دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهسرچينه: ملا حنفي به د عبدالرووف په نوم تښتول شوی ماشوم نن...

سرچينه: ملا حنفي به د عبدالرووف په نوم تښتول شوی ماشوم نن د هغه کورنۍ ته وسپاري

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) په بلخ کې يوې باوري سرچینې تاند ته ویلي چې په دې ولايت کې یو تښتول شوی ماشوم عبدالرووف، چې څه باندې یو کال یې له تښتول کیدو څخه اوښتي، نن خپلې کورنۍ ته سپارل کېږي.

سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو د رییس الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي هم په بلخ ولايت کې دی او تمه ده، چې هغه هم خپلې کورنۍ ته د دغه ژغورل شوي ماشوم د سپارلو په مراسمو کې ګډون وکړي.

د عبدالرووف پلار هم تاييدوي، چې طالبانو نن د بلخ ولايت مقام ته بللی او هیله من دی، چې تښتول شوی زوی یې له اوږدې مودې وروسته خوشې شوی وي او ور وسپارل شي.

د طالبانو ځینو وياندويانو هم په خپلو ټویټر پاڼو کې لیکلي، چې نن به يو زیری ولري.

ګومان کېږي، چې د هغوی هدف به هم له زېري څخه د عبدالرووف ژغورل کیدل او خپلې کورنۍ ته سپارل وي.

طالبانو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويلي.

عبدالروف د یوه ترکمن سوداګر زوی دی، چې شاوخوا دوه کاله مخکې له بلخ ولايت څخه اختطاف او وروسته یې سختو شکنجو ویډیوګانې رسنيزې شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب