پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeادبژبه او لیکدودد پښتو او اوستا ژبو فونولوژیکي اړیکي | شریف الله دوست

د پښتو او اوستا ژبو فونولوژیکي اړیکي | شریف الله دوست

دوهمه برخه (دا لیکنه په پي ډي ایف بڼه)

د (ږ ؟= ژ) فونیمونه په اوستا کښي

(Z )= ž = ژ: دا فونیم داوستايي ژبي په د کانسونینټونو په ردیف پنځلسم ځای لري. د کلمې په پیل او پای کښي  ډېر لږ لیدل سوی دی خو د کلمې په منځ کښي تر نورو ډېر راځي.

غالباً داسې محسویږي چي په اوستا ژبه کښي د (ږ) ږغ هم سته خو دواړه فونیمونه په یوه ګرافیم لیکل کیږي ځکه په اوستا کښي  د داسي مورفیمونو سره مخ کښي ږو چي هغه تر (ژ) (ږ) ته نږدې دي خو هورې يې د (ژ،ږ) لپاره یو ګرافیم (Z=ž) ټاکلی دی. دا نیمګړتیاوې زموږ په کلاسیک ادب کښي هم محسوسیږي مثال د بایزید په لیکدود کښي  د هغو کلمو دپاره چي د (ږ) ږغ لري بېل ګرافیم رامنځ ته سوی او د دال په منځ کښي یې ټکی ایښی دی. همدا د (ږ) ګرافیم يې د (ژ) فونیم د ښوولو لپاره هم کارولی دی .

اوستایی بولګي

,unZ = žnu= ژانو: ځنګون

,AnZ žnᾱ   = ژنا : پېژندل

,Zut = tuž = توږ: توږل ، ځنګېدل

ما ته داسې معلومیږي چي په اوستا ژبه کښي  د (ژ او ږ) دواړه فونیمونه سته او په یوه ګرافیم تر موږه پورې رارسېدلي دي او په ځانګړو حالاتو او مورفیمیکي جوړښتونو لکه تر مجهول واو وروسته راغلی فونیم د (ژ) نه بلکي (ږ) معلومیږي لکه: په اوستا کښي  توږ د توږلو اوځنګېدلو په معنا توږ، نوږ او نور

۵: ښ

الف : د(ښ= ) فونیم په پښتو کښي

(ښ) د پښتو الفباء څلورویشتم فونیم  دی چي په عربي او پاړسي کښي نسته. په پېښور، ننګرهار او پکتیا کښي  په(خ) تلفظ کیږي. () دا فونیم مخنی اوړېدونکی ناوه يي مښتی(احتکاکي) اواز دی چي خپله کانسونینټه جوړه يې(ږ) ده په کندهار کښي د (ښ) وینګ کښي معمولاً د ژبي څوکه پورته د وریو ورستۍ یا دتالو خواته چپه کیږي او د ژبي د شا منځنۍ برخه ټیټیږي د ژبي په قاعده کښي  د اوړېدونکي څوکي او ټیټي شوي شا په منځ کښي یو دروند مښتی اواز چي په نرم تالو کښي مښلي ادا کیږي.() ځینې پښتانه يې د (خ) او(ښ) تر منځ په یوه ږغ سره تلفظ کوي. دا فونیم د پښتوکلمو په سر، منځ او پای کښي  راځي لکه: ښایست، کښل، پوښ.

ب: د (ښ) فونیم په اوستا کښي

( C)    = ṣ = ښ : دا فونیم  په اوستايي متن کښي  تر(ۍ: y) سیمي واول  فونیم مخکښي راځي. دخوشحال خان په زنځیرۍ کښي  يې د(ښ) لپاره(س) ته پر سر یو ټکی او لاندي همزه ورکړې ده.د عبدالله بدخشي په قاموس کښي  يې ښین په دې بڼه(ݜ)ښوولی دی.په سانسکریټ کښي  هم (ښ) او(کښ) دواړه فونیمونه سته.په اوستايي ژبه کښي  د(ش) لپاره درې ګرافیمونه ښوول شوي:( S،C  ،K   ) خو تلفظونه یې سره توپیر لري.د کاڼیګرام په اورمړي کښي  کندهاری(ښ) او مرکزي (ݜ) دواړه سته.()

لکه لیدل کیږي چي په اوستا کښي  د[ش] لپاره درې ډوله ګرافیمونه ښوول شوي دي. د دې دریو شکلونو کارېدل په لرغونو دورو کښي  خپلې توپیري ځانګړنې لرلې چي نن زموږ نه یو په خبر. دا درې ډوله په لاندې توګه ښوول شوي دي.

(S ) = š =ش: دا فونیم د اوستايي کانسونینټونو په لړ کښي  اوولسم ځای لري او د کلمو په سر کښي لږ لیدل کیږي او په ډېرو لږ کلمو کښي  کارېدلی دی.(د ډېرو معلوماتو لپاره وګورئ زما ځانګړې مقاله د ښ تاریخي بهیر- تاند ویبپاڼه)

۶: ڼ،

الف: د (ڼ) فونیم په پښتو کښي

د پښتو الفبې اته دېرشم فونیم  دی، دا له آره د (ن) او(ړ) یو مرکب فونیم دی چي د کلمې په سر کښي  نه راځي.

ڼ یو خیشومي، اوړېدونکی غنه يې تالوییز فونیم دی چي د خیشومي(ړ) په صورت ادا کیږي. مخرج يې د (ن) او (ړ) تر منځ ټاکل سوی  دی. دا اواز د (ڼ) توري په نوم د کلمو په منځ او پای کښي راځي. لکه رڼا، مڼه، ترکاڼ(ڼ) مخکښي د(نړ) په بڼه هم لیکل کښي ده خو د لیکدود په اړه  په هغه غونډه کښي چي په کال ۱۹۴۸م په کابل کښي جوړه شوه د (نړ) بڼه متروکه وبلل سوه.()

/د پښتو ژبي په کلاسیکو متونو کښي)

په خیرالبیان کښي  (ڼ) په همدې نننۍ بڼه کښل سوی  خو په مخزن کښي (ڼ) د (نړ) په بڼه ثبت دی. چي د اخوند درویزه دا نوښت په راوروسته کښي  تر شلمې مېلادي پېړۍ دوام درلود. خوشحال خان د(ڼ) دښوولو لپاره(ن ء) ته پر سر یوه همزه ورکړله او(ڼ) يې ونوماوه. په سانسکریټ ژبه کښي  هم کټ مټ په همدې ږغ او دې ( = ) فونیم سته.

ب: د (ڼ= N) په اوستا کښي

(N ) = n = ڼ : د اوستايي کانسونینټونو شپږویشتم فونیم دی. دا فونیم د پښتو په څېر د موجوده اوستايي متن په سر کښي  نه لیدل کیږي خو په اوستايي متونو کښي د کلمې په پای کښي هم نه دی لیدل سوی . یوازې د کلمې په منځ کښي  چي مخکښي تر دې د a,a واول او وروسته يې د[ t=t=ت]، [چ=c ]، [ج=j ]، [ګ=g ] او [د=d ] کانسونېنټونه راغلي  استعمال سوی دی.

۷: انْګ

الف : د (انګ) فونیم په پښتو کښي

زما په اند (انګ) د پښتو ژبي له متروکو فونیمونو له ډلې څخه شمېرل کيږي ځکه په پښتو ژبه کښي  د (انګ) مرکب فونیم اوس محسوسیږي خو د بیل فونیم په توګه ورته پام نه دی سوی . دې فونیم ته مي په پښتو ژبه کښي  هغه وخت پام سو چي کله په اوستايي ژبه کښي له دې فونیم سره مخ سوم. دادی په لومړي ځل یې را اخلو. په ښکاره داسې معلومیږي چي دا یو مرکب دی. په وینګ کښي  دا یو اوبدلی ستونیز او پزیز فونیم دی چي د تلفظ په وخت کښي د (ا) ږغ لا پای ته نه وي رسېدلی چي روان ږغ (ن) ته ننوځي او د (ن) ږغ هم پای ته نه وي رسېدلی چي روان ږغ (ګ) ته ننوځي یعني ټول په یوه څپه کښي  ویل کیږي. دا نظر د پښتو د نورو همزولو ژبو(اوستا او سانسکریټ) ژبو د فونولوژیکي سیستم په رڼا کښي وړاندي کوم پر خپل نظر بې دلیله  ټینګار هم نه کوم که یې څوک په مقنع علمي ژبنیو دلیلونو رد کړي خوښنه ځیني کوم.  بولګي يې په پښتو ژبه کښي  په دې ډول دي:

ازانْګه ، انْګار، انْګازه، انْګور، انْګا(دنوي پیداشوي ماشوم ژړا)، انْګړ،انْګۍ(دهلکانو یوډو لوبه) انْګبین( دشاتو ګبین):

که اثر يې د لبانو په کښي  نه وي

نه به هومره وو خواږه په (انګبین) کښي ()

(ع.ق)

انْګ په سانسکریټ کښي  

انْګ   د سانسکریټ ژبي په کانسونینټي لړۍ کښي پنځم ځای لري.

بولګي:

ب : (M )= اَنګ په اوستا کښي

دا اوستا دا فونیم  هم پزیز تلفظیږي، کارېدل يې لږ دي او د ڼ په څېر د کلمې په سر کښي  نه راځي خو په پښتو ژبه کښي لکه مخکښي چي و وښوول سول کټ مټ موجود دی لکه: انګولا،انګ+و+لا د چیغو او غرغړو په معنا. انګۍ،انګ + ۍ.انګار،انګار او چنګ

۸: نْګ

الف : د (نْګη) فونیم په پښتو کښي

(نْګ η) ستونزی او پزیز مښتی مرکب کانسونېنټي فونیم دی چي د (ڼ) په څېر د کلمو په سر ، منځ او آخر کښي  راځي. زما په نظر(نْګ ) هم د پښتو ژبي له متروکو فونیمونو څخه دی او په پښتو ژبه کښي هم جوت محسوسیږي خو په جلا توګه ورته پام نه دی سوی  موږ هم دې فونیم ته هله متوجه سو چي دا فونیم مو په اوستايي ژبه کښي ولیدی. په پښتو ژبه کښي مثالونه په دې ډول دي:

د کلمې په سر کښي: نګوښل(ګوډ-ګوډ تلل)، په لوېدیځ ویښت(لهجه) کښي.

ن+نګ = ننګ، ت+نګ=تنګ، پت+نګ=پتنګ، نګوری(ړوند)

ب : (? )= نْګ په اوستا کښي

دا د اوستا وروستی او څلوردېرشم کانسونینټي فونیم دی. دا فونیم هم پزیز او ستونیز تلفظیږي. په کلمه کښي  د انْګ او نْګ تر تورو وروسته د [h=هـ ] فونیم  راځي.

سیمي واولونه

الف: سیمي واولونه په پښتو ژبه کښي  (semi vowels):

نیمواک هغه ډول اوازونه دي چي د خپلواک او بېواکو اوازونو تر منځ منځګړیتوب کوي. د واول او کانسونینټ په دواړو بڼو سره ادا کیږي. په پښتو کښي  نیمواک اوازونه دوه دي. ( y,w)

لکه:  ور(war)، یو(yaw)

سیمي واولونه په اوستا کښي

په اوستا کښي  هم د پښتو ژبي په څېر  دوه سیمي واولونه سته خو په څلورو ګرافیمونو کښي  چي په لاندې ډول دي. (w,y )

[B]، [w]،[y]،[Y](= w,y)

دیفتانګونه

الف: په پښتو کښي  دیفتانګونه:

کله چي خپلواک او نیمواک اوازونه سره یو ځای سي غبرګږغونه رامنځته کیږي چي لومړۍ برخه يې خپلواک او دوهمه يې بېواک وي او دیووستوي آواز په څېر یو وار له خولې راوځي په پښتو ژبه کښي  ټول یوولس دیفتانګونه سته او پر دوو برخو وېشل کیږي:

۱: اسمي غبرګږغونه: پلۍ(paly)، بېنډۍ(bendy )، ډولۍ(doly)

aw,w,ew,iw,әw,ay,y,oy,uy,әy

۲: فعلي غبرګږغونه: ولیکئ()، وخاندئ()ځئ

ب: په اوستا کښي  دیفتانګونه

په اوستا کښي  هم دیفتانګونه سته   چي په دې ډول دي:

[ ōi=iOوی]، [әu =uVأو]، [ao =oaاو]، [ aȇ =Eaای]،  [ آی =iA i

وآ]u =Au[

ځینې واولونه چي هغه ته ږغیزمرکب(دیفتانګ) وایو، له آره باید په یوه ږغیز توري وویل سي ، خو ډېری وختونه، لوستونکی کله چي دوه ږغه ویني هغه د دوو ږغیزو فونیمونو په توګه لولي. ځکه نو دا دوه ږغیز توري دي. چي د وینګ په وخت کښي  خوله د لومړي فونیم بڼه خپلوي، مخکښي له دې چي د لومړي فونیم وینګ پای ته ورسیږي د دوهم فونیم بڼه غوره کوي.چي دا دیفتاګونه په اوستايي ژبه کښي په پورتني ډول دي.

کلسټرونه(consonant cluster)

الف : په پښتو ژبه کښي

په پښتو ژبه کښي  بېواک مرکبونه پرېمانه دې چي د دوو بېواکو غبرګږغونو له یو ځای کیدو څخه رامنځته کیږي، ځکه نو داسې بېواک مرکب ته کلسټر وايي چي د کلمو په سر منځ او پای کښي  راځي:

لکه: لمر، شپه، ژوند، پند او نور…

ب : کلسټرونه په اوستا کښي

په اوستا ژبه کښي  هم کانسونینټ کلسټرونه سته   چي د دوو بېواکږغونو په پایله کښي  رامنځته کیږي.

د کلمو په سر کښي  : (nZ + ژن په ,unZ ژنو = زنګون کښي ).ست st  ts په uts : (ستو stu= ستایل)کښي .

د پښتو ژبي متروک فونیمونه

الف: کښ ṣk

زما په اند دا هم د پښتو ژبي له مرکبو متروکو فونیمونو څخه دی چي په پښتو کلماتو او لغاتونو کښي  محسوسیږي. ما دا فونیم هغه وخت درک کړ کله چي مې دزده کړي په وخت کښي د سانسکریټ ژبي د ګرافمیونو تمرین کاوه. هورې د هندي عالم د (k.srinivasachari,Learn Sanskrit in 30 days)() کتاب کښي  د یوه ګرافیم سره مخ شوم چي کښ ṣk تلفظېده سمدستي مې پام سو  چي د کانسونینټونو په لړ کښي وروستی ځای لري. دا فونیم موږ په پښتو ژبه کښي  هم لرو دا نظر مې د استاد حبیب الله رفیع صاحب سره شریک کړ هغه ویل زه هم دې فونیم ته متوجه سو ی یم او په ډاډ يې راته وویل چي هو دا فونیم په پښتو ژبه کښي  سته او محسوسیږي خو متروک دی. تر اوسه يې په ځینو پښتو کلمو کښي اغېز سته لکه : کښېناست، کښونکی، کښل،کښته،کښې ایستلی(مبتلاکړی)، کښې(دننه)کښې(د نازل او اورېدلو په معنا)

میرزاخان انصاري وايي:

له اوره يې ښه باران په ځمکه (کښې)کا

ځای په ځای يې نباتات باندي کرلي

خو هر (کښ) چي د کلمې په سر کښي  راسي هغه د (کښ) فونیم نه سو بللای ځکه کله چي یاده کلمه په فونمیکه الفباء ولیکو که د (ک او ښ) تر منځ حرکت راغی باید پوه سو  چي دا د (کښ) فونیم نه دی. لکه: کښ(خط، لاره) فونیمکه بڼه يې (ṣka) یا هم کښت = کرهڼه t)ṣka) او داسې نور…

ب: خښ ṣx

خښ هم دپښتو ژبي له متروکو فونیمونو څخه دی. دا یو مرکب ستونیز او مښتی تالوییز فونیم دی کله چي د دې فونیم د تلفظ له پاره ږغ پیل سي د (خ) ږغ لا نه وي پای ته رسېدلی چي ږغ د ښ مخرج ته ورننوځي.

مثال: نخښه، بخښه او نور…

په اوستا کښي  ځانګړي لیک نخښي

,     یو ټکی د کلمو په پای کښي  راځي.

,,     درې ټکي د لنډ توقف لپاره راځي.

.    درې کړۍ د اوږده توقف لپاره راځي.

..    شپږ کړۍ د فصلونو په پای کښي  راځي.

د ایتمولوژۍ له مخې د پښتو او اوستا د ځینو کلمو پرتلنه

دا هغه ډول کلمات دي چي شریکه ایتمولوژي ریښه لري او له ۳ – ۴ زره کاله را په دې خوا په دواړو ژبو کښي  د استعمال همزولی تاریخي شالید لري:

اوستا             پښتو معنا

, Cxab(baxa بخښا = بخښه)

anCxoar(roxnaروخښانه = روښانه)

,ratip( pitar پیتر= پلار)

,atips(spita سپیته = سپین)

,Itiawan(nawaitناویتي = نوی) په اوستا کښي  د tĪ  زیاتېدو په توپیر.

,Arunat(tanurتنوره = تنور) یوازې توپیر د اوستا په متحرک الآخره.

,raW(war وار = اورېدل) د الف واول د قلب او اوښتون په تغیر.

ram ,(mar مر = مړ) د اوستا د (ر) په مقابل کښي  د پښتو(ړ) په توپیر.

,yanaj:(janay جنۍ=نجلۍ)کټ مټ په پښتو کښي  سته خو په څه معنایی توپیر(جنی: نجلی) په اوستا کښي  په عام ډول د ښځې لپاره راغلی دی خو په پښتو کښي د ښځینه سن لومړنۍ دوره چي لا دښځې مرحلې ته نه وي رسېدلې.)

,yatij: (jitai : جیتی = سانسکریټ : جیت = جوند ، ژوند، زندګي)

,raX: (ar xw : خور = خوراک)

,anvrak: (karәna: کرنا= کوڼ)

,ayDiam:(maiĴya: میځیا= مینځ)

,awan:(nawa: نوا= نوی، جدید)

,natNad: ( datan: دڼتان= داڼه= داړه ، غاښ)، دندان هم فارسي کلمه نه بلکي  اوستايي ده.

,amsa: ( :asmaاسما= اسمان) په پښتو کښي  د ورستي nد زیاتېدو په توپیر.

,akus: (suka: سوکه = سوک، مټ، یو مټ یا ګېډۍ غنم)په اوستا کښي  د متحرک الآخر په توپیر.

,unZ: (žnu: ژنو = زنګون)

,ayKam: ( mašyaمشیا = مشر، مېړه، نارینه)

,uh:(هو= hu) ، ښه کټ مټ د منښت په معنا

doab     (baod:بود = بویېدل)

yab(bay:بای= بېرېدل)

,aranuh:(  :hunaraهُنره = هنر) داوستا د متحرک الآخر په توپیر.

,uts : (stu:ستو = ستایل)

,arAs: ( sra:سارا= سر، کله) د یوازې اوستا د متحرک الآخر په توپیر

,atAK: ( šᾱta :شاتا= ښاد) یوازې د قریب المخرجه (ت) او (د) د ابدال په توپیر.

unAz (znu: زانو = زنه ، زنخدان)

پایله:

معاصرو څېړنو وښوول چي پښتو ژبه د خپلو ګاونډیو ژبو لکه سانسکریټ، باختري او په خاص ډول له اوستا سره ژورې فونیمکي  اړیکي لري. حتی ځینې داسې ږغیز او ویښتي شراکتونه يې تر منځ لیدل کیږي چي سړی فکر کوي دا ژبي به یواځې په ویښتي(لهجوي) توپیر سره بېلي وي نورې کیدای سي یوه ژبه وي. که غواړو لرغونې پښتو په علمي لحاظ ثبوته کړو نو دمګړی یې یواځینۍ لاره د خپلو همزولو او ګاونډیو ژبو سره چي تاریخي سندونه او لاسوندونه لري د پښتو ژبي فونولوژیکي پرتلنه وکړو. ځکه موږ دپښتو ژبي لرغونې څرکونه په همدې پخوانیو ژبو کښي  موندلای سو . د اوستا او پښتو ژبي فونولوژیکي اړیکي اوږدو څېړنیز شننو او بحثونو ته اړتیا لري دلته یې یوازې یوه لنډه یادونه وسوه.

اخځلیک او لمنلیک

  1. : خلیل الله اورمړ، د اوستایي ژبي فونولوژیکي بدلونونه، کابل(مجله)، ۷ګڼه، ۱۳۹۲لمریز، ۵مخ.
  2. : حبیبي، علامه – پوهاند عبدالحی، د پښتو ادبیاتو تاریخ،دانش خپرندویه ټولنه، درېم چاپ، ۱۳۹۷لمریز،۲۱۳مخ.
  3. : دکتور، خلیل الله، مقدمۀ بر زبان اوستا، د افغانستان دعلومو اکاډمي، دایرة المعارف مرکز، ۱۳۹۲ش، ۹۸مخ.
  4. : هلالي، دکتور عبدالحکیم، د پښتو ژبي فونولوجي، د افغانستان د علومو اکاډمي دژبو او ادبیاتو مرکز، د پښتو ژبي او ادبیاتو انستیتوت،کابل، ۱۳۷۰ش،۶۰ ، ۶۲ مخونه.
  5. : حبیبي، علامه عبدالحی، شل مقالې،شپږمه برخه، د پښتو ږغپوهنه یا فقه الصوت، نارنج خپرندویه ټولنه کندهار،۱۳۸۳ش، ۱۳۹مخ.
  6. : رفیع، څېړندوی، حبیب الله، په پښتو کښي  معدوله واو، دافغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۸۸لمریز، ۱۸مخ.
  7. : رفیع، څېړندوی، حبیب الله، په پښتو کښي  معدوله واو، دافغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۸۸لمریز،۱۰، ۲۷مخونه.
  8. : رفیع، مخکنی اثر، ۶۳، ۱۰۸، ۱۴۰ مخونه.
  9. : رفیع، څېړندوی، حبیب الله، په پښتو کښي  معدوله واو، دافغانستان د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبیاتو مرکز، ۱۳۸۸لمریز،۳۸مخ.
  10.  : احمدي، فضیله، د پښتو او اسیتي ژبو د فونولوژیکي اړیکو څېړنه، د افغانستان علومو اکاډمي، یو کلنه علمي پروژه ۱۳۹۶-۱۳۹۷ ، ناچاپ.
  11. : پنزل، هربرت، د پښتو ګرامر، ژباړن محمد رحیم الهام، دوهم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۸۹لمریز، ۳۶مخ.
  12. : بدخشي، شاه عبدالله، د افغانستان دځینو ژبو او لهجو قاموس، پښتو ټولنه کابل، ۱۳۳۹لمریز،۲۰،۱۸مخونه.
  13. :رفیع، څېړنوال، حبیب الله، زنځیری، د افغانستان د علومو اکاډمي- کابل، ۱۳۶۱ لمریز، ۱۱۸، ۱۱۹مخونه.
  14. :رښتین، پوهاند، صدیق الله، پښتوګرامر، ژباړن سیدمحی الدین هاشمي،یونیورسټي بُک ایجنسي، پېښور،دوهم چاپ، ۲۰۱۴م، ۲۶مخ.
  15. : بدخشي، شاه عبدالله، د افغانستان دځینو ژبو او لهجو قاموس، پښتو ټولنه کابل، ۱۳۳۹لمریز، ۷۱مخ.
  16. : زنځیرۍ مخکنی اثر، ۹۵ مخ.
  17. : بهرامي، احسان، فرهنګ واژه های اوستایی، دوهم ټوک، نشر بلخ – ایران، ۱۳۶۹ش.۶۵۳مخ
  18. : زیار، پوهاند،دکتور مجاور احمد،پښتو پښویه،څلورم چاپ، دانش خپرندویه ټولنه، ۱۳۹۶لمریز،۶۷مخ.
  19. : زنځیرۍ،۸۲،۸۳مخونه.
  20. :زنځیرۍ، پورتنی اثر،۸۱مخ.
  21. : ما(دوست) چین ته په سوداګریزه موخه تګ راتګ کړی، هورې مې د چینايي ژبي د زده کړي کورسونه هم تعقیب کړي دي، ځکه په ډاډ سره خپل دلیل وړاندي کوم.
  22. :پنزل، هربرت،۵۲مخ.
  23. :زنځیری، ۱۰۷، ۱۰۹مخونه.
  24. : پښتو- پښتو تشریحي قاموس،دریم ټوک،د افغانستان دعلومو اکاډمي دژبو او ادبیاتو مرکز،دوهم چاپ، دمدیوتیک د ټولیزو رسنیو مرکز، ۲۰۳۴مخ.
  25. : پنزل، هربرت، دپښتو ګرامر، مخکنی اثر،۵۰مخ.
  26. :زنځیری، پورتنی اثر، ۱۱۵مخ.
  27. : پنزل، هربرت، مخکنی اثر، ۳۳مخ.
  28. : پښتو- پښتو تشریحي قاموس، د علومو اکاډمي، لومړی ټوک، د میدیوټیک چاپ، ۱۳۸۳لمریز،۱۰۴مخ.
  29. : k.srinivasachari,Learn Sanskrit in 30 days,sri jnakiraman offset printers,19th,Ed India,2002,p,17
  30. : A.V.W. JACKSON,AVESTA GRAMMAR AND READER,ASATIR TEHRAN 2004,P1-3
  31. M.monier.williams,Sanskrit-English Dictionary,16th reprint:delhi,2011
  32. Kavasji sdalji kanga, English-Avesta dictionary, Bombay- India, 1909

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب