دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهطالبانو د پنټاګون وروستی راپور ناسم وباله

طالبانو د پنټاګون وروستی راپور ناسم وباله

تاند (جمعه، د سرطان ۱۳) امریکا سره د شوي تړون له مخې افغانستان ته د سولې پر راتګ طالبانو ټینګار کړی دی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې، د امریکا د دفاع وزارت وروستی راپور ناسم دی او د هند په نیمه وچه کې له القاعده شبکې سره هیڅ راز همکاري نه لري.

په اعلامیه کې راغلي: ” اسلامي امارت د خپلې پالیسۍ له مخې د نورو هېوادونو په چارو کې هيڅ ډول مداخله نه کوي، نو ځکه نه غواړي چې د افغانستان له پولو بهر د هند او نورو هیوادونو لپاره له چا سره مرسته وکړي. ”

د مجاهد په خبره چې دا ډله د هند د نیمې وچې په ګډون په هیڅ ځای کې له کومې بهرنۍ ډلې سره همکاري نه کوي.

د طالبانو په دغه اعلامیه کې راغلي چې د دوی او امریکا تر منځ شوی تړون عملي کړي او افغانستان ته سوله راشي.

دغه راز په اعلامیه کې له امریکایي چارواکو غوښتل شوي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي.

تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وه چې، د امریکا دفاع وزرات (پنتاګون) د هغه هېواد کانګرس ته په یوه راپور کې ویلي وه چې، طالبان د هند په نیمه وچه کې له القاعدې ډلې سره نږدې اړیکې لري او طالبان له دې ډلې سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

 

1 COMMENT

  1. مګر پنټاګون باید پدی راپور کی ویلی چی د عمران خان له لوری د القایده مشر او موسس ته شهید نوم کارول پدی معنا چی پاکستان هم له دی ډلی سره نږدی اړیکی لری مګر عمران خان ملاعمر، حقانی شبکی موسس او مشر او ملامنصور ته شهید ندی ویلی کچیری د اسلامی ارشادو په خاطر اسامه ته شهید ویلی وی نو ملاعمر، حقانی او ملامنصور خو څه کافر نه وو او یاد کسان هم په پاکستان کی وژل شوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب