شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهننګرهارکې د شوکاڼي ۳۴ فابریکې سقوط سره مخ دي

ننګرهارکې د شوکاڼي ۳۴ فابریکې سقوط سره مخ دي

تاند ( جمع، د سرطان ‍۱۳) ننګرهارکې د شوکاڼي د اتحادیې مسولان وایي په دې ولایت کې د دوی ۳۴ فابریکې له سقوط سره مخ دي.

دوی یې علت د دولت له لوري د فابریکو مسولانو ته د قراردادونو نه ورکړه یادوي.

ننګرهارکې د شوکاڼي د اتحادیې مسؤل دلارو جرنېل زاده وایي، د یادو فابریکو د کارونو د دریدو له امله تر ۲۰ زره زیات ځوانان بې روزګاره شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دې ولایت کې ګڼې فابریکې د څو میاشتو راهیسې د قراردادونو د نه لرلو له امله په ټپه ولاړې دي.

جرنېل زاده زیاته کړه، چې هېواد کې یې پانګه اچونه کړې او هرکال له همدې فابریکو ۵۰۰ میلیونه افغانۍ عواید د حکومت خزانې ته ورځي.

بل لورته د کانونو او پطرولیم وزارت مسولان بیا د بیا ځلې قرارداد کولو ډاډ ورکوي.

دوی وایي دوی به له هغو شرکتونو سره قرارداد وکړي کوم چې په هېواد دننه پروسس چارې ترسره کړي.

2 COMMENTS

  1. شوکاڼی یوه سپینه ډبره ده چې سپلۍ یا نرمه ډبره او په انګلیسي کې ورته تالک وایی ، د درملو جوړولو ، ربړ جوړولو ، کاغذ جوړولو ، روغني رنګ ، ساختماني موادو ، د ماشومانو په پوډرو ، برقي ساکتونو او نورو شیانو کې ترې کاراخیستل کيږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب