تاند (جمعه، د سرطان ۱۳) د اقتصادي او سوداګري ودې او د بېوزلۍ د کمولو په چارو کې د افغانستان د ولسمشر محمداشرف غني ځانګړی استازی محمدیوسف غضفر په کورونا وایرس ومړ.
د ارګ سرچینو د ښاغلي غضنفر، چې په خټه ازبک و، مړینه تایید کړه.
ولسمشر غني د محمدیوسف غضنفر په مړینه ژوره خوشیني څرګنده کړې ده.
نوموړی د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د اشرف غني د ټیم کلک ملاتړی و.
له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر غني له لوري ویل شوي « ارواښاد محمد یوسف غضنفر حلیم، خیرخواه، ولسي او ملي شخصیت و چې په متحد افغانستان یې باور درلود او تل یې د خپلو خلکو د خیر او کامیابۍ لپاره هڅې کولې. د هغه مړینه د هیواد او نظام لپاره یوه لویه ضایعه ده.
ارواښاد د افغانستان د ابادۍ او له بېوزلو او اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره جدي کارونه پیل کړي و او ویاړم چې یو دغه ډول رښتینی او د خلکو خدمتګار شخصیت مې نږدې همکار و.
د ارواښاد په مړینې له خبرېدو سره سم مې نن شپه د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب د هغه له کورنۍ سره په ټلیفوني تماس غمشریکي وکړه او اړوندو مسوولینو ته مې لارښوونه وکړه ترڅو د محمد یوسف غضنفر د جنازې د مراسمو او خاورو ته سپارلو رسمي تدابیر ونیسي.
خپل د همدردۍ او غمشریکۍ مراتب د ارواښاد له کورنۍ او د افغانستان ټولو خلکو سره شریکوم او متوفی ته د لوی الله له دربار څخه د جنت او وارثینو ته یې د جمیل صبر دعا کوم.».
یوسف غنضنفر په ۱۳۴۴ لمریز کال په بلخ ولایت کې زېږېدلی او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې یې د بلخ د خلکو استازیتوب کړی دی.
۱۳۴۴*
مننه چې د تل په شان زموږ تېروتنې اصلاح کوئ
تاند