جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهملا برادر د بریښنا په تولید کې د خصوصي سکتور پانګونه تایید...

ملا برادر د بریښنا په تولید کې د خصوصي سکتور پانګونه تایید کړه

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) د طالبانو د ریاست‌ الوزرا د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د دوی اقتصادي کمېسيون غونډه وکړه.

د ملا برادر دفتر په يوه اعلاميه کې ويلي، چې تر مفصلو بحثونو وروسته چې خصوصي سکتور پکې پانګونې ته چمتو دی؛ د برېښنا تولید ته لومړیتوب ورکړ.

اعلاميه زياتوي:« دغه کمېسیون د اوبو او انرژۍ وزارت په مشرۍ؛ د کانونو او پټرولیم وزارت، صنعت او تجارت وزارت، د صنعت او معدن او همدا رنګه د سوداګرۍ او پانګونې خونو ته دنده وسپارله چې له ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید په برخه کې په صنعتي پارکونو، لویو ښارونو او دې ته ورته ساحو کې د ډبرو سکرو حجم او د برېښنا اړتیا ته په کتو په ګډه لومړیتوبونه معلوم او وروسته په یاده برخه کې عملي کار پيل کړي.»

د سرچينې د معلوماتو له مخې، تر دې وړاندې اقتصادي کمېسیون، افغانستان ته د بې کیفیته نفتي موادو د واردولو او له امله یې د انسان روغتیا ته د پېښېدونکو زیانونو او ترانسپورتي وسایلو د زیانمن کېدو د مخنیوي په موخه؛ د «نفتو او ګازو دولتي شرکت» له لوري په انحصاري ډول له نورو هېوادونو د خامو نفتي موادو د واردولو طرحه د تطبيق وړ بللې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه د پانګې د ويستو راپورونه زيات شوي.

شنونکي له طالبانو غواړي، چې د پانګونې د داسې نېمګړو هڅو پر ځای له افغانانو او نړۍ سره تعامل وکړي څو خلک د هېواد پر وضعیت او راتلونکي ډاډه، نا امنۍ مهار او ټولو ته د منلو وړ حکومت په جوړیدو سره افغانان او پانګې يې په خپل هېواد کې پاتې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب