Homeخبرونهمتقي: بريتانوي استازي د وسله وال مخالفت د نه ملاتړ ډاډ راکړ

متقي: بريتانوي استازي د وسله وال مخالفت د نه ملاتړ ډاډ راکړ

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) ‏د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر هيوګو شارتر سره لیدلي.

د متقي وياند وايي، چې د بریتانیې سفیر په افغانستان کې وروستۍ پیښې چې ولسي خلګ په کې په نښه شوي دي وغندل او غم شریکي یې څرګنده کړه.

‏طالب ویاند زیاتوي:« نوموړي وویل چې د هیواد پالیسې یې داده چې د نوي افغان حکومت په خلاف د وسلوال مخالفت ملاتړ نکوي او نه هم دا ډول اقدامات ګټور بولي.»

د سرچينې د معلوماتو په اساس، شارتر د مخدره موادو د بندېدو د فرمان هرکلی وکړ او یادونه یې وکړه چې له نړیوال بانګ سره په یوه ګډه طرحه کار کوو تر څو ‏افغان کروندګرو ته د بدیل معیشت په رامنځته کولو کې همکاري وکړو.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزير مولوي متقي په حواله ویل شوي، چې په دې لیدنه کې یې له بریتانیا سره پر مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د طالبانو د مخالفو ډلو وروستۍ هڅې چې ملکي اهداف په نښه کوي، د هغوی د ضعف او له هیواد والو سره د دښمنۍ نښه وبلله.

دا لیدنه په داسې حال کې شوې، چې په وروستيو کې ځينو رسنيو د جنبش ګوند مشر عبدالرشيد دوستم سره د بریتانیا د ۲۵۰ میلیونه پونډو مرستې خبر ورکړل شوی.

ویل شوي، چې دا پیسې په شمال کې د داعش ډلې او جګړې د پیاوړتیا لپاره ورکړل شوي، خو دوستم ته نيږدې سرچينو دا خبره بې بنسټه بللې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...