یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو او بندیانو په اړه...

خلیلزاد له طالبانو سره د سولې د خبرو او بندیانو په اړه خبرې وکړې

تاند(شنبه، د سرطان ۱۴) د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کې د طالبانو له استازو سره وکتل.

خلیلزاد وروسته له دې قطر ته لاړ چې په تاشکند کې یې له ازبک چارواکو او په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره وکتل.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي چې خلیلزاد د طالبانو له مرستیال او د قطر د دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره د پنجشنبې په ورځ په دوحه کې خبرې کړي دي.

ده دا هم ویلي چې په دې کتنه کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی مطلق القحطاني هم حاضر و.

د مجاهد په وینا، په دې کتنه کې د افغانستان د سولې د پروسې، د بندیانو د ژر تر ژره خلاصون او د بین الافغاني خبرو د پیل په اړه خبرې وشوې.

مجاهد د بین الافغاني خبرو د وخت په اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان د حکومت چارواکي وايي چې روانه جولای به د دواړو خواوو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

تر دې وړاندې په ۲۰۱۵ م کال کې هم د پاکستان په مري ښارګي کې د افغانستان د حکومت او طالبانو لومړنۍ خبرې د جولای په میاشت کې شوې وې.

مجاهد دا هم ویلي چې له خلیلزاد سره د امریکا د نړیوالې پراختیا د پانګونې شرکت اجرايي ريیس اډم بولر ملګری و.

له خلیلزاد سره په روان سفر کې د بولر په مشرۍ یو اقتصادي پلاوی ملګری دی او هڅه کوي چې د سیمې هیوادونه اقتصادي همکاریو ته وهڅوي.

1 COMMENT

  1. خلیلزاد د افغان دولت سره د امریکا د ستراتیژیک او امنیتی تړون په شتون کی له طالبانو سره چی اوس وخت کی یوه جنګی ډله ده او امریکا او روسیه او چین ویلی چی موږ د طالبانو اسلامی امارت په رسمیت نه پیژنو او د سولی په تړون کی ورته بیا بیا اشاره کړی د اقتصادی او پانګوونی په اړه له ملابرادر سره خبری کول د افغان دولت په نه شتون دلالت کوی نو پورته خبرو او لیکلو ته کتو باید افغانستان پارلمانی چارواکی سر له همدا اوس د امریکا دواړه تړونونه ملغی کړی او ملګری ملتونو او امنیت شورا پدی اړه شکایت وکړی چی خلیلزاد څه کاره ده چی له یوی جنګی ډلی سره د افغانستان په اقتصادی چارو کی خبری کوی درحالیکه دلته اوس نړیوالو ته منل شوی سیاسی او نظامی دولت شتون لری نو امریکا او نورو هیوادونو ته نده پکار چی دا ډول ګامونه پورته کړی

    ملګری ملتونه او امنیت شورا باید امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی وغواړی او ورڅخه وپوښتی چی ددی صلاحیت لری چی د یو نظام په شتون کی تاسی د اقتصادی خبرو لپاره له یوی ډلی سره خبری وکړی

    همدارنګه د افغان دولت د بهرنیو چارو وزارت مسولین له خلیلزاد (دوهم بنین سیوان ) په دا ډول کړنو په اړه استحضار کړی او یا اقلآ ددی سفارت کارکوونکی را وغواړی که د بهرنیو چارو وزارت دا صلاحیت نلری نو بیا د افغان دولت امنیت شورا یا ریاست جمهوری باید له خلیلزاده څخه پوښتنه وکړی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب