دوشنبه, سپتمبر 16, 2024
Homeخبرونهنظامي څارنوالۍ ته د پولیسو ۴۶ افسران وروپېژندل شول

نظامي څارنوالۍ ته د پولیسو ۴۶ افسران وروپېژندل شول

تاند (جمعه، د سرطان ۱۳)  کورنیو چارو وزارت د پولیسو ۴۶ افسران له خپلو وظیفوي صلاحیتونو څخه د ناوړې ګټې اخیستنې په تور څارنوالۍ ته وروپېژندل

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین وايي، چې دغه اشخاص یې په ننګرهار، فراه، غور، خوست، غزني، پروان، هلمند، بلخ، پکتیکا، لغمان، سرپل، سمنګان، نورستان، تخار، جوزجان او کاپیسا ولایتونو کې نیولي دي.

آرین زیاته کړه چې د تورنو قضیې به د عدلي او قضايي څېړنو وروسته نظامي څارنوالۍ ته استول شوي دي.

طارق آرین ټینګار وکړ چې د کورنیو چارو وزارت رهبري د پولیسو په لیکو کې د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې جدي ده او په دې برخه کې به هیڅ ډول هڅه ونه سپموي

هغه وویل چې د پولیسو په لیکو کې فاسد خلک نشته او که د پولیسو هر افسر په فساد لاس پورې کوي د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند یادونه وکړه چې، د پولیسو په ټولو لیکو کې د اصلاحاتو لړۍ په شدت سره روانه ده.

تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت د ورته تورونو په تور نظامي څارنوالۍ ته څو تنه پولیس افسران ورپېژندلي وه.

1 COMMENT

  1. ارین صاحب له خدایه وډار شه. داسی ووایه چې په پولیسو کی سم سړی نشته که مو پیدا کړ یا یې دلال طالب وژني او که له هغوی ژوندی پاتې شو نو مونږ خو یې ضرور برطرفه کوو. ځکه چی په هر زر پولسو کی یو یې د سړي زوی دی او هغه هم ایله څو ورځی له تاسو سره ګزاره وګړی. خدای دی وکړي چی خفه شوی نه اوسې. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب