جمعه, مې 17, 2024
Homeټولنیزعامه پوهاوی | محمد تمیم رحیم زی

عامه پوهاوی | محمد تمیم رحیم زی

موږ په ورځني ژوند کې له بېلابېلو پېښو سره مخ کېږو او دا پېښې زموږ د ژوند له هرې غوټې سره تړاو لري. ژوند د یو شمېر منظمو او غیر منظمو کړو – وړو ټولګه ده، ځینې وخت مو چارې عادي او په منظم ډول پر مخ ځي او ځینې وخت بیا د یو لړ لاملونو له امله له خنډ یا ځنډ سره مخ کېږي. ښايي موږ د دې لاملونو په اړه نسبي پوهاوی ولرو، خو ځینې لاملونه دي چې د هغې د درک لپاره ژور پوهاوي ته اړتیا وي.

عامه پوهاوی د یو شمېر منل شویو اصولو پر بنسټ د یوې ټولنې د مېشتو د منلو وړ ګرځي. هره ټولنه خپل بېل دود او دستور لري او خلک یې یادو دودونو ته ارزښت ورکونه؛ د ځان ارزښت بولي. د نورو ټولنو او فرهنګونو سره د اړیکو ټینګښت د یو لړ قوانینو، اصولو، مقرراتو او پرنسیبونو د درناوي پر بنسټ کېږي. که چېرې د اړیکو د ټینګولو ښکارندې ته تم شو؛ نو لیدل کېږي چې تر هر څه دمخه د شاملو لورو ترمنځ باید د پېژندنې د وړ څیز پوهاوی رامنځته شي، له هغې وروسته بیا د پاتې پړاوونو د ترسره کېدو ستنې ځای پر ځای کېږي. که چېرې د لومړنۍ لیدنې – کتنې حالت د دواړو لورو د خوښې او منلو وړ وګرځي، نو په هغه صورت کې بیا د اړیکو لړۍ رامنځته کېدای شي. دا هغه حالت دی چې د عامه پوهاوي له مخې د نوې اړیکې بنسټ اېښودل کېږي.

د یو پړاو له پیل مخکې د هغې هره برخه باید په پوره او خپلواک ډول ژوره مطالعه شي، دا مطالعه موږ ته د دې وار راکوي چې د هغه پړاو له شته فرصتونو او امکاناتو په پوره توګه ګټه واخلو. د بېلګې په ډول: ژوند د اړیکو پر بنسټ د مختګ مسیر ټاکي. که چېرې اړیکې مثبتې وي، نو د مسیر پایلې به مو هم تر ډېره حده مثبتې وي او که چېرې اړیکې سمې ټینګې نشي نو بیا راتلونکي کې منفي پایلې په بر کې درلودی شي؛ نو له دې بېلګې دا نچوړ ترلاسه کېږي چې که چېرې اړیکې مخکې له مخکې سمې مطالعه شي، نو په راتلونکي کې د ستونزو له راتګ او خنډونو تر ډېره د مخنیوي لارې – چارې برابرېدای شي.

نو له دې ټولو سره عامه پوهاوي ته څومره اړتیا ده؟

جګړه کې د یوه هېواد لپاره تر ټولو لویه ناکامي دا ده، چې عامه پوهاوی یې ړنګ کړئ.

دا ټکی که چېرې په لویه کچه وارزول شي، نو په دې کې یو لوی درس پروت دی؛ هغه دا چې که چېرې د دوو هېوادونو جګړه په پام کې ونیسو نو هغه هېواد چې یوازې پر خپلو نظامي امکاناتو تمرکز کوي، د هغه هېود په پرتله چې د کمو نظامي امکاناتو په لرلو د عامه پوهاوي پر ګډوډولو کار کوي؛ څو ګامه شاته دی. دا ځکه یو کس هغه مهال د بریا لوړو څوکو ته رسیږي چې د اړونده ښکارندو (پدیدو) په اړه یې عامه پوهاوی لوړ وي.

د عامه پوهاوي په اړه یوه ژوندۍ بېلګه دا ده، چې د وري ۱۸ مه د روغتیا له نړیوالې ورځې سره برابره ده، د روغتیا د نړیوالې ورځې په اړه په جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت وویل، چې نن ورځ افغانستان پرمختللي روغتیايي امکانات لري، په لوړو زده کړو سمبال رنځور پوهان لري، د درملنې په برخه کې له پرمختللو ماشینونو کار اخلي او د نړیوال معیار د درلودو درمل لري؛ خو هېوادوال مو د درملنې په موخه پاکستان، هندوستان یا ځینو نورو هېوادونو ته ځي.

دا ولې؟؟؟

دا ځکه چې هېواد کې د شته امکاناتو په اړه عامه پوهاوی نه دی رامنځته شوی، په دې برخه کې کار نه دی شوی، دلته په هېواد دننه د درملنو او پر امکاناتو د باور فضا نه ده رامنځته شوې؛ نو دې بېلګې ته په کتو سره د عامه پوهاوي ارزښت څرګندیږي.

عامه پوهاوی په عامه مانا د ژوندانه د لارو – چارو په برخه کې د ذهنیتونو روښانول دي، پېچلتیاوې له منځه وړل دي، فکري ودې ته تبارز ورکول دي، د نښویزې ژبې زده کول دي، د چاپېریالي تشو ډکول دي، د چم – ګاونډ ژوندانه د اصولو منل دي، متقابل درناوی دی، په عامه توګه د ښکارندو په هکله واحد تعریف دی، زه او ته – ته او زه پېژندل دي، د مثبتو اندونه زېږنده ده، د ښه تحلیل د کچې لوړېدل دي، د غور او تمرکز د اړیکو د ګټې اخیستنې چاره ده، مثبت بدلون لپاره د خوځښتونو رامنځته کول دي، د عامه امن غورځنګونه دي، د فکري ارام بستره غوړول دي، د تګ – راتګ د اصولو پر ځان منل دي، د ځان غوښتنې کنټرول دی، د وړتیاوو تفکیک دی، د توپیري چلند پوهاوی دی، د مېشتو د حقوقو ورکړه ده، له مشر او کشر سره سلا ده، د شفقت احساس رامنځته کول دي، د خواخوږۍ د وړانګو خپرول دي، د لاسنیوي د دود عامول دي، د ارزښتونو درناوی دی، د احساس درک دی، د پیوستون د مزي غځول دي، د سمونو رامنځته کول دي، له توهین او تحقیره ډډه کول دي، د سپارښتنو په نظر کې نیول دي، ویښتیا رامنځته کول دي،  په ټوله کې خلکو ته د عمومي پوهې ورکړه او خبرتیا ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب