شنبه, اپریل 20, 2024
Homeادبشعرسملاسي مشاعره 13 د جون 2019

سملاسي مشاعره 13 د جون 2019

پيل د نعيمې غني په غزل

لکه څوک چې له جانانه غېږه تاو کړي
د چا یاد داسې له ما نه غېږه تاو کړي

بې کورۍ سختې یخنۍ را ایسار کړی
خوار یتیم له خپله ځانه غېږه تاو کړي
نعيمه غني

ته هم ما غوندې په خوله یې هر کلی کړه
خفه کېږم چې څوک تا نه غېږه تاو کړي
پاکيزه آرزو

زه مې سترګې بل ته نه وراړوم نو
دی به څنګه له بل چانه غېږه تاو کړي؟
خوږه

چې غمجنه يم هېڅ څوک مې پروا نه کړي
په خوښۍ مې ټول خندانه غېږه تاو کړي
آسيه محرابي

وایم خدای خبر که بیا سره یو ځای شي
چې په تلو کې څوک له چانه غیږه تاو کړي
نعيمه غني

دا دنيا اوس ښه چليږي په چلونو
په چل ول به هسې تا نه غېږه تاو کړي
آسيه محرابي

پاس زیارته شین ټیکری به دې جن‌‌‌‌‌‌ډه کړم
نعیمه که له ارمانه غیږه تاو کړي
نعيمه غني

نعيمې غني! غني يې لا غني شې
که ته يې څوک له مانه غېږ تاو کړي
آسيه محرابي

خو که خدای راسره مل وي تر تا رسم
ان بیلتون به له بریا نه غیږه تاو کړي
حوره سپېڅلې

چې يې سر پر محراب ايښئ زاهد نه دى
چې ځانمرګي کمکي ځوانه غېږه تاو کړي
آسيه

چا تړلی د عشق اوښکو ته بندونه
وایه څوک به له بارانه غیږه تاو کړي
نعيمه غني

چې مطرب ورته د مينې رباب سْر کړي
بس نغمه له غزلخوانه غېږه تاو کړي
آسيه محرابي

نن مې بیا د چا په یاد دومره ژړلي
لکه ورېځ چې له اسمانه غېږه تاو کړي
اسما لمر

داسې لېرې دې له ځانه بې پروا کړم
لکه دښت چې له کاروانه غېږه تاو کړي
آسيه محرابي

له یادو دې غیږه تاو کړم دومره خوند کړي
چې په ویښه له اشنا نه غیږه تاو کړي
حوره سپېڅلې

اوس باور مې د هر چا لاسه ور کړ
بس خپل ځان مې له خپل ځانه غېږه تاو کړي
آسيه محرابي

‎د ژوندون په کږلیچونو کې راګیره
‎اراده مې له توپانه غیږه تاو کړي
نعيمه غني

‎د جانان د هرکلي په شوق روان دي
‎ګلابونه له باغوانه غیږه تاو کړي
نعيمه غني

دتوبو لاره موندل چې شې ترې ورکه
ارمانونه له زندانه غیږه تاو کړي
شفيقه پښتونځۍ

د ژوندون خواريو کړی داسي چل دی
يار له ياره سرګردانه غېږه تاو کړي
عابده سپوږمۍ

ستا د سترګو تور کې کور جوړول غواړي
چې لیمې یې له مژګانه غیږه تاو کړي
شفيقه پښتونزۍ

دلته ‎خوار يتيم نهر دی ويده شوی
‎شيخ به څنګه له ايمانه غيږه تاو کړي
عابده سپوږمۍ

چې د شک په غټو لومو يې راګېر کړم
ولې ما نه بدګمانه غېږه تاوو کړي
آسيه محرابي

‎سره لاسونه، ‌‌‌‌‌‌ډکې لیچې په اختر کې
‎بختورې له خپل ګرانه غیږه تاو کړي
نعيمه غني

تنهايى له پردېسۍ دی رنګ اخيستی
سړی څه وکړي له چانه غېږه تاو کړى؟
عابده سپوږمۍ

‎ستا خوږې خوږې خبرې د پردیو
‎ستا غمونه بیا له مانه غیږه تاو کړي
نعيمه غني

چې د لمر او د سپوږمۍ مقابله شي
ستوري تت شي له اسمانه غېږه تاو کړي
عابده سپوږمۍ

ته ترخې ترخې خبرې دي کړې ماته
خو خوږې دې له جانانه غېږه تاوو کړي
آسيه محرابي

سپور نظر مې ستا سپرلي نظر ته خاندي
لکه للمه له بارانه غېږه تاو کړي
عابده سپوږمۍ

د مضر انسان نه ډار لږ څه په کار دى
لکه مار چې له انسانه غېږه تاوو کړي
آسيه محرابي

د سپين لمر مخ بی دیدنه رانه تیر شی
تور وریځ چی له آسمانه غیږه تاو کړی
مينه صابر

د پیالو په ګړنګولو چې ماښام شي
خمارونه له رندانه غیږه تاو کړي
عابده سپوږمۍ

د دنیا هره خوښی ځان تری پردی کړی
د ژوند غم چی له انسانه غیږه تاو کړی
مينه صابر

چې نهيلي شي وګړي له وګړو ؟
شي ناتوانه له قرآنه غېږه تاو کړي
آسيه محرابي

نور به څنګه شو خوشحال له ډېره غمه
دومره غم کې څوک له چا نه غېږه تاو کړي؟
شېبه ګهيز

چې مې سر په بیه غواړي ورکوم یې
څوک په مینه به اسانه غېږه تاو کړي؟
شېبه ګهيز

چې نه مور لري نه خور او نه هم یار
زړه چې ژاړي سړې چانه غیږه تاو کړی
نرګس صافي

1 COMMENT

  1. سلامونه
    د خوښی ځای دی چی تِرِی او دِه راوَت ته هم برق ولاړی
    د ګرانی خور آسیه جانی محرابی د دریم لمبر نظم لومړی بیت
    نعیمی غنی! غنی ئی لا غنی شی
    که ته ئی څوک له مانه غیږ تاو کړی
    زما په ګومان پورته دوهم بیت د چاپی غلطی سره لاس او ګریوان سوی دی
    شاید سمه بڼه ئی دا وی
    په هر حال
    ددی خویندو ادبی ذوق د ستائنی وړ دی
    لکه ته، ئی څوک له ما نه غیږه تاؤ کړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب