پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+شمس او مولانا په پښتو شعر کې

شمس او مولانا په پښتو شعر کې

پوهنمل ګل رحمن رحماني

   د اسلامي نړۍ د نوموتي عارف، مفکر او ادیب مولانا جلال الدین محمد بلخي او د هغه د محبوب شمس تبریزي د مخامخ کېدنې یا وصال او بیا بېلتون پېښه نه یوازې په اسلامي تصوف، بلکې د صوفېزم پر نړیوال تاریخي بهیر هم له پېړیو راهیسې ژور او  مثبت اغېز کړی دی.  د تصوف له ساحې بهر د ادبیاتو دنیا ته هم ددغه جوړې ملګرۍ او راز نیاز ته ګڼ تصویرونه او سېبمولونه ډالۍ کړي دي او له پېړیو پېړیو وروسته هم د عرفاني، تصوفي او اوچت هنري اند او لیدلوري مینه وال ادیبان ورڅخه د مسلک، تلمېحاتو، استعارو او پراخه سېمبولونو په توګه کار اخلي. 

  که څه هم مولانا او شمس دوه داسې یاران وو چې ژبه یې دري ـ فارسي وه، یو له اره د بلخ او بل هم د تبرېز و او په ټوله کې یې د دري ژبې او ادب پانګې ته ډېر څه ډالۍ کړل چې یو شهکار نړیوال یادګار یې منثوي معنوي ده، خو پر پښتو ژبه او نورو ګاونډیو ژبو یې هم څه ناڅه اغېز پرېښی دی، د مولانا مثنوي معنوي په دې بیت پیلېږي:

بشــنو از نی چون حکایت میـکند

و از جــدايي ها شـــکایت میــکند

مولانا پېژندونکو دغه جدايي او شکایت له خپلې تصوفي مانا پرته په خپله اصلي مانا هم تحلیل کړی دی، یاني له لرغوني بلخ او هغه ښاره د مولانا د بېلتون شکایت چې ده په کې ماشومتوب تېر کړی و، خو د مغلو تېریو، ظلمونو او د یوه بل عالم امام فخر رازي سره د مولانا د پلار احتمالي کړکېچ ددې سبب شو چې د تل لپاره د هغه مهال ام البلاد بلخ پرېږدي او د محمد خوارزم شاه له واکمنۍ څخه د منځنۍ اسیا په لور له خپلو ټولو مریدانو سره ډله ییز کوچ وکړي. 

په پښتو شاعرۍ کې د عرفاني او تصوفي ذوق مینه والو او یا هغو لوړ ذوقه شاعرانو چې له بلخ څخه تر قونیې پورې د مولانا له سفر سره څه ناڅه اشنايي لري یایې هم د شمس او مولانا د دیدن او بېلتون عرفاني کیسه دقیقه لوستې ده، په شعر کې یې خامخا ځینې بېلګې موندل کېږي چې د شکایت، دعا او اېډیال په بڼه دي، خو دې بحث ته تر ورتګ مخکې به غوره وي چې د شمس او مولانا د مخامخ کېدنې یا دوو محبوبانو ددغه ملاقات او بېلتون په اړه هم یوه لنډه پېژندویه مقدمه ولرو.

  د مولانا او شمس زمانه زموږ سره شاوخوا  اته پېړۍ زماني واټن لري، مولانا چې کله له خپل پلار سلطان العلماء سره له خپل پلرني وطن بلخه د نیشاپور، بغداد، شام او مکې په سفر و، په بغداد کې یې پلار څو غوره ویناوې وکړې، یوه یې یوازې د بسم الله په اړه څو ساعته وینا وه چې د خلکو پام یې ور واړوه او ددې وینا پر مهال یې د روم د پاچا علاءالدین قیقباد یو استازی هم حاضر و. 

له وینا وروسته یې بیا هم عراق، شام، مکې او لارندې کې د سفرونو پر مهال اوچتې ویناوې وکړې، قیقباد خبر شو چې دغه ستر انسان په لارنده کې دی، نو بلنه یې ورکړه او دی هم قونیې ته ولېږدېد، قونیه هغه مهال د نړۍ ارزښتناک علمي او فرهنګي مرکز و، دري ژبه په کې دود وه او دا هم یقیني ده چې خپله علاءالدین قیقباد هم په دري ژبه خبرې او شاعري کوله. 

 مولانا په قونیه، دمشق او حلب کې څو کاله زده کړې وکړې او په څو وېشت کلنۍ کې د پلار له وفات وروسته د هغه ځای ناستی شو، لوی عالم، مفکر، فقیه او پیر شو، ستر نوم او شخصیت یې وموند، خو د هغه د عرفاني شهرت په اوج کې یوه داسې پېښه رامنځته شوه چې د مولانا ژوند ته یې بدلون ورکړ او په را وروسته زمانو کې یې نړیوال شهرت ور په برخه کړ، دا پېښه له یوه نوم ورکي صوفي شمس تبریزي سره د هغه مخامخ کېدنه وه.

   دلته مهم بحث دا دی چې شمس څوک دی؟ شمس تبریزي د هغه مهال یو صوفي و، پوره نوم یې شمس الدین محمد، پلار یې علي او نیکه یې ملکداد تبریزي نومېده، یو ګرځنده او رسېدلی صوفي بلل شوی، کله یوه او کله به بل ښار کې و، په وجود کې یې یوه دروني پانګه درلوده چې د بیان لپاره یې د مولانا په څېر د روښانه وجدان لرونکی کس لټاوه. 

د تاریخ لیکونکو د ویناوو له مخې مولانا په ۶۴۲سپوږمیز کال له شمس تبریزي سره مخامخ شو چې دده عمر ۳۸ کاله او شمس د عمر په شپېتمه لسیزه کې و. مولانا له دې ملاقات وروسته د یوه  نوي کس او مهم دا چې د یوه متبحر شاعر په بڼه را څرګند شو.  ایراني مولانا پېژندونکي وايي چې شمس له مولانا سره خپله لومړۍ لیدنه د خپل یوه مرید صلاح الدین زرکوب په بڼ کې وکړه او څلوېښت شپې ورځې سره کېناستل، یو بل یې واورېدل، د تصوف څېړونکو دې ته د دوو روحونو ملاقات هم ویلی دی چې له ملاقات وروسته د مولانا جلال الدین دویم ژوند پیل کېږي.

 د دوی د لومړۍ مخامخ کېدنې په اړه بېلابېل روایات شته، خو عام او متفق یې دادی چې افلاکي روایت کړی دی:  جلال الدین د پنبه فروشانو په کاروناسرای کې له خپلې مدرسې څخه راوتلی و او له خان شکر ریزان څخه په تېرېدو و. دغه مهال یې شمس مخې ته ودرېده، د هغه د اس قیضه یې ونیوله او له مولانا نه یې پوښتنه وکړه:

د سلوک او طریقیت د مقامونو له مخې بایزید بسطامي پورته و که محمد بن عبدالله؟ 

ددې پوښتنې په اورېدو مولانا سخت په غوسه شو او ځواب یې ورکړ

دا نو پوښتنه ده چې تا وکړه! محمد (ص) د خدای پیغمبر و او بایزید یې د مریدانو یو مرید او د شاګردانو یو شاګرد و، دواړه د ځمکې او اسمان توپیر لري.

شمس د نیوکې په ډول وویل چې که خبره داسې وي نو محمد (ص) ولې وویل چې: «ما عرفناک حق معرفتک» مانا دا چې خدایه! څنګه چې له تا سره ښايي هسې مو نه یې  پېژندلی.

خو بایزید وویل: «سبحانی ما اعظم شانی» مانا دا چې پاکي ده ما لره او څومره ستر شان لرم. حقیقت دا دی چې د بایزید خبره له اسلامي شریعت سره په ټکر کې ده. 

دلته د شمس د پوښتنې موخه دا وه چې که د اسلام پیغمبر له بایزیده غوره دی، بیا نو ولې یوه داسې خبره وکړه او بل هغسې.

 مولانا په ځواب کې وویل: بلې! د بایزید ظرفیت کم او تنګ و، د میو په یوه څاڅکي مست شوی و او دغه راز مستانه کوکي یې وهلې،  خو د محمد (ص) سمندر ډوله ظرفیت دومره پراخه و چې د معرفت د سیندونو له تویېدو سربېره یې هم د تندې احساس کاوه او له خدایه یې غوښتل چې نوره مهرباني هم ورباندې وکړي. 

 شمس چې کله د مولانا دغه ځواب واورېده، نو له خولې یې یوه چیغه پورته شوه، بې سده شو او له په خود کېدل یې ددغه دواړو عارفانو د ټول عمري ملګرتیا پیلامه شوه. 

 وايي چې جلال الدین محمد بلخي (مولانا) او شمس ۱۶ میاشتې یو له بل سره تېر کړل، تل په یوازېتوب کې کېناسستل او هېچا ته یې لاره نه ورکوله چې د هغوی په یوازېتوب کې شریک شي، له دې ملاقات وروسته د مولانا په ټولو کړو وړو کې بدلون راغی، بدل شو، د خپلو چارو واګې یې ټولې شمس ته وسپارلې، له داسې حالاتو سره مخامخ شو چې خپله ده ته هم نه وو څرګند، له کتابونو یې ځان راټول کړ، ټول ورته بې ذوقه ښکاره شول او  یو باطني سفر یې پیل کړ. 

د دوی پر ملګرۍ د مولانا د مریدانو او کورنۍ نیوکې ورو ورو  دومره زیاتې شوې چې شمس یې ناڅاپی ورکېدو ته اړ کړ، له خپل محبوب څخه یې د جلا کېدو پرېکړه وکړه او مولانا هم په دغه ترخه بېلتون کې  یوه ژوندي مړي ته ورته شو، له ډېرې بې صبرۍ خپله د هغه د لټون لپاره له قونیې ووت، څلور ځله دمشق او شام ته لاړ.

 وايي چې کله به چا ورته د شمس د موندنې کوم زېری ورته راووړ، نو ده به ډېرې ګران بیه ډالۍ ورکړې، بیا به که بل چا ورته وویل چې فلاني هسې دروغ درته وویل، شمس یې نه دی لیدلی. دده ځواب به عجیبه و.

«پوهېږم چې دروغ وو، ځکه مې داسې ناڅيزه ډالۍ ورکړه، که رښتیا وی؛ نو خپل روح به مې د زېري راوړونکي په پښو کې ډالۍ کړی و.»

 لنډه دا چې دا یو معنوي او عقلاني سفر و، مولانا یې په ادیب او شاعر بدل کړ، خپل دېوان ته یې د شمس دېوان نوم ورکړ. له اوږده یوازېتوب وروسته یې د زړه دروازه یوه بل کس ته ور خلاصه کړه چې هغه دده یو عادي مرید صلاح الدین زرکوب دی، ساده، نالوستی عادي او کسبي انسان دی، خو په خپل پاک زړه بریالی شوی چې د مولانا زړه ته لاره وکړي او د هغه د محبوب مقام ته ورسېږي. 

دده په اړه ویل کېږي چې هغه په خپل دوکان کې کار کاوه، د مدرسې له قیل او قال سره نا اشنا و، د ادبیاتو په دود یې سمې خبرې هم نه شوی کولی، تر دې چې د قفل پر ځای به یې قلف او د مبتلا پر ځای به یې مفتلا ویل، د دواړو ملګرۍ یوه لسیزه (۶۴۷-۶۵۷سپوږمیز) وخت ونیو.

  کله چې په ۶۵۷سپوږمیز کال زرکوب وفات شو، یو ځل بیا د مولانا زړه درد حس کړ، له پخوانې تشې سره مخامخ شو، یو عرفاني ملګری یې وبایله او بېرته یوازې شو، دردوونکي شعرونه یې وویل، ځکه د شمس دېوان کې ۷۰ داسې غزلې شته چې مقطع کې یې د صلاح الدین نوم راغلی دی. 

درېیم کس چې له زرکوب وروسته د هغه د لوریېنې وړ ګرځي، حسام الدین چلپي دی، دده کورنۍ له ارمیې څخه قونیې ته راغلی وه، پوره نوم یې حسام الدین  حسن بن محمد بن حس دی، خو په چلپي نامه یادېده چې د ستانه لرونکي، سید، خواجه او اغا صاحب مانا لري. 

  دی په سخاوت او ځوانۍ مشهور و، له ماشومتوبه یې د مولانا په حلقه کې وخت تېر کړی و او د ظاهري څېرې له مخې هم د شمس په څېز له زړه را ښکونه ډک و، مهمه دا چې د مولانا له باطني حالت سره له خپل زلمېتوبه اشنا و، مولانا ورته دا ځل پوره پام واړوه او حتی تر دې چې د خپل تلپاتې شهکار منثوي معنوي لیکنه یې هم د هغه په وینا او سپارښتنه پیل کړې ده.

  چلپي د مولانا د راز او نیاز ملګری شو، د دواړو تر منځ دوستي دومره ژوره او له احساساتو ډکه وه چې د منثوي د کتابت دنده یې نوموړي ته وسپارله او هغه هم د هغه څه په لیکلو بوخت شو چې د مولانا له خولې به راوتل، دواړه به یو ځای وو او دده په شتون کې به پر مولانا د الهامونو باران اورېده، حسام الدین چلپي تر وروستۍ سلګۍ پورې د مولانا ملګری و، په هغه شپه یې چې له دې نړۍ نه کډه کوله، وروستی غزل یې چلپي د کاغذ پر مخ ولیکه چې خپل زوی ته یې ځینې پیغامونه په کې پرېښي و. 

له دې وضاحت وروسته به بېرته اصلي موضوع ته را ستانه شوو، په پښتو شعر کې به له شک پرته چې د موالنا او شمس نوم په شعوري او نا شعوري ډول یاد شوی وی، تر ټولو وړاندې چې زه ورسره مخامخ شم، هغه زما د ځوانیمرګ شاعر ملګري فرید باراني بېلګې وې چې د عمر په وروستیو کې یې عرفاني تمایلات پیدا کړی و او تر وروستۍ سلګۍ ورته ژمن پاتې شو. د هغه یو شعر داسې دی: 

په پښه تړلی یم چې ځان ته گورم
او د خدای وړانگو د مخ
دومره سېځلی یم چې خدای مې د مات
په خونبها کې د اقبال او مولانا او بایزید او شمس زگیروی نه مني
اخ د ژوندون نالښته!
ته مې د اوښکو د گرمیو د ناصبره تلاطم حیرت یې
که نه نو زما د عظمت فصل ته خدای کله شعرونه لیکل
ته مې د فکر د میږیانو د رسوا مینې نه خور تشویش یې
اخ د یوې څانگې رڼا مړښته!

د ارواښاد باراني عشق او مخاطب عادي نه و او وروستي شعرونه یې ټول د سترو پښتو ژبو او دري ژبو صوفي شاعرانو پر پله روان دي او د یوې جلا سپېڅلې دنیا خبرې کوي. دویم کس د شعرستان لیکوال او پیاوړی شاعر ډاکټر احسان الله درمل و چې ما یې یوه غزل کې د شمس او مولانا د دردمن بېلتون ننداره وکړه. دا غزل بیخي د مولانا په ردیف راغلی دی. 

ډوب ویده یې څه دې غم دی مولانا

شمس له ما نه تری تم دی مولانا

بیا څراغ را واخله ښار پر ښار به ګرځو

بیا انسان ورک دی، تورتم دی مولانا

ستا په شان زه زرکوبي چلپي نه یم

یو مې شمس، بل مې صنم دی مولانا

د ښاغلي درمل په پورتنیو بیتونو کې په عمودي ډول ټول د همدې سترې عرفاني پېښې تاثر په اوچت هنري سکښت او جلا پیغامونو کې بیان شوی دی او په ټوله کې د هغه تشې شکایت هم کوي چې ننی انسان یاني هغه انسان چې له خپل وجدانه لرې شوی او له دروني سفر یې مخ اړولی، تصویر شوی دی. ښايي له پورتنیو بیتونو دویم بیت خپله د مولانا دې لاندې بیت کټ مټ تاثر وي چې وايي: 

دی شیخ با چراغ همی ګشت ګردی شب

کز دیو و دده ملولم و انسانم آرزوست

  استاد مصطفی سالک بل هغه شاعر دی چې کره کتونکي او شعر پوه استاد اسدالله غضنفر ورته د سپېڅلو رازونو شاعر نوم ورکړی او لامل یې د هغه ځوانې تصوفي تجربې، مطالعات او تمایلات دي او په ټوله شاعرۍ کې یې د عرفان، تصوف او فلسفې یو داسې ګډ يو ځایښت وینو چې د اوچت شاعرانه هنر په کاڼه سمبال شوی او هغوی چې د تصوف له ژبۍ او دنیا سره بلد دي، په اسانۍ یې درک کولی شي، خو څوک چې له دې ژبې سره ډېره اشنايي نه لري، هر څه په لومړۍ مانا تحلیلوي. په شعر کې یې د شمس او مولانا د ژوند ګڼې یادونې په کې په څرګند او نا څرګند ډول راغلې دي، خو زما لپاره یې دا بیت د ډېرې یادونې وړ دی، چې وايي: 

بیا دې د شمس سترګو کې څه لیدلي

د مولانا غوندې خبرې کوې

   خپله زه ( لیکوال) د مولانا او شمس د ژوند او سلوک له کیسې سره لومړی ځل د دري ژبي څېړونکي پرتو نادري د (مولانا از بلخ تا قونیه) اثر له مطالعې سره په ښه ډول اشنا شوم، خو دویم کتاب چې ماته یې دغه محبوبان په ښه ډول را وپېژندل د ترکي لیکوالې ایلف شاپاک شهکار اثر ( د مینې څلوېښت اصول) و چې په دري کې د ملت عشق په نامه بېلابېلې نسخې لري او په پښتو کې د مینې څلوېښت اصول په نامه ژباړل شوی دی. په دې وروستیو کې د «پله پله تا ملاقات خدا» اثر هم د مولانا پېژندنې او پر ما د اغېز لپاره یو بل اثر و، ښايي همدا اغېز وي چې په ځینو بیتونو کې رانه یادونه شوې وي، یو مهال راته خپل یو دروند استاد په دې مقام کې راغی،  عجیبه دا وه چې خپله یې د مولانا او شمس له ژوند سره هېڅ علاقه نه درلوده، خو ماته تل الهام بښوونکی و، ځکه مې دا بیتونه ورته ولیکل: 

د خدای د ښایستونو دنیا ستايي یو سړی

په عطرو په ګلونو باندې پايي یو سړی 

نه شمس ته عقیدت لري نه یار د مولانا دی 

خبر نه یم چې کوم پلو مې بیايي یو سړی

پروا نه کړي که لار نه وه د خضر تر چینې 

په شپو کې به د شمعو رمه پیايي یو سړی 

تر دې دمه مې چې د کومو شاعرانو بېلګې راوړې، ټول نارینه وو، د مولانا او شمس مینه او راز او نیاز هم د جنسیت په لحاظ د دوو نرانو تر منځ شوې عرفاني کیسه ده، له همدې امله د ځینو اخلاقي او رواجي اصولو له مخې ورباندې نیوکې شوې دي. په پښتو شعر کې د ځینو ښځینه شاعرانو بېلګې هم شته چې د مولانا او شمس اغېز په ښکاره او پټه بڼه ورباندې څرګند دی او دا ډېره جالبه ده. دلته به د ځوانې او نوښتګرې شاعرې امنې فنا سعیدي له غزلونو څو بېلګې یادې کړم: 

د چا په سترګو کې مې ومونده دنیا د مینې

له مانه ورکه وه دا یو عمر معنا د مینې

په ما دې مَی د مینې وڅښه ما تر حاله بوځه

شمس مې شه، یوځلې دې ما کړه مولانا د مینې

دویمه بېلګه: 

شمس یې زما د الهامونو پیر یې؟

که تغزل د مولانا یې زما؟

ستا التفات باندې ژوندۍ پایمه

ته لکه دم د مسیحا یې زما 

درېیمه بېلګه: 

د چا له غمه داسې په زړه مات ګرځې ملنګه

چې ما غوندې بې وسه او میراث ګرځې ملنګه

له قاله حال ته راغلې مستانه مولوي وار

اوس جوړ د شمس په نوم ښکلی کلیات ګرځي ملنګه

  که څه هم زموږ د تصوف حلقو کې به د ښځینه مریدانو ښکاره حضور ډېر کم پیدا او د ټولنیزو شرایطو او دودیزو اصولو له مخې ناممکن وي، خو امنې له خپل محبوب هیله کړې او وايي چې « راشه یو ځلې دې ما کړه مولانا د مینې»، دلته ښايي یو ځانګړی حالت مطرح وي، خو په ټوله کې د شاعرې په اړه هغه تمایل را څرګندوي چې ددغه عرفاني پېښې خواته مو پام اړوي. په دویمه برخه کې بیا د مولانا د عرفاني شخصیت پر ځای د هغه تغزل او هنري ځواک ته اشاره شوې، ځکه چې مولانا د غزل د هنر او ښکلا له لیدلوري هم تر ننه د ډېرو اوچتو شاعرانو د تقلید وړ دی او وي به وي. په همدې ډول درېیم بیت کې بیا پیغام اصلي موضوع ته را ګرځي، ځکه د شمس له ملاقات وروسته پر مولانا د شاعرۍ د الهامونو باران پیل شو او یو فقیه او صوفي د خپل عصر  په نامتو شاعر بدل شو. 

   په دې کې شک نشته چې د ګڼو نورو شاعرانو په شعرونو کې به داسې ګڼې بېلګې موجودې وي، د استاد شاعر پیرمحمد کاروان په غزلونو کې مې هم دا ډول څرګندې او نا څرګندې اشارې لیدلي دي، خو څومره چې د مولانا پېژندنې مطالعه د پښتنو ادیبانو او شاعرانو تر منځ عامه او پراخېږي، هومره به دا سپېڅلې اغېزې هم خپل ځان را څرګندوي او د هغه ورځې په هیله چې د پښتو شعر پر ګلبڼ د دا ډول سپېڅلي باران معطر څاڅکي ډېر او ورسره د عرفاني ادب څانګې غوټۍ وسپړي.

سرچینې

  1. حقیقي، سالک، سعید او مصطفی. (۱۳۹۶لمریز). د عشق لمر.  کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
  2. رحماني، ګل رحمن. (۱۳۹۹ لمریز). تر غبار لاندې چینه. کابل: سمون خپرندویه ټولنه.
  3. سعیدي، امنه فنا. (۲۰۱۹ زېږدیز). د طوبا تر سیوري لاندې. کابل : دانش چاپخونه.
  4. شاپاک، ایلف. (۲۰۱۷ زېږدیز). ملت عشق. تهران : انتشارات جامی.
  5. نادری، پرتو. (۱۳۸۹لمریز). مولانا از بلخ تا قونیه. کابل : قلم نړیواله ټولنه.

1 COMMENT

  1. رحماني صیب عمر دې ډیر شه
    داسې په زړه پورې لیکنې په پښتو ادب کې کمي تر سترګو کیږي. تاسو ته دې الله ج اجر درکړي ستا سو د نورو بریاوو په هیله

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب