دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهالاقصی جومات د عبادت کوونکو پر مخ پرانیستل شو

الاقصی جومات د عبادت کوونکو پر مخ پرانیستل شو

تاند (جمعه، د سرطان ۱۳) شل زره فلسطینیانو په الاقصی مسجد کې د جمعې لمونځ ادا کړ

فلسطینیانو داسې مهال د قدس ښار په الاقصی جومات کې د جمعې لمونځ ادا کړ چې د کرونا د مخنیوي تدابیر لاهم په ټوله نړۍ کې جریان لري.

د القدس العربي شبکې د راپورونو په اساس، د اوقافو اسلامي ادارې د هغو لمونځ کوونکو شمېر شل زره تنه ښودلی چې نن یې په دغه مسجد کې د جمعې لمونځ ادا کړی.

د اوقافو ادارې وړاندې تردې له لمونځ کوونکو غوښتي و، څو په صادر شویو لارښوونو عمل وکړي، ماسک استعمال کړي او مسجد ته له ځان سره خپل جاینمازونه راوړي.

همدارنګه دغې ادارې خلکو ته لارښوونه کړې وه چې، په مجالسو کې له نورو خلکو سره فاصله مراعت کړي، تر څو په کرونا ناروغۍ اخته نشي.

د یادونې وړ ده چې کرونا ویروس لاهم په نړۍ کې د خپرېدو په حال کې دی، او د قربانیانو شمېر یې ورځ تر بلې زیاتیږي.

د فلسطین د اوقافو اسلامي ادارې داسې مهال د الاقصی مسجد د عبادت کوونکو پر مخ تړلی وه چې، په دغه هېواد کې لومړی ځل په کرونا ۵۹ تنه اخته شوي وه او روغتېا وزارت له خلکو غوښتي وه چې لمونځونه په خپلو کورونو کې ادا کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب