دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د لیکوالۍ اړین توکي | وحیدالله مومند

د لیکوالۍ اړین توکي | وحیدالله مومند

هر کار د پيل لپاره ځینې اړینو توکو ته اړتیا لري، چې د هغو په مرسته ټاکل شوې موخې لاسته راوړل کېږي. لیکوالي هم همداسې وګڼئ، که چېرې تاسو ځینې څيزونه یا مواد ونه لرئ، نشئ کولای په سمه بڼه لیکوالي وکړئ، دا توکي په لاندې ډول دي. 

  مناسب چاپیریال:

هر کله چې تاسو غواړئ، لیکل وکړئ، ځانته یو مناسب چاپيریال ولټوئ، چې ارامه او د خلکو له شور لرې وي، که ستاسو مسلک لیکوالي او ادبیات وي، باید ځانګړې خونه ولرئ، په دې خونه کې هغه شیان له ځان لرې کړئ، چې ستاسو تمرکز خرابوي او پام مو بل لور ته اړوي. تاسو باید په ټوله مانا یوازې، ارامه او لیکلو ته چمتو اوسئ. د لیکلو پر مهال باید تاسو دمه ونکړئ او نه هم ستاسو پام بل څیز ته واوړي، په دې سره په لیکل شوې موضوع کې خنډ رامنځته کېږي او لیکنه مو د مطلب تیت او پرک شکل غوره کوي. هر کله چې تاسو لیکل کوئ، ستاسو فکر په ټاکل شوې موضوع پروسس کوي، وړاندې ځي، د یادښت حافظه مو په ترتیب مناسب توري، نظرونه او حقیقتونه له خپلو تجربو او لوستلو دوام پیدا کوي، نو کله چې د دې پروسس په جریان کې درېږئ، کوم بل کار ترسره کوئ، یا یوه جمله پسې وروسته بله جمله څو شېبې وروسته لیکئ او د لیکلو پر مهال نورو څیزونو کې هم‌مهاله ځان بوختوئ، نو بیا مو لیکنه د مطلب د سم بیان له تناقص سره مخېږي. کوښښ وکړئ چې لیکنه کره، منظمه، پیوسته او د ذهن د ښه تمرکز له مخې وکړئ.

له کمپیوټر سره بلدتیا:

که غواړئ لیکوالي وکړئ، نو له ټولو دمخه له کمپیوټر سره ځان بلد کړئ. که ستاسو د کمپيوټر ځینې لومړي کارېدونکي پروګرامونه زده نه وي، نشئ کولای یو تکړه لیکوال واوسئ. د لیکوالۍ او په ټوله کې د لیکلو لپاره د ورډ پروګرام  زده کول ډېر اړین دی، چې د مجلو، کتابونو، تقسیم اوقات، خبرونو، اعلاناتو او نورو متنونو  لپاره کارول کېږي. د کمپیوټر په کېبورډ باندې چټک کار کول د یوه تکړه لیکوال بله ځانګړنه ده، چې کولای شي په لنډ وخت کې ډېر معلومات لوستونکو ته ورسوي. د پوهنتون په دوران کې ښايي زده‌کړیالان ډېره وړتیا ولري، کتابونه ټکی په ټکی یاد کړي، ښې نومرې واخلي او په ادبیاتو کې یو وتلی کس وي، خو تر ډېره نشي کولای په کمپیوټر لیکل وکړي، چې دا د دوی ټولې زده‌کړې او ژوند له ستونزو سره مخوي. ما یو لیکوال ملګری چېرته معرفي کړ، کله چې یې ازموینه ورڅخه اخېسته، د کمپوټر له کېبورد سره بلد نه و، د همدې کوچني دلیل له مخې یاد کس دنده له لاسه ورکړه. په اوسنۍ نړۍ او مدیریتي کارونو کې خلک له تاسو عملي کار غواړي. علم تاسو ته د څنګه کېدو لاملونه او لارې چارې ښايي، خو مهارتونه ستاسو د علم د برسېره کېدو او ګټې اخېستنې عملي زده کړه ښيي. 

کتابونه او انټرنېټ:

په تش ذهن لیکل نه کېږي، که یې وهم کړو، هغومره ارزښت نه لري. له لیکوالۍ سره په کار ده چې د هرې موضوع اړوند کتابونو ته لاړ شوو، انټرنېټ کې یې په اړه ولولو، او د ټاکل شوې موضوع په اړه ښه ډېره مطالعه وکړو. وروسته له هغې موږ کولای شوو، په جامع ډول د یوې موضوع د وضاحت لپاره ښه او صریحه لار وټاکوو. کتابونو د تخلیق او تحقیق ایجاد دی، د ژوند هر ډول مسایل پکې مستند شوي، په بېلابېلو ژبو لیکل شوي، د هرې پدېدې په اړه پکې معلومات شتون لري، کولای شئ وې لولئ او پر خپلې موضوع برلاسي شئ.

کتابونه او انټرنېت په ژباړو او تحقیقي لیکنو کې هم مهم رول لري. کله چې تاسو په کافي اندازه کتابونه ولرئ، کولای شئ، په لنډ وخت کې ډېر تولید ولرئ. 

د ژبې ګرامري قواعدو زده‌کړه:

که غواړئ چې د یوې ژبې لیکوال شئ، نو هڅه وکړئ، چې د هغې ژبې ګرامر سم ولولئ، که په تخنیکي بڼه یې زده کړه تاسو ته ستونزمنه وي، نو د هغې ژبې د مشهورو لیکوالانو کتابونه ومومئ، لیکنې یې له ګرامري اړخه ولولئ، او په اړه یې فکر وکړئ، تاسو څومره چې متن له ظاهري اړخه لولئ، هغومره مو په لاشعوري بڼه د لیکلو مهارت پیاوړی کېږي او په ارزښتونو پوهېږئ، تاسو به ډېر نامسلکي وګړي لیدلي وي، چې په پښتو ژبه کې ښه او پخه لیکوالي کوي؛ که چېرې ورنه وپوښتئ، چې راز یې څه کې دی، ښايي تاسو ته همدا ووايي، چې د لویو لیکوالانو او ادیبانو د اثارو لوست دې ته وپارولو چې موږ هم لیکنې وکړو.

کمپیوټر، مېز او څوکۍ درلودل: که غواړئ په ژوند کې له نورو خلکو یو څو قدمه وړاندې اوسئ، یو څه مو د خپل راتلونکي نسل لپاره څه کړي وي او نوم مو له مړینې وروسته هم ژوندی وي، نو د خپلې خونې یوه برخه د دفتر په څېر جوړه کړئ، مناسب مېز، کمپیوټر، د برق سیسټم او نور اړین توکي ورته وپلورئ، د مېز چپ لوري ته مو یوه د کتابونو کوچنۍ ښکلې انوارۍ کېږدئ، هر کله چې تاسو د خونې کمپوټر ته ګورئ، تاسو ته به یو څه دریادېږي او د کار کولو ذوق مو ژوند ساتل کېږي. په دې اړینو څیزونو تاسو کولای شئ، پرته له لیکوالۍ د ژوند نورې ستونزې هم حل کړئ. ننۍ نړۍ ته د ټکنالوجۍ نړۍ وايي، دا ټکنالوجۍ په کمپیوټر کې پرته ده، څومره چې په کمپيوټر کې کار کوئ. هغومره نوي څیزونه مو زده کېږي او د ژوند په وړاندې یو مثیت قدم ږدئ.

د یادونې وړ بولم چې د خپل کاري چاپيریال مو ماشومان او نور مزاحم کسان لري وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب