Homeخبرونهپه جرمني کې ۱۰ کلن افغان ماشوم ووژل شو

په جرمني کې ۱۰ کلن افغان ماشوم ووژل شو

تاند (جمعه، د سرطان ۱۳) د جرمني د (Chemnitz) ښار پولیس وايي، یو افغان ماشوم نن په دغه ښار کې په پلاستیکي مرمۍ ووژل شو.

پولیس وايي، دوی په دې اړه څېړنې کوي چې ایا دا پېښه په قصدي انګېزه شوې او که تصادف وه. اوس دا قضیه د پولیسو ځانګړې څانګې ته وړل شوې چې وګوري ایا په دې پېښه کې سیاسي انګېزه وه او که نه.

پولیسو تر دې دمه د مشکوک کس، چې پر ماشوم یې ډز کړی، هویت نه دی څرګند کړی.

د ماشوم په اړه ویل شوي چې ۱۰ کلن دی. او ګومان کېږي چې د بادي توپک په وسیله په پلاستیکي مرمۍ ویشتل شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموز هنر و زیبایی | پوهاند دودیال

(قسمت چهارم) در افغانستان بار بار تجربه شد که اعمال و اقدامات خلاف عُرف و کلتور عکس االعمل شدید را به بار آورده است. اما...