جمعه, مې 3, 2024
Homeروغتیاد بوتلونو ګرمې شوې اوبه روغتیا ته زیان اړوي

د بوتلونو ګرمې شوې اوبه روغتیا ته زیان اړوي

ه په موټرو کې له ځان سره په بوتلونو کې اوبه لری، مه یې څښئ؛ ځکه چې روغتیا ته زیان لري. په دغو بوتلونو کې اوبه د ګرمۍ له کبله ګرمېږي او د انسان روغتیا ته جدي زیان اړولی شي. په دغه حالت کې د اوبو د حرارت درجه تر ۷۰ سانتي ګراده لوړېږي او د یاد بوتل پلاستیکي مواد چې په ترکیب کې کیمیاوي مواد لري، د ګرمۍ له امله له اوبو سره ګډېږي او اوبه زهري کوي چې بیا وروسته انسان ته د څښلو پر مهال زیان اړوي. که چېرې له موټره بهر د حرارت درجه له ۴۰ تر ۴۵ پورې وي، نو د موټر په داخل کې به د حرارت درجه له ۶۰ تر ۷۵ پورې وي. د دې لپاره چې بوتلونه خراب نه شي، د هغو د جوړولو لپاره یو ډول مواد چې (Polyethylene terephthalate) نومېږي، استعمالېږي او دغه مواد (بي. پي. او. ای) د ګرمۍ له کبله له اوبو سره ګډېږي، کله چې په اوبو کې حل او بیا وڅښل شي، د انسان صحت ته زیان اړوي.

حمیدالله حمیدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب