چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبد ادراکي ژبپوهنې بنسټي اصول او مفاهيم

د ادراکي ژبپوهنې بنسټي اصول او مفاهيم

ليکوال: محمد راسخ مهند

ژباړه او پښتو بېلګې: اجمل ښکلی

دويمه برخه

جوړښتي ژبپوهنه ژبه د جوړښتي نظام په توګه مطالعه کوي او داسې يوه ذهني ښکارنده يې بولي، چې د انسان له بدن او تجربو سره هېڅ سروکار نه لري؛ خو ادراکي ژبپوهنه د انسان د تجربو پر اهميت، بدن او له نړۍ سره د بدن پر تعامل ټينګار کوي. جانسون(1987) د انځوريزو سکيماوو[1] د مفهوم پر بنسټ پر دې باور و، چې د انسان بدني تجربې د سکيماوو په بڼه د انسان په ادراک کې ځای نيسي. په دې سکيماوو کې يوه سکيما د حجم سکيما[2] ده. (7) بېلګو ته وګورئ:

7) الف. احمد په ښه ځای کې پرېوتی.(يعنې معاش يې ښه دی)

ب: علي په خبره کې راوغورځېد.

په دې بېلګو کې د (ځای) او (خبرې) غوندې انتزاعي مفاهيم داسې ښودل شوي، لکه حجم او ظرفيت چې لري، چې يو څوک پکې ورغورځېدای شي. د دې لامل دا دی، چې د ذهني مفاهيمو په اړه زموږ ذهني ادراک پر عيني مفاهيمو ولاړ دی او دا عيني مفاهيم موږ په بدن تجربه کوو؛ نو په ادراکي ژبپوهنه کې ذهني ادراکي له بدني ارجاع سره په تړاو کې مطالعه کېږي او تعامل يې هم مهم دی.

ادراکي ژبپوهنه په دوو لويو حوزو ويشلای شو: ادراکي ماناپوهنه او ادراکي ګرامر. لکه پاس مو چې وويل، په ادراکي ژبپوهنه کې د مانا مطالعه مرکزي اهميت لري او مانا ذهني ماهيت لري. په دې توګه ادراکي ماناپوهنه د مانانپوهنې له نورو ليدتوګو سره په تضاد کې ده. په دې کې منطقي ماناپوهنه[3] ده، چې د جملو د مانا پر منطقي جنبو او محمولونو ټينګار کوي، د رښتيا دروغو(صدق و کذب) ماناپوهنه ده، چې د محمولونو او واقعي نړۍ پر اړيکه غږېږي، رغښتي ليدتوګه ده، چې مانا د ژبې د داخلي مانيزو اړيکو پر بنسټ مطالعه کوي او چلنواله ماناپوهنه ده، چې مانا له محرک او ځواب سره په تړاو کې مطالعه کوي. دا نورې ماناپوهنې، مانا ته د يوې ذهنې ښکارندې په سترګه نه ګوري. په ادراکي ژبپوهه کې بايد لومړی د ادراکي ژبپوهنې ماناپوهنيز ماډل موجود وي، چې پر بنسټ يې ګرامر وڅېړو. ادراکي ژبپوهنه د انساني تجربې، د مفاهيمو د نظام او د ژبې د مانيز رغښت پر خپلمنځي اړيکو غږېږي.

د ګرامر په اړه ادراکي کړلارې متنوع دي، چې مهمترينه پکې د لانګاکر ده. د ادراکي ژبپوهنې[4] تر ټولو مهم کس او سرلاري لانګاکر خپله ژبنۍ نظريه ادراکي ګرامر بولي(لانګاکر 1986)، چې په ( 1987 ) او ( 1991 )کې يې د ادراکي ګرامر په بنسټونو کې معرفي کړ. لانګاکر په دې اثر کې د ادراکي ژبپوهنې مهمترين مفاهيم وړاندې کړل، چې تر اوسه د اعتبار وړ دي او د دې ليدتوګې اصلي مفاهيم ګڼل کېږي.

دا په ادراکي ګرامر کې مفصلترينه او موجزترينه نظريه ده، چې تر اوسه مطرح شوې. نوموړی ژبه له نورو ادراکي څانګو بېله نه ګڼي او نحوه هم د ژبې له نورو څانګو نه جلا کوي. د لانګاکر ادراکي ګرامر د زېږند ګرامر له ليدلوريو بېخي مختلف دی(29مخ)، خو د چاروالې ليدلوري ته نېژدې دی.

فيلمور او کي(1999(، ليکاف(1987)، ګلدبرګ(1995) او کرافت(2002) هم ګرامر د ادراک له زاويې مطالعه کوي؛ خو د هغوی کړلار د لنګاکر له هغې سره ځينې توپيرونه لري. هغوی هڅه کړې، چې د ژبنيو واحدونو يو لړليک جوړ کړي، چې په دې توګه يې رغښتي ګرامرونه[5] بللای شو، چې ژبني واحدونه سېمبوليک واحدونه بولي او هغو ته رغښتونه وايي.

لنډه دا چې ادراکي ژبپوهنه ژبه د ادراک له رغښت يا ذهن سره د همغږۍ له مخې څېړي. په دې ليدتوګه کې ژبه د ذهن هېنداره ګڼل کېږي. ادراکي ماناپوهنه او ادراکي ګرامر د دې ليدتوګې دوه اصلي څانګې دي. ادراکي ماناپوهنه د انساني تجربې، ادراک او ژبې ترمنځ پر تړاو غږېږي او په ادراکي ګرامر کې سېمبوليک واحدونه چې ژبه جوړوي، مطالعه کېږي.

عموميت ته د ژبپوهنې په بېلابېلو کړلارو کې پام شوی. د عموميت ماهيت د ژبې د څېړنو له مخې په هره ليدتوګه کې مختلف دی. جوړښتي ژبپوهان، په تېره چامسکي ژبنی عموميت(چې د ټولو ژبو ترمنځ ګډ او نړيوال وي؛ ژباړن) د اصولو او پارامترونو په نظريه[6](چامسکي 1981( کې مطرح کوي او د ژبنيو مشترکاتو ماهيت په هغو اصولو کې ويني، چې په طبيعي ډول د هر انسان د خبرو وړتيا جوړوي. له بله پلوه ګرينبرک(1963) او پلويان يې ژبني عموميتونه يا نړيوالتوبونه د هغوی د ټايپولوژيکې څېړنې پايله بولي او د عموميتونو بېلابېلو ډولونه راپېژني. د دوی څېړنې ښيي، چې په زياترو مواردو کې د ژبو ترمنځ پرېکنده مشترکات[7] نشو موندلای چې په يوه ژبه کې دې هم استثنا و نه لري؛ خو داسې شرايط شته چې په مشروط ډول (د تلويحي عموميتونو[8] غوندې) ژبنې مشترکات ښيي. ادراکي ژبپوهان هم د ژبو ترمنځ د ګډو ټکيو د موندلو هڅه کوي. د دوی په اند، څرنګه چې پر انسانانو حاکم ادراکي اصول ګډ دي او له بله پلوه په ګډه مادي نړۍ کې ژوند کوي؛ نو په ژبو کې د ګډو ټکيو يا ورته واليو موندل ممکن دي؛ خو بيا هم ژبې سل په سلو کې يو ډول نه دي، توپيرونه هم لري او د دې لامل دا دی، چې د بېلابېلو ژبو د ويونکو مفهومي نظامونه بيلابېل دي، نو ترمنځ يې توپيرونه هم شته.

ادراکي ژبپوهنه پر دې باور ده، چې ژبه د انسان مفهومي رغښت او سيستم منعکسوي، نو د ژبو ترمنځ توپيرونه هم د ذهن د مفهومي رغښت له رنګارنګۍ سرچينه اخلي؛ خو څرنګه چې دا مفهومي نظامونه د ګډې مفهومسازۍ له وړتيا نه راوتي؛ نو ادراکي ژبپوهنه د ژبې د ګډو ټکيو د ډلبندۍ پر ځای د ادراکي وړتياوو ګډه ټولګه راپېژني. په بله وينا، ادراکي ژبپوهان ژبني مشترکات د ادراکي وړتيا په مشترکاتو کې ويني.

په دې ليدتوګه کې د زېږندو ژبپوهانو د ژبې د مشترکاتو پر طبيعي والي شک کېږي. دوی ژبه د انسان د ادراکي وړتياوو هېنداره بولي. د بېلګې په توګه موږ د ماورا بنفش رنګونو د ليدور وړتيا نه لري. له همدې امله موږ د رنګونو دا ډول نشو تجربه کولای. د بدن د وړتيا دا محدوديت زموږ تجربه محدودوي. زموږ دا بيوسي په ژبه کې راښکاره کېږي او موږ د دې رنګونو لپاره مفاهيم نه لرو. دا د بدن، ادراک او ژبې د تعامل يو ډول دی. پر دې بنسټ زموږ بدني محدوديتونه زموږ ادراک او ادراک زموږ ژبني مفاهيم محدودي او دا محدوديتونه د ژبې د مشترکاټو برخه ده.

همدا راز  د انسانانو د ژوند چاپېريال هم ډېر ورته والی لري. په هر ځای کې د جاذبې قانون حاکم دی. دا چاپېريالي مشترکات هم د انسان په تجربو او په پای کې په ژبه کې ځان ښيي.

انساني تجربې هم په دوه ډوله دي: يو عيني تجربې دي، چې د انسان د حسي ځواک په مټ ترلاسه کېږي، لکه د مکان، حرکت او تنفس د مفهومي حوزو درک. دويم ډول يې انتزاعي تجربې دي، چې د عيني تجربو په مټ درک او بيانېږي، لکه د مکان په مټ د زمان د حوزې مفهومسازي(د الف (2) غوندې بېلګه). ليکاف(1990( د مفهومي استعارې[9] په برخه کې پر دې غږېدلی دی. يعنې د (مينې غوندې) انتزاعي حوزه (د سفر غوندې) د عيني حوزې په مټ مفهومسازي شوې. د عيني تجربو په برخه کې دا ټکی د يادولو وړ دی، چې څه چې موږ درک[10] کوو، دقيقا له هغه څيز سره برابر نه دي، چې  تجربه کوو يې.

په اصل کې ځينې ميکانيزمونه زموږ تجربې د درک وړ کوي. ګشټالټي ارواپوهانو[11] د دې ميکانيزمونو له پېژندلو سره دلچسپي وښوده، چې له نيمګړيو تجربو نه بشپړ يا ګشټالټي درک ترلاسه کېږي. په اصل کې ګشټالټي اصول زموږ تجربه منظموي او محدودوي. د بېلګې په توګه انسان هره صحنه د چاپېر او څيز په دوو برخو وېشي. څېز د صحنې يوه برخه ده، چې برجسته شوې او په چاپېر کې ځای پر ځای ده. د بل ګشټالټي اصل پر بنسټ، هغه توکي چې په يوه صحنه کې يو بل ته نېژدې وي، يو کل جوړوي. د بېلګې په توګه په (4) بڼه کې ټکي د نېژديوالي له امله د ستون په بڼه ښکاري؛ خو په (5) بڼه کې په همدې دليل د رديف په بڼه ښکاري.

4 بڼه.

5 بڼه.

د بل ګشټالټي اصل پر بنسټ هغه توکي چې، يو ډول بڼه، رنګ او اندازه ولري، د يوه کل په بڼه درک کېږي. لکه د (6) بڼه چې د ستون په بڼه ښکاري.

6 بڼه.

همدارنګه نيمګړي بڼې زموږ ادراکي نظام بشپړې درک کوي. مثلا (7) بڼه د يوه بشپړه مثلث په بڼه ښکاري، ګنې پکار وه، چې د درو نيمګړو دايرو په توګه ښکارېدای.

7 بڼه.

بل ګشټالټي اصل ښيي، چې انساني ادراک نښتو بڼو ته ترجيح ورکوي. د بېلګې په توګه په (8) بڼه کې درې مستطيله بشپړ ښکاري.

8 بڼه.

او د پای خبره دا چې د انسان ادراکي نظام واړه ماهيتونه تر غټو بڼو اخلي، ځکه چې منسجم وي. مثلا  په (9) بڼه کې تر راغليو څلورو سپينو مثلثونو څلور تورې بڼې ښې درک کوي.

9 بڼه.

دا ګډ ګشټالټي اصول ښيي، چې د انسان د ادراک شيوه د واقعي تجربو په درک کې محدوده ده او همدا محدوديت د ادراک په دود(طرز) کې راښکاره کېږي او مشترکات پيدا کوي.

د انسان د ادراکي ګډ د ټوليو ډلبندي ده. . روش[12] په 1970لسيزه کې په ازمايښتونو کې ثابته کړه، چې د ټوليو په اړه زموږ درک او په ټوليو کې د توکيو د ځای پر ځای کولو دود(طرز) ذهني رغښت لري او مخبېلګه پکې مهم نقش ترسره کوي.

يو مشترک اړخ چې ادراکي ژبپوهنه يې په اړه غږېدلې، د مکان په حوزه کې مفهومسازي ده. د (8) بڼې جملې په دې حوزه کې مفهومسازي ښي:

8) الف. سايکل د کليسا تر څنګ دی.

ب. ؟ کليسا د سايکل په خوا کې ده.

دا دواړه جملې يوه صحنه ښيي؛ خو يو هومره کارونه نه لري او دويمه اورېدونکي ته عجيبه[13] ښکاري. لامل يې په ګشټالټي اصولو کې موندلای شو. د يوه ګشټالټي اصل له مخې ذهن يوه صحنه د چاپېر او څيز په دوو برخو وېشي، چې دا وېش يو لړ اصول لري. سايکل چې وړوکی دی، د څيز او کليسا چې لويه ده، د چاپېر په توګه ټاکل کېږي.

همدارنګه څيز تر چاپېر د خوځېدو ډېره وړتيا لري او پر صحنه تازه ورزياته شوې. يعنې کليسا له مخکې په صحنه کې وه او سايکل وروسته راغلی، ورسره ولاړ دی. د څيز برجستګي تر چاپېر ډېره ده او په زړه پورې او پاموړ دی. مطلب دا چې ويناوال او اورېدونکي په غالب ګومان د کليسا د پتې پر ځای د سايکل د ځای په اړه غږېدلي. په پای کې به دا هم ورزياته کړو، چې سايکل تړلی او چاپېر خپلواک دی. سايکل په کليسا پوري تړلی. د دې دلايلو په رڼا کې ويلای شو، چې په پښتو کې لومړی څيز، ورپسې چاپېر راځي. پر دې بنسټ الف (8) عادي او ب (8) چې د دې برعکس مانا ښيي، عجيبه ښکاري. تالمي(2000) د مکان د حوزې دا ډول مفهومسازي او پر چاپېر او څيز يې وېش په ادراکي مشترکاتو کې شمېري. البته له چاپېر سره د څيز رابطه بېلابېلې بڼې ولري. (9) جملې د يوې صحنې کليت ښيي:

9) الف. پارک د کابل پوهنتون په خوا کې دی.

ب. پارک د کابل پوهنتون په شمال کې دی.

په الف (9) جمله کې په چاپېر کې له يوې نقطې(کابل پوهنتون) سره د څيز(پارک) اړيکه مشخصه شوې؛ خو په ب (9) جمله کې د څيز اړيکه د ارجاع له دوو نقطو سره ټاکل شوې، چې يو لومړنی (کابل پوهنتون) دی او دويم (د ځمکې جغرافي لوری) دی، تالمي(2000) په څيز او چاپېر د مکاني صحنې او د ارجاع په ډولونو د چاپېر وېش د ادراکي مشترکاتو برخه ګڼي.

د مهال په مفهومي حوزه کې هم ژبې مشترک ټکي لري. (10) جملې وګورئ:

10) الف. اختر رانېژدې شو.

ب. اختر ته ورنېژدې کېږو.

ج. روژه تر اختر مخکې وي.

له ادراکي پلوه مهال په درې ډوله درک کېږي: د حرکت په ډول، د شخص د حرکت او د مهال د اوږدوالي(تداوم) په ډول. پر دې بنسټ په الف (10) جمله کې مهال د حرکت په ډول مفهومسازي شوی. يعنې اختر حرکت کولای شي او موږ ته رانېژدې کېږي. په ب (10) جمله کې د شخص د حرکت په ډول مفهومسازي شوی او داسې ښکاري لکه ويناوال چې اختر ته ورروان وي او په ج (10) جمله کې مهال د بهير يا تداوم په بڼه راغلی دی.

همدا راز مهال په ژبه کې د بېلابېلو وييزو مفاهيمو په بڼه درک کېږي.

11) الف. سږکال اختر ډېر ژر راغی.

ب. اخر هم اختر راغی.

ج. سږنی اختر تر پروسږني اختر ښه و.

په الف (11) جمله کې وخت په خپره[14] يا راټوله بڼه مفهومسازي شوی. په ب (11) جمله کې د شېبې[15] په بڼه بيان شوی او په ج (11) کې د پېښې[16] په بڼه راغلی. دا په بېلابېلو ژبو کې د مهال مفهومسازۍ ګډ ټکي ښيي.

زياتره ژبپوهنيزې نظريې ژبنۍ پوهه د ژبې له کارونې بېلوي. د بېلګې په توګه په زېږند ګرامر کې وړتيا (د ژبې پوهه) او فعاليت (د ژبې کارونه) دوه بېل شيان دي. ادراکي ژبپوهنه د ژبې د پوهې او فعاليت دا دوه مخي نه مني او وايي، چې د ژبې پوهه د ژبې د کارونې يا فعاليت زېږنده ده او د ژبې پوهه همغه د ژبې د کارونې ډول دی. په بله وينا، د ژبې رغښت د ژبې له نقش څخه نه بېلېږي. دا خبره ادراکي ژبپوهنه له جوړښتي ليدتوګې لرې کوي او چاروالو ته يې ورنېژدې کوي(رك دبیرمقدم 1383 ،فصل اول).

کرافت(2001، 26 مخ) ويناييزه ټوټه[17] د غږونو د زنځير مشخصه او واقعي پېښه ګڼي، چې تلفظېږي، نحوي رغښت لري او په يوه قرينه کې له مانيزه او کاروني پلوه تعبيرېږي.” د ويناييزې ټوټې د څېړنې په لړ کې په ټاکلې قرينه کې د ويناوال فرد شتون اړين ګڼل کېږي؛ خو جمله يو انتزاعي مفهوم دی، چې د زېږندې نحوې له مخې يې په جوړښت کې ايډيالونه[18] لاس لري(د زېږند ګرامر د نورو ځانګړنو لپاره وګورئ دبير مقدم 1383 فصل اول). ويناييزې ټوټې ناڅاپي(فی البداهه) رامنځته کېږي او له ګرامري اصولو سره ممکن بشپړه همغږې نه وي، بلکې د ژبې د عملي کارونې زېږنده وي. ادراکي ګرامر ته د چاروالې غوندې جمله دومره ازرښت نه لري، ويناييزه ټوټه ورته مهمه ده.

د جوړښتي ليدتوګې پرخلاف- چې ژبنۍ وړتيا اصل او فعاليت د دې وړتيا (کله نيمګړې) زېږنده بولي- ادراکي ګرامرپوهان په دې اند دي، چې ژبنۍ پوهه د ژبني فعاليت زېږنده ده. په دې توګه دوی د طبعيتپالو[19] ليدتوګه- چې ژبنۍ پوهه يوه طبيعي چاره بولي- نه مني. دوی ژبنۍ پوهه او قواعد د ماشوم ژبنۍ تجربې پايله بولي.

په دې ماډلونو کې يو د لانګاکر ادراکي ګرامر[20] دی، چې ژبه يې د کارونې[21] پر بنسټ مطالعه کړې. د دې ګرامر په اړه دلته لنډې خبرې کوو.

رونالډ لانګاکر د ادراکي ژبپوهنې يو سرخېل دی، چې پر خپله ژبنۍ نظريه يې د ادراکي ګرامر نوم ايښی دی(لانګاکر 1986(. نوموړي دا ګرامر په ( 1987 )  او  ( 1991 )کې په “د ادراکي ګرامر بنسټونه” کې راوپېژنده.

لانګاکر په دې اثر کې د ادراکي ژبپوهنې ځينې مهم مفاهيم راخيستي، چې تر اوسه مهم دي او د دې ليدتوګې اصلي مفاهيم ګڼل کېږي. دا په ادراکي ګرامر کې تراوسه مفصل ترينه او موجزترينه ګرامري نظريه ده.

دا ليدتوګه وايي، چې ژبه د همغو کلي اصولو تابع ده، چې د انسان نور ادراکي اړخونه يې پېروي کوي. لانګاکر ګرامر د ګړپوهې او نحوې په محدوده مانا نه کاروي، بلکې د ټول ژبني نظام پوهه يې بولي او په دې ډول يې مانا پراخوي. نوموړی د جوړښتي ژبپوهانو د ژبنيو څانګو ترمنځ د توپير ليدتوګه نه مني، بلکې ادراکي ګرامر ژبې ته داسې يوه سېمبوليکه کتنه ده، چې د نحوې او کلمو ترمنځ پکې توپير نه کېږي. په دې سېمبوليکه ليدتوګه کې ژبه د بڼې او مانا ترمنځ د تړاوونو يو لړليک دی، چې ګړ(مورفيم)، کلمه او ګرامري رغښتونه پکې ټول رايوځای شوي. دا واحدونه چې لانګاکر يې سېمبوليکې ټولګې[22] بولي، غږيزې، مانيزې او ګرامري ځانګړنې ټولې د ژبې تر يوه څپر لاندې مطالعه کوي.

نوموړی ژبه له نورو ادراکي څانګو او نحوه د ژبې له نورو څانګو نه بېلوي. نوموړی ژبنۍ مانا مفهومسازي بولي، چې مفهومسازي پخواني، اوسني، حسي، حرکتي، فيزيکي، عاطفي، ټولنيز او نور ټول مفاهيم رانغاړي.لانګاکر د کتز و فودور(1963) دا نظر نه مني، چې مانا د مانيزو ځانګړنو يوه ټولګه ده، بلکې مانا له ادراکي حوزو[23] سره په تړاو کې څېړي.

لانګاکر په دې لړ کې ځينې بېلګې راوړي. مثلا څنګل د لاس په ادراکي حوزه کې مفهوم لري او لاس د څنګل لپاره يوه حوزه ده. همدارنګه لړم(عقرب) د مياشتو په ادراکي حوزه کې د پوهېدو وړ دی. په دې ډول ژبنۍ مانا يوه خپلواکه ټولۍ نه ده او دقيقه مانا ادراکي توصيف ته اړه ده(لانګاکر، 2006، 32 مخ). نوموړی په دې کې څه حوزې وېشوړ نه بولي، په بله وينا يوه حوزه د بلې په مټ د پوهېدو وړ نه ګڼي؛ لکه د مهال مفهوم، دوه بعدي او دري بعدي ترکيبونه، رنګ او د تنفس درک؛ خو ځينې مفاهيم ډېرو حوزو ته اړ وي.مثلا: چاړه چې د بڼې له مخې په يوه، د غوڅولو د چلن(نقش) له مخې په بله حوزه کې راځې او د څيپۍ او کاشوغ پنجې سره چې کيښودل شي، مانا يې د حوزې له بدلون سره بدله شي.

په ادراکي ګرامر کې ګرامري واحدونه د ژبې له کارونې راپيدا کېږي. د انتزاع[24] او سيکماسازۍ[25] دوه بهيره دا کار ترسروي. په انتزاع کې، د ژبې زده کوونکی له داسې ژبنيو تجربو سره مخېږي، چې بيا بيا تکرارېږي او په دې ډول يې مانا زده کوي. سکيماسازي يو ډول انتزاع ده، چې پر وړو وړو توپيرونو پښه راکاږي او مشترکات د يوې سکيما[26] په بڼه راټولېږي. د بېلګې په توګه په (12) دوو جملو کې “کې”  دوه مختلفې ماناوې لري. په الف (12) جمله کې قلم په يوه بنده فضا کې پروت دی؛ خو په ب (12) جمله کې ګل په يوه بنده فضا کې نه دی ولاړ.

12) الف. قلم په دراز(جعبه) کې دی.

ب. ګل په ګلدان کې دی

د ژبې ويونکي په دې توپير پوهېږي؛ خو په سکيماسازۍ کې “کې” د يوه سېمبوليک واحد په توګه مني، چې په بېلابېلو قرينو کې ممکن مختلفه مانا ولري. په اصل کې سېمبوليکې ټولګې همدا سکيماسازي ده.

سکيماسازي په ګرامري بعد کې د ګړپوهې او نحوې په په محدوده کې هم ترسره کېږي. مثلا يو پښتون چې (13) رغښتونه اوري يا کاروي، مشترکات يې انتزاع کوي.

13) الف. ما ته

ب. په دراز(جعبه) کې

ج. تر مېز لاندې

هر پښتون پوهېږي، چې دا درې رغښته له مانيز پلوه مشترک ټکي لري او هغه د يوه څيز د موقعيت ښودل دي؛ خو ممکن هغوی تر انتزاعي سکيماوو ورسېږي او هغه دا چې دا ټول سربلونه دي، چې د نومونو پر ډله ورزيات شوي. يعنې د دې غونډونو د رغښتي ورته والي پر بنسټ، ويونکي د دوی لپاره يوه ګرامري سکيما هم جوړوي. په دې توګه د لانګاکر ادراکي ګرامر د ژبې د کارونې پر بنسټ رامنځته شوی، چې د مانيزو سکيماوو غوندې پکې ګرامري سکيماوې هم عامې دي.

ماخذونه

دبیرمقدم، محمد ( 1383 ) زبانشناسی نظري: پیدایش و تکوین دستور زایشی. ویرایش دوم. تهران: سمت.

صفوي، کورش ( 1379 ) درآمدي بر معنی شناسی، تهران: پژوهشگاه فرهنگ و هنر اسلامی.

صفوي، کورش ( 1382 ) ” بحثی درباره طرح هاي تصویري از دیدگاه معنی شناسی شناختی”، نامه فرهنگستان شماره 21

. صص 65 تا 85

Croft, William. 1991. Syntactic Categories and Grammatical Relations: The Cognitive Organization of

Information. Chicago: University of Chicago Press.

Croft, William. 2001. Radical Construction Grammar: syntactic theory in typological perspective. Oxford:

Oxford University Press.

Evans, Vyvyan and Melanie Green. 2006. Cognitive Linguistics: an introduction, Edinburgh University Press.

Greenberg, Joseph H., Charles A. Ferguson, and Edith A. Moravcsik, eds. 1978. Universals of Human

Language. Vol. 3: Word Structure. Stanford: Stanford U Press.

Lakoff, George and Mark Johnson. 1980. Metaphors We Live By. Chicago: University of Chicago Press.

Langacker, Ronald. 1987. Foundations of Cognitive Grammar. Vol. 1 Theoretical Prerequisites & Vol. 2

Descriptive Application. Stanford: Stanford University Press.

Talmy, Leonard. 2000. Toward a Cognitive Semantics. Vol. I: Concept Structuring Systems and Vol. II:

Typology and Process in Concept Structuring. Cambridge, MA: MIT Press.

PDF created with pdfFactory trial version www.pdffactory.com__

لمنليکونه:

33 Image schemas

34 Container schema

35 Logical semantics

36 Cognitive Grammar

37 Construction grammars

38 Principles and parameters theory

39 Absolute universals

40 Implicational universals

41 Conceptual metaphor

42 Perceive

43 Gestalt psychologists

44 Eleanor Rosch

45 Odd

46 Compression

47 Moment

48 Instance

49 Utterance

50 Idealization

51 Nativists

52 Usage

53 Cognitive Grammar

54 Symbolic assemblies

55 Cognitive domains

56 Abstraction

57 Schematization

58 Schema

 

[1] Image schemas

[2] Container schema

[3] Logical semantics

[4] Cognitive Grammar

[5] Construction grammars

[6] Principles and parameters theory

[7] Absolute universals

[8] Implicational universals

[9] Conceptual metaphor

[10] Perceive

[11] Gestalt psychologists

[12] Eleanor Rosch

[13] Odd

[14] Compression

[15] Moment

[16] Instance

[17] Utterance

[18] dealization

[19] Nativists

[20] Cognitive Grammar

[21] Usage

[22] Symbolic assemblies

[23] Cognitive domains

[24] Abstraction

[25] Schematization

[26] Schema

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب