پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeکلتورافغانستان او سیمه ییزه همکاري؛ فرصتونه او ستونزې 

افغانستان او سیمه ییزه همکاري؛ فرصتونه او ستونزې 

سرمحقق عبدالرحیم بختانی، دافغانستان دعلومواکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو مرکزعلمي غړی

دا کتاب د ۱۳۹۹ هـ ل کال د سرطان په میاشت کې د اکسوس کتاب پلورنځی له خوا چاپ شو. د دې کتاب لیکوال د افغانستان دعلومواکاډمۍ د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکز رییس څېړندوی محمد سرور احمدزی دی. 

نوموړی کتاب په څلورو فصلو کې کښل شوې، په پیل کې سریزه او په پای کې پایله او وړاندیزونه ورسره مل دي. د معمول سره سم په لومړی فصل کې د څېړنې اهمیت، مبرمیت، ډول، میتود، پوښتنې او فرضیه څېړل شوی. په دوهم فصل کې د سیمه ییزې همکارۍ پیژندونه، دسیمه ییزې همکارۍ په اړه علمي نظریات او پردغو نظریاتو کې رامنځته شوي بدلونونو په اړه څېړنه تر سره شوې ده. 

د کتاب په درېیم فصل کې پر سیمه ییزې اقتصادي پروژې باندې مفصل بحث تر سره شوی. همدارنګه په دې فصل کې دسیمه ییزو سازمانونو د پیژندنې او د دغو سازمانو درول په اړه علمي معلومات وړاندې شوي دي. په څلورم فصل کې د سیمه ییزې هکاری پر وړاندې پرتې ستونزو په اړه هر اړخیزه څېړنه تر سره شوې  ده او د دغو ستونزو د حل لپاره مناسب وړاندیزونه وړاندې شوي دي. 

د کتاب په پای کې یوه موزونه پایله او د سیمه ییزې همکارۍ د پراختیا لپاره او د ستونزو د حل لپاره نژدې دولس په ځای او معقول وړاندیزونه وړاندې شوي دي، چې د لیکوال د ژورې څېړنې او درک نمایندګی کوی. په دې کتاب کې لیکوال نژدې د (۶) درې او پښتو او (۲۶) انګریزي منابعو او ماخذونو څخه استفاده کړې ده. په پښتو ژبه په پورته موضوعاتو باندې دا لومړنې څېړنه ده، د دې کتاب د محتویاتو نه د بهرنیو چارو وزارت، د نړیوالو اړیکو استاذانو او محصلینو کولای شي چې ګټه پورته کړي. د دې کتاب مینه وال کولای شي چې دغه علمي اثر له اکسوس کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب