پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهامریکا تر نوومبر پورې د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه بېرته واخیسته

امریکا تر نوومبر پورې د ټولو ځواکونو د ایستلو پرېکړه بېرته واخیسته

تاند (جمعه، د سرطان۱۳) د ټرمپ حکومت، چې غوښتل یې د ولسمشرۍ تر انتخاباتو پورې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي، د ځواکونو د ایستلو پروګرام وځنډاوه.

سپینې ماڼۍ دا پرېکړه يې وروسته له دې وکړه چې پینتاګون د ځواکونو د ژر ایستلو د خطر په وړاندې خبرداري ورکړل.

د امریکا لاس انجلس ټایمز ورځپاڼې نن (جمعه) په یوه راپور کې ویلي چې سپینه ماڼۍ ظاهراُ موافقه ده چې د امریکا له انتخاباتو وروسته یو شمېر پوځیان په افغانستان کې پرېږدي.

د راپور له مخې، د امریکا جګپوړي قوماندانان باور لري چې سپینه ماڼۍ غواړي چې له نوومبر میاشتې وروسته ۴ زره پوځیان په افغانستان کې پرېږدي او د ځواکونو د بشپړه ایستلو بروګرام د ولسمشرۍ تر انتخاباتو وروسته وخت ته پرېږدي.

د لاس انجلس ټایمز پر اساس، تر نوومبر مخکې د ټولو ځواکونو د نه ایستلو پلان د تېرې میاشتې (جون) په وروستیو کې د سپینې ماڼۍ او پینتاګون د چارواکو ترمنځ په غونډه کې جوړ وشو.

لاس انجلس ټایمز وايي، ولسمشر ټرمپ اصرار کاوه چې ټول ۸ زره ۶۰۰ امریکايي پوځیان دې تر انتخاباتو وړاندې له افغانستانه وایستل شي.

ټرمپ د تېر ځل په انتخاباتي کمپاینونو کې ژمنه کړې وه چې که ولسمشر شو نو ټول ځواکونه به له افغانستانه وباسي.

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته ۵ میاشتې وخت پاتې دی.

د لاس انجلس ټایمز له مخې، د پنتاګون چارواکو ویلي، په راتلونکو ۵ میاشتو کې د ټولو امریکايي پوځیانو ایستل به دا هیواد ممکن په کړکېچ کې ښکېل کړي او د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې، چې امریکا یې د ترسره کېدو هڅې کوي، له خطر سره مخامخ کړي او د دې هیواد تاوتریخوالی به نور هم زیات کړي.

د پنتاګون چارواکو دا هم ویلي چې که امریکا تر نوومبر میاشتې پورې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي، مجبوره به وي چې ډېره وسله او مهمات په دې هیواد کې پرېږدي.

تېره میاشت په منځني ختیځ کې د امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال کینت مکینزي ویلي و، تر هغو چې طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې شلولې نه وي، له افغانستانه د امریکايی پوځیانو د بشپړه وتلو سپارښتنه نه کوي.

د امریکا او طالبانو د قطر د موافقې پر اساس ټاکل شوې چې ټول امریکايي پوځیان د راتلونکې کال تر مې میاشتې پورې له افغانستانه ووځي.

2 COMMENTS

  1. talibs are terrorist group and have many other pakistani terrorist friends/also al qaaeeda and al zawaherry lives in pakistan0
    if united states get out from afghanistan .
    afghanistan will become undercontrol of terrorism and pakistan want that.
    pakistan is number one supporter of terrorism in the world.
    thank you

  2. امریکا همدی پاکستان ته پیسی ورکولی چی نجیب الله حکومت په مجاهدینو نسکور کړی چی پدی کار او طرحه کی ورسره سعودی او امارات او نور عربی او غربی هیوادونه هم شریک وو چی په هغه وخت د عربو هیوادونو په نماینده ګی اسامه بن لادن د ټولو نظامی او مالی سرچینو د تمویل مسول وو او پاکستان له لاری یی افغانستان ته تګ را تګ کاوو او له برهان الدین ربانی او سیاف سره نږدی اړیکی پاللی چی امریکا کله پوه شوه چی ربانی خپلی اړیکی له روسانو سره نږدی کړی او د پآکستان د استخباراتو ریس جنرال حمیدګل د ربانی وخت کی ددفاع وزارت مشاور او ۸۰ زره امریکایی ډالر معاش ورته ټاکلی وو نو لدی معلومیږی چی اوسنی جګړه او مخکینی جګړه ورته والی لری ځکه د همدی ربانی په وخت زیاتره سپین ږیری او مشران وایی چی په کانترو کی به پیسی او نظامی وسایل د شمالی ټلوالی یعنی ربانی حکومت ته راتلل بی لدی چی د دولت په خزانه کی ثبت شی ټول نظامی مسولینونو ته کابل په کنډواله بدلولو لپاره ورکول کیدل چی اوس د دوی مشرانو مینځ کی تجزیه درز روانه ده چی ددی ولس آزار سبب دا شو چی دوی الله عذاب ګرفتار شی او حزب اسلامی مشر ګلبدین هم جنرال حمید ګل سکنی ورور وو کله چی حمیدګل ربانی حکومت کی کار کوی نو همزمانه له ګلبدین سره هم اړیکی ساتل ددی معنا دا ورکوی چی ۷ یا ۸ جنګی ډلی ددی هیواد ورانی لپاره پاکستان تنظیم شوی وی

    اوس چی داسی راپور خپریږی چی روسانو له طالبانو سره نظامی او مالی مرسته کوی دا داسی معنا ورکوی چی پاکستان او روسیه او امریکا او برتانیه په مخکی پالیسی او ستراتیژی باندی کار کوی او دلته ټول واکمن کسان تنها د معاش او چوکی لپاره یو له بل سره لاس او ګریوان دی او هیواد لپاره هیڅ سترګی نه غړوی

    تیر کال عمران خان وویل چی د پآکستان پوځ او استخباراتو (د امریکا په مالی او نظامی مرسته) له ۷ یا ۸ ګانه جنګی ډلو ملاتړ کاوو نو کیدای شی یوه ورځ بیا ووایی چی پاکستان پوځ او استخباراتو له طالبانو سره په دواړه دورو کی د امریکا او برتانیه په نظامی او مالی مرسته هر ډول ملاتړ کاوو

    مګر نن وایی چی موږ له طالبانو سره مرسته نه کوو مګر اوس هم د طالبانو ټول مشران په پیښور او اسلام آباد او لاهور او کوټه شورا کی اوسیږی چی پدی باندی د نړیوالی ټولنی امنیت شورا او ملګری ملتونه ښه خبر دی مګر د امریکا او برتانیی له ډاره غږ نشی کولی ځکه دا دوه هیوادونه په ملګری ملتونه او امنیت شورا ډیر نفوذ لری نو کچیری دلته پدی ۴۰ کلن یا ۱۹ کلن جګړیز دوره کی جنګی جنایت شوی وی نو امریکا باید نړیوالی محکمی ته اجازه ورکړی خپلی څیړنی وکړی او کچیری نه وی شوی نو دولت بیا ولی له پاکستان او دلته له شوی جنایتونو شکایت کوی
    کچیری پاکستان له طالبانو ملاتړکوی او کړی یی وی نو امریکا پدی ۱۹ کاله کی ولی د پاکستان په وړاندی پټه خوله وو او پاکستان کی یی د طالبانو په مشرانو یا کوټی شورا او پیښور شورا او میرانشا په شورا نظامیانو باندی بمبار نه کاوو کچیری خبره دا وی چی امریکا په پاکستان کی د نظامی فعالیت اجازه نلری نو ملامنصور یی ولی وواژه او کچیری دا کار یی نشو کولای نو ولی یی د پآکستان په پوځ او استخباراتو باندی سیاسی او اقتصادی بندیز نه لګاوو لکه د ایران په سپاه پاسدارانو باندی ولګاوو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب