چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد پاکستان په مرکزي برخو کې يو ځل بيا د افغانانو نيول...

د پاکستان په مرکزي برخو کې يو ځل بيا د افغانانو نيول او ځورول پیل شوي

خبريال: زړګی حقمل

(اګسټ ۶مه) له پرون راهيسې په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې پاکستاني پوليسو سلګونه افغانان چې قانوني اسناد هم لري، له خپلو کورونو بيولي او يو شمېر يې د پيسو له ورکړې وروسته خوشې کړي دي.

د راولپنډۍ په منډيي موړ، بنګش کالونۍ، ترنول او د اسلام اباد په ايف ۱۷ او ډي ۱۷ سکټورونو کې پوليسو په لارو و کوڅو کې د افغانانو پر نيولو سربېره د هغوی کورونو ته ورغلي، بد چلند يې کړی او د ټولو قانوني اسنادو په درلودلو سره يې افغانان له ځانه سره بېولي دي.

د يوه افغان له خوا په خپره شوې ويډيو کې ښکاري چې پوليسو په ايف ۱۷ کې د خلکو کورونو ته پرته له قانوني اجازې ننوتي، په کورونو کې سامانونه ګډوډ کړي او پلټلي دي. په ويډيو کې ادعا کېږي چې پوليسوافغانان وهلي او مېرمنې او ماشومان يې ترهولي دي. 

د اسلام اباد د ايف ۱۷ سکټور اوسېدونکی اميد (مستعار نوم) وايي چې د ترنول تهاڼې پوليسو د دوی د سيمې شاوخوا ۷۰ تنه افغانان داسې مهال بوولي چې قانوني اسناد (پاسپورټ، ويزې، د پوليسو رجسټريشن فورمه) يې له ځانه سره لرل. نوموړی زياتوي: «موږ يې ټول تهاڼې ته بوتلو، هلته يې راته نومونه په يوه سپين کاغذ کې وليکل او بيا يې څو ساعته کېنولو، پرته له دې چې زموږ اسناد چيک کړي، پیسې يې واخيستلې او راخوشې يې کړو».

اميد وايي چې پوليسو حتا د پاکستان الکټرونيکي ويزې نه پېژندلي او پرې نه پوهېدل څنګه يې چيک کړي. هغه وايي: «پوليسو ته هېڅ اسناد ارزښت نه لري، يوازې پیسې پېژني بس خلاص».

د راولپنډۍ د منډيي موړ اوسېدونکی ګل محمد وايي چې د کور لپاره يې خوراکي توکي اخيستل چې پوليس راغلل او د نورو کسانو تر څنګ يې دی هم پورته کړ او ويې نيو. ګل محمد وايي:«همدا چې پوليس پوه شول چې افغان يم، پرته له کومې پوښتنې يې له ځانه سره روان کړم؛ په تهاڼه کې يې نور هم ډېر کسان نيولي وو، يو پاکستانی ملګری مې راغی، زما ضمانت يې وکړ راخوشې يې کړم، خو پوليسو راته وويل چې په تورخم مې نه ياست اړولي، نه مو پرېدم». 

په اسلام اباد کې د ډي ۱۷ سکټور اوسېدونکی سليم سلېمان وايي چې پوليسو دی او نور افغانان له خپلو کورونو وايستل، له ځانه سره يې بوتلل او نهايت زيات توهين يې وکړ. نوموړی وايي: « زموږ د قانوني اسنادو له کتلو وروسته يې وويل چې تاسې خپل وطن ته نه ځئ؟ دا خو مو څه د پلار کور نه دی، له بلوسې او توهين وروسته يې څو ساعته کېنولي وو، بيا يې د يو کس په سر دېرش زره روپۍ وغوښتلې چې عذر و زارۍ وروسته مو لس لس زره روپۍ له مجبوريته ورکړې او راخوشې يې کړو».

نوموړی وايي: «پاکستاني پوليسو چې نوره بهانه نه درلوده نو ويل يې چې تاسې د سياحت په ویزه راغلي ياست او دلته کار کوئ، په داسې حال کې موږ کار نه کاوه بلکې د کورونو له دروازو يې راويستلو». سليم وايي چې پوليس په دې لا نه پوهېدل چې زموږ په ويزه کې څومره وخت پاتې دی او بايد په څومره وخت کې پاکستان پرېږدو؟

د بشري حقونو فعالان وايي چې د اوسېدونې د قانوني اسنادو په شتون کې پرته له کوم جرمه هېڅ حکومت حق نه لري قانوني کډوال او مسافر توقيف کړي، يا يې وځوروي او يا يې په بشري حقونو محدوديتونه وضع کړي. 

ډاکټر اسدالله ښاليز په افغانستان کې د بشري حقونو فعال چې دا مهال په جرمني کې کډوال دی وايي: «بدبختانه دا څويم ځل دی چې يوازې د افغانستان ګاونډي هېوادونه دغلته مېشت افغان کډوال په يوه او بل نامه ځوروي؛ چې دغه عمل د بشري حقونو د نړيوال کنوانسيون او د کډوالو د ټولو تړونونو او معاهدو خلاف عمل دی، تشدد دی او بشري جرم دی». ښاليز زياتوي چې پاکستاني پوليس هر ځل په دغه هېواد کې د سياسي بدلونونو پر مهال افغانان نيسي او ځوروي.

پر افغانستان د طالبانو له قبضې وروسته میلیونونو افغانان له هیواده وتلي چې د دوی ډېره برخه په پاکستان او ايران کې مېشت دي، خو په پاکستان کې د پخواني لومړي وزير عمران خان له نيولو وروسته په دغه هېواد کې د افغانانو نيولو او ځورولو يو ځل بيا زور اخيستی دی.

5 COMMENTS

  1. امریکا د ۲۰۲۱م کال له اکتوبر میاشتې راهیسې دغو پاکستاني بنسټونو ته له ۷۵ مېلیونو ډالرو ډېرې پیسې ورکړي چې د افغان کډوالو ملاتړ وشي.”
    https://www.bbc.com/pashto/articles/c2jr2ln71jyo
    پاکستان ته د افغان کډوالو نوې څپه؛ پاکستانیو بنسټونو پرې له امریکا لسګونه میلیونه ډالر اخیستي

  2. د ظلم او خیانت لاسه ، الله ج دِ مات کړه ۰
    ولا تزد الظالمین الا تبارا
    اللهم انا نجعلک فی نحورهم و نعوذ بک من شورهم

  3. د ظلم او خیانت لاسه ، الله ج دِ مات کړه ۰
    ولا تزد الظالمین الا تبارا
    اللهم انا نجعلک فی نحورهم و نعوذ بک من شرورهم
    اللهم شټت شملهم و مزق دیارهم و خرب بنیانهم و قرب آجالهم و بدل احوالهم و خذهم باخذ عزیز
    مقتدر ـ آمین

  4. په اصطلاح په نور څه می سر نه خلاصیږی خو د پورته عکس په لیدو باید هر آزاده انسان خواشینی سی.
    د یو بوډا ګریوان ته لاس اچول ( مهمه نه ده چی دا بوډا یهود وی یا انګریز وی یا هندو وی یا بودائی یا مسلمان یا پښتون یا کوم بل څوک وی ) انسانی کرامت ته دروند سپکاوی دی.
    کیسه به هله ډیره ترخه وی که معلومه سی چی هم پولیس او هم دا بوډا ، پښتون وی ضمناً موږ هم خوشی غُلان ؤ او غُلان یو چی لسیزی لسیزی مو د ها خوا د پښتون د مینی بالښت پر ځِګر نیولی ؤ.

  5. سلامونه،
    زه فکر کوم ډیري افغانانو چې د پوکسټین په ښارونو کې دمجبوریت هجرت یا زوند کړیدی ، حتماََ د تش په نامه پاک-پولوس والا او یا پاک؟-فوج والا د کورپشن سره چې نه په بشریت کې-نه اسلامیت کې -نه همسایه توب کې او نه پښتونواله کې جواز لريي ، مخامخ شوي وي او دا لړۍ اوس په لا ډیر شدت سره دوام لري؛په ځانګړي ډول چې اوس د دیوالي کیدو سره مخ دی او هم پر خپل پخواني منتخب پرایم منسټر خوله لګوي دا د سند و پنجاب و کشمیر د هیرا مڼډهي هرامجادو اولاد!!!
    آ د چا خبره م.ع. ګناح! ورته دا وصیت کړی چې کیسه بري به کوئ!
    د ډاکټر همت دعاګانې دې خدای قبولې کړي ؛ او وای له هغې ورځې چې دغ.حضرت محترم خبره ،دواړه پښتانه وخیژي!!؟؟.
    اې جو دهشت ګردي هی ….
    .. .. …. ….. ..

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب