمه ماده کې لیکي:

«د وسله وال پوځ اړوندان نه شي کولای چې د دندې په موده کې په سیاسي ګوندونو کې غړيتوب ولري.»

دا په دې مانا نه ده چې د وسله والو ځواکونو اړوندان دې له سیاست څخه لیرې وساتل شي او د ګاډۍ د آس په څېر دې یواځې یوه خوا وګوري، بلکې ټول باید د هېواد، ګاونډيانو، د سیمې، حتی د نړۍ د سیاسي او نظامي وضعې سره اشنا وي. په خپل هېواد کې روان وضعیت وڅاري او د ممکنه توطیو د مخنیوي لپاره له مخکې پلان وسنجوي.

د دې له پاره چې وسله وال ځواکونه خپل ملي یووالی او د ور سپارل شویو دندو د تر سره کولو وړتیا له ځانه وښودلای شي، د ښه نظم، دسپلین، ښو وسلو او کافي بشري ځواک تر څنګ د ښې او په شرایطو برابرې مدرنې ښوونې او روزنې ته اړتیا لري.

که وسله وال پوځ ښه نه وي روزل شوي، په جګړه کې زړه نا زړه او وارخطا کېږي او کله چې له دښمن سره مخامخ کېږي مخکې تر مخکې له پښو لوېږي. پر یوه لوري نه سوق کېږي او د مشرتابه امر هم په بشپړ ډول نه شي عملي کولای.

اوسپنیز امیر عبدالرحمن خان به ویل:

«کله چې دوه وسله وال ځواکونه سره ښکر په ښکر شي، داسې وي لکه دوه غرونه چې سره په جنګ شي. په داسې حالاتو کې هغه پوځ له غره سره ډغرې وهلای شي چې ښه روزل شوي وي.که نه نو له غره سره ډغرې سرونه ماتوي.»

چينايي پوځي پوه سون تزو هم مخکې له میلاده پر دې ټينګار کاوه او ویل به يې:

«د هرې جګړې موخه له دښمن څخه د جګړې ګټل دي، په دې توګه هغه ځواکونه جګړه ګټي چې ښه روزل شوې وي.»

امیر عبدالرحمن خان به د افغان سرتېرو په هکله ویل:

«هغه وړتيا چې افغان سرتېري يې لري د ډېرو هېوادونو سرتېري له داسو وړتیاوو بې برخې دي.»

دی وايي:

«افغان سرتېري هغه ځواکمن وګړي دي چې په خپل هېواد کې د آس په مزله چټک مزل کولای شي، غاړه کۍ، ټوپک، د يوې مياشتې له پاره دېرش ډوډۍ او د اغوستلو له پاره(هرکاره څادر) وړلای شي.»

خو دا ټولې وړتیاوې هغه وخت په لاس راځي چې سرتېري د تعلیم په ډګر کې خپلې خوَلې توی کړي. پر ځان خواري تېره کړي او له نویو غوښتنو سره سمه روزنه ترلاسه کړي.

اډولف هټلر به ویل:

«کوم سرتېري چې د تعلیم په ډګر کې خوَلې ډېرې تویې کړي، د جګړې په ډګر کې يې وینې کمې توېیږي.»

په پوځي هنر پوه افسران د تعلیم په ډګر کې له خپلو سرتېرو زړور او نه ماتېدونکي جنګي سړي جوړوي او د جګړې له پاره يې ښه روزي او تل يې د خپلې څارنې لاندې نیسي.

ښه روزل شوی سرتېری د جګړې په ډګر کې له سلو ایله جاري سرتېرو سره مقابله کولای شي.

لکه چې شاعر وايي:

یک ګرګ درنده در کارزار

بهم بردند، کله صد هزار

فردوسي به هم ویل:

سیاهی لشکر نیاید به کار

یک مرد جنګی به از صد هزار

وسله وال ځواکونه یوازې په ټولنه کې د معمولو ښو قواعدو، ادابو، دودونو او تشریفاتو پر بنسټ په جګړه کې نه بریالي کېږي، ځکه چې وسله وال ځواکونه خپل ځانګړي قواعد او اصول لري. د دغو اصولو او قواعدو چې په پوځي هنر پوهېدل دي، په مراعاتولو سره بریا تر لاسه کوي او دغه اصول او قواعد یوازې د تعلیم په ډګر کې تر لاسه کېدای شي.

افلاطون هم پر ښه ښوونه او روزنه ټینګار کوي وايي:

«د هېواد ساتنې له پاره يوې روزل شوې اردو ته اړتیا ده، داسې اردو ته چې نظامي فنون او علوم يې لوستي وي او ښه وړتیا ولري. بې له ښې روزل شوې اردو به هېواد ټول وخت په خطر کې وي.»

دا د روزل شویو افسرانو او قوماندانانو دنده ده چې خپل سرتېري مخکې له جګړې د تعلیم په ډګر کې د نظامي فنونو او د جګړې له هنر سره اشنا او ښه يې وروزي.

بلغاريايي ډاکټر بوژکوف د روسي ليکوال ګریګوري پټروف له قوله لیکي:

«افسران یوازې د سرتېرو امران نه دي، دوی د سرتېرو وروڼه، ښوونکي او روزونکي هم دي. دوی د سرتېرو په مقابل کې ستر مسووليت لري ځکه چې سرتېرو خپل ځان دوی ته تسلیم کړی وي. دوی د سرتېرو د ښې روغتیا او روزنې مسوولیت پر غاړه لري، دوی دي چې له سرتېرو غښتلي سرښندونکي جوړوي او دا یوازې د تعلیم په ډګر او مخکې له جګړې امکان لري.»

اړینه ده چې سرتېري د حضر او سفر له پاره وروزل شي، د حضر له پاره باید سرتېري د ښه ژوند کولو آداب او په ستونزمنو وختونو کې خپلو هېوادوالو ته د ښه خدمت کولو وړتیا تر لاسه کړي. د سفر او جګړې له پاره باید د جګړې په هنر ځانونه پوه او سمبال کړي.

سقراط وايي:

«لومړی په نیکۍ پوهېدل په کار دي او بیا نیکي کول.»

په جګړه ییزو حالاتو کې هم همداسې ده. لومړی د جګړې په هنر پوهېدل په کار دي او بیا جګړه کول.

په جګړه کې هغه قوماندان بریالی وي چې مخکې له جګړې يې خپل سرتېری جګړې ته چمتو کړي وي.

د پوځي علومو ډاکټر سون تزو په زړه پورې مسالې ته ګوته نیولې ده وايي:

«هوښیار وسله وال ځواکونه لومړی د تعلیم په ډګر کې ځان نه ماتېدونکی جوړوي او بیا سترګې په لاره وي چې دښمن زیان منونکی شي.»

دلته اړینه داده چې وسله وال ځواکونه باید په دې پوه وي چې دوی کولای شي د ښې او نه ستړې کېدونکې ښوونې له لارې ځان نه ماتېدونکی کړي، بلکې دوی نه شي کولای چې دښمن یې زیان منونکی شي، دا د دوی واک نه دی دا په خپله په دښمن پورې اړه لري.

یوازنۍ لاره دا ده چې که وسله وال ځواکونه غواړي چې دښمن زیان منونکی شي، دوی یوازې دا کار د تعلیم په ډګر کې کولای شي او هغه دا چې خپلې وړتیاوې زیاتې کړي.

د جګړې په ډګر کې باید سرتېري له داسې پېښو سره مخامخ نه شي چې دوی احتمالي ستونزو ته د حل لارې نه وي موندلي.

ځانګړې سرتېري، د ځانګړو موخو لپاره:

د برید او مدافعې ښوونه هم باید د تعلیم په ډګر کې تر سره شي، حتی تر دې پورې چې د برید او مدافعې له پاره سرتېري باید مخکې تر مخکې معلوم وي. د برید چارې باید هغو سرتېرو ته وسپارل شی چې ډېر زړور وي.

دوی به مخکې له دې چې دښمن پیاوړې مدافعه جوړه کړي، د تندر په څېر به پر دښمن ور ودانګي، دښمن به تارو مار او خپلو موخو ته به ځان ورسوي، ځکه چې دوی زړور وي او وېرې ته په زړه کې ځای نه ورکوي. د دغسې سرتېرو زړورتیا د نورو سرتېرو پر روحیه هم مثبت اغېز کوي.

په همدې توګه د مدافعې چارې باید هغو سرتېرو ته وسپارل شي چې ډېر احتیاط کار وي، ځکه دوی به مخکې له دې چې دښمن برید وکړي، ځانونه به د ځمکې تر اووم پوړ لاندې پټ کړي. کله چې دښمن برید وکړي دوی به د پيريانو او یا د پسرلي د مرخېړیو یا سمارقو په څېر له مځکې سر راپورته او د دښمن برید به ګډوډ کري، ځکه چې دوی احتیاط کار وي او ټول وخت به له احتیاط څخه کار اخلي. دغه احتیاط بریا یقیني کوي او د نورو سرتېرو د مرګ ژوبلې کچه راټیټوي.

ډیر پوه او هوښیار کسان باید پوهنتونونو، او د تعلیم ډګر ته ولېږل شي چې د جګړې له پاره خپل ځواکونه وروزي.

د انګرېزانو او فرانسویانو تر منځ د واترلو په جګړه کې (د ۱۸۱۵م کال د جون ۱۸مه) یوه قوماندان له ناپليون څخه پوښتنه وکړه چې په دې جګړه کې به زموږ او انګرېزانو واحد خدای د چا پلوي کوي؟

ناپليون په ځواب کې ور ته وویل:

«خدای تعالی به د هغه چا پلوي کوي چې ښه روزل شوي سرتېري ولري.»

که د تاریخ پاڼې واړوو، وبه ګورو چې ټولو مشهورو واکمنانو او قوماندانانو لکه چنګېز، تېمور، سلطان محمود غزنوي، سلطان شهاب الدين غوري، طاهر فوشنجي، ابولیث صفاري، ابو مسلم خراساني آحمد شاه بابا او نورو به لومړی د تعلیم په ډګر کې خپل پوځونه نه ماتېدونکي کول او بیا به يې له دښمن سره پنجه نرموله.

افغانستان چې تل د دښمنانو د ناوړه یرغلونو تجربه لري، په کار ده چې د خپل ملي وسله وال پوځ ښوونې او روزنې ته کلکه پاملرنه وکړي. په ځانګړې توګه د افسرانو او قوماندانانو روزل ډېر اړین دي،ځکه چې زموږ د وسله والو ځواکونو سرتېري کافي زړورتیا او له هېواد سره د مینې انګېزه لري.

هټلر به ویل:

«کومې اوښکې چې له هرې ماتې وروسته يې زه تویوم، دا هغه خوَلې دې چې د بریالیتوب له پاره مې د تعلیم په ډګر کې نه دي تویې کړي.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب