دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهله شوکاڼي شاوخوا په ۷۰ صنعتونو کې ګټه اخیستل کېږي

له شوکاڼي شاوخوا په ۷۰ صنعتونو کې ګټه اخیستل کېږي

تاند (جمعه، د سرطان ۱۳) ننګرهار کې د شوکاڼي فابریکو مسؤولین له حکومت د قرارداد غوښتنه کوي

په ننګرهار کې د شوکاڼي په لسګونه فابریکې فعالیت کوي چې، شوکاڼی یې له هېواد سربېره بهر ته هم صادریږي.

د ننګرهار ولایت د شوکاڼي اتحادیې مسؤولین وايي، د قرارداد نه کول هغه څه دي چې په دې ولایت کې یې د شوکاڼي ۳۴ فابریکې له سقوط سره مخ کړي.

په دغه ولایت ددې اتحادیې مسؤولین وايي، چې له څو میاشتو راهیسې د حکومت له لوري له دوی سره قراردادونه نه دي شوي، کارونه یې په ټپه ولاړ دي او له شل زره زیات کسان بې روزګاره شوي دي.

د مسؤولینو له ډلې دلاور جرنیل زاده وايي، په هېودا کې یې پانګونه کړې چې خلکو ته یې د کار زمینه برابره او د کال پینځه سوه میلیونه عواید له دې لارې د دولت خزانې ته ورځي.

بلخوا د کانونو او پطرولیم وزارت مسؤولینو د بیا ځلې قرارداد کولو ډاډ ورکوي، خو وايي دا قرارداد به له هغو شرکتونو سره وي چې د شوکاڼي د پروسس چارې په کور دننه وکړي.

د ننګرهار د کاریګرو قشر وايي، چې په هېواد کې د کرونا وبا له راتګ سره د جنسونو په نرخونو کې زیاتوالی راغلی، او که داسې کاري فرصتونه هم له لاسه ورکړي ژوند به یې له ډېرو ستونزو سره مخ شي.

دوی له اړوندو مسؤولینو غواړي څو په دغه ولایت کې پانګوالو ته د پانګونې ته تشویق او دوی ته د کار زمینه برابره کړي.

ننګرهار یو له هغو ولایتونو څخه دی چې د شوکاڼي سربېره پکې د نورو کورني تولیداتو فابریکې فعالیت کوي.

شوکاڼی (تالک) داسې منرال دی چې له اویا زیاتو صنعتونو کې ترې کار اخیستل کیږي، لکه: خوراکي توکو، ژاولو، دارو درملو، د کمپیوټر سکرینونو، د موټر سویچ بورډونو، په رنګ او چاکلیتو کې، ډېره اړتیا ورته هغه هېوادونه لري چې صنعت یې پرمخ تللی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب