یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستان ته د افغان ډبرو سکرو پراخ لېږد، سوداګر او خلک اندیښمن...

پاکستان ته د افغان ډبرو سکرو پراخ لېږد، سوداګر او خلک اندیښمن دي

تاند:( شنبه، د ثور درېیمه) يو شمېر افغانان او سوداګر پاکستان ته د ډبرو سکرو په پراخ لېږد له اندیښنې ښودلو سره وايي، چې په دې برخه کې د بې قانونۍ او ملي شتمنیو د حیف و میل وېره لري.

د دوی په وینا، د ډبرو سکرو لېږد تر ډېره له شمالي ولايتونو څخه زور اخيستی او هره ورځ سلګونه ټنه دا سکاره پاکستان ته لېږدول کېږي.

سرچينې وايي، چې په سکرو بارې لارۍ د پکتیکا، پکتیا، خوست او ختیځو ولایتونو په ځینو سرحدي لارو هره ورځ پاکستان ته اوړي چې د سوداګرو په خبره ډیره کمه برخه یې ګمرک کیږي او نور یې په قاچاقي ډول اړول کیږي.

د طالبانو د کانونو او پترولیم وزارت ویاند مفتي برهان، بيا په دې اړه ادعاوې او اندیښنې ردوي.

هغه د چارو په قانوني والي او شفافيت له ټینګار سره وویل، چې خلک دې په دې اړه انديښنه نه لري.

څه موده مخکې په خواله رسنیو کې ادعا وشوه، چې د طالبانو یو مشران د پاکستان مشهور سناتور طلحه سره یوځای د افغان ډبرو سکرو ناقانونه کاروبار او قاچاق پیل کړی.

طالبانو بيا په دې اړه تورونه ردکړي دي.

1 COMMENT

  1. خلک ولې اندېښمن کيږي؟
    امريکا د خپلو پخوانيو تړونو له مخې چې له پاکستان سره يې د شوروي او د هغوی د وتلو په وخت کې لرل مخته ولاړه او افغانستان يې د هماغو له مخې ورحواله کړی دی. کرنيل هم په خپل کتاب کې ورته اشاره کړې چې :
    ((په کار خو دا وه چې موږ ته د شوروي د جهاد په وخت کې خپله برخه راکړل شوی وای، خو رانه کړل شوه.))
    د ضياءالحق او اغا شاهي په وخت کې هم يو تړون شوی وو چې د هغې له مخې به :
    1) وسله به زموږ په لاس وېشل کيږي،
    2) وسله به زموږ په خوښه ورکول کيږي،
    3) او درېيم دا چې کله روسان وځي، نو افغانستان به موږ ته را پرېښوول کيږي. موږ پوه شه او دوی چې څنګه يې اداره کوو؟ موږ او دوی سره پوهيږو چې څنګه يې اداره کړو؟
    خليلزاد هوبه هو د هماغې تړون له مخې مخته ولاړ او اوس پاکستان افغانستان ته نه يوازې د خپلې خاورې يوه برخه، بلکې خپله يوه مفتوحه سيمه يې بولي، نو هر څه يې د ځان لپاره د جهاد د غنيمت په سترګه ګوري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب