دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهمجاهد: په بلخ کې له یو نیم کال راهیسې تښتول شوی ماشوم...

مجاهد: په بلخ کې له یو نیم کال راهیسې تښتول شوی ماشوم عبدالروف مو را خوشې کړ

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې په بلخ ولایت کې له یو نیم کال راهیسې برمته شوی ماشوم عبدالروف جان د اختطافګرو له منګولو وژغورل شو.

د هغه په وينا، نوموړی نن په یولړ شاندارو مراسمو کې خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.

په بلخ کې يوې باوري سرچینې نن سهار تاند ته د‌ دغه ماشوم د خوشې کیدو خبر ورکړی و.

سرچینې ویلي وو ، چې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم په بلخ ولايت کې دی او تمه ده، چې هغه هم خپلې کورنۍ ته د دغه ژغورل شوي ماشوم د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

عبدالروف د یوه ترکمن سوداګر زوی دی، چې شاوخوا دوه کاله مخکې له بلخ ولايت څخه اختطاف او وروسته یې سختو شکنجو ویډیوګانې رسنيزې شوې.

طالبانو د نوموړي ماشوم د خوشې کیدو په اړه ډېر جزییات نه دي ورکړي.

که څه هم تراوسه پورې چا نه دي ویلي چې عبدالروف چا تښتولی و، خو باور کېږي چې د طالبانو ازبک ټبره  قوماندان عالم مخدوم به دا ماشوم برمته کړی و. طالبانو څو میاشتې پخوا مخدوم په فاریاب ولایت کې ونیوه او د عبدالروف د برمته کولو په شمول یې څو تورونه پرې ولګول. مخدوم څو ورځې مخکې خوشي شو خو په دې اړه څه ونه ویل شول چې جرمونه یې ثابت او که ورڅخه تبریه شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب