شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د شعر له زاویې د هنر جلوې | همت عمرزی

د شعر له زاویې د هنر جلوې | همت عمرزی

پر ادبیاتو خبري

شعر دی له ښه زړه به وتلی وي

ښکلی عبارت چې اثر هم لري

استادپسرلی

د شعر د دروني ساغر له همېش بهاندې سخي څڅوبي له مستور بهیره د انساني شعور او لاشعور ذوقي تنده او تمایل مدام شادابه او خړوبېږي. شعر د غيرملموسې نړۍ له تل څخه د ملموسې دنیا د انتظام لپاره هم خورا ګټورې هنري نسخې او سریښتې لري، د ژوند اړوندې باریکې او تاریکې زاویې ښه په کارنده او رغنده توګه روښانه کوي. د هنرونو د جادویې کهول له محوري برخې څخه یوعمده اړخ د شعر نقش او عملي کردار دی. شعر مونږ ته د طبیعت د ښکلاګانو ګونګه ژبه په خبرو او سندرو راولي، شعر د ژوندانه ناليدلي او ناویلي ګوټونه د ناخبرې ټولنې د باطني سترګو جلبوونکي منظر ته نېغ ودروي، شعر د حقیقت پلټنې او حقیقت موندنې اوږده مزلونه د یوې شاعرانه جملې په هنري جاموکې داسې رالنډوي چې د نور فکري اوشعوري مزله اړتیا ته هيڅ ځای او مجال نه پاته کېږي. که څوک د هستۍ پر ناڅرګندو ښکلاګانو د منظر او دیدار ذوقي پل ګرد غواړي، نو د شعر چټک سپاهي دغه سفرته خورا چمتو، مناسب او ملاتړلی ښکاري. هغه ژبه، هغه سترګې او هغه ناخوداګاه حِس چې د شعري وجود په تخییلي او کمالي اډانه کې شتون لري، زه فکر نه کوم چې د نورو هنرونو په کوم بل قالب کې دې په دغه راز او داسې انداز موجود وي.

شعر د مبالغې له خوځانده او بهانده سرچینې څخه خورا په ډک لاس خپل د لفظونو د ښایست خواږه وېشي، اما پام مو وي چې دا هنري مبالغه هم د حقیقت له ترخې تومنې څخه په یوډول نه يو ډول خوند او رنګ اخلي. په شعر کې د ډېرو هنرونو ځلبلاندې جلوې سترګکونه وهي، چې هنرپسنده سترګې د دې هنري ښکارندو سِحرناک او آغېزناک وجود په قلبي سترګومحسوسوي. د شعر په دننه تل او ژورو کې مونږ موسیقي اورو، مترنِمه نڅا ګورو، د ښکلا تنده خړوبوو، د ښکلو انځورونو تخنونکې ننداره کوو، د تصوف او عرفان د رمز و او اسرارو دنیا ته ورننوزو، د سیاست او ټولنیز ژوند هراړخیزه څکه کوو او بلاخره د ټول ژوند اصلي کیف او ماهیتي خوند څکو، بنا” د شعر رنګینې او آهنګینې زاويې د ژوند له بېلابېلو اړخونو څخه ډول ډول کیفیتونه او رنګارنګ حالتونه مونږ ته را ډالۍ کوي. که ژوند ته د شعر له نرم او ورېښمین ليدلوري په شاعرانه منطق وګورو نو د مینه ناک او مین ژوند ښکلې تجربه به مو په غوره تاثر ترسرکړې وي.

شعر ژوند هنري کوي، د کایناتو د هنري ژباړې هنري چاره د شعرپه غاړه ده، مونږ که غواړو چې د مادي ژوند له سخت زړو او بې مینې مراودو او معاملو څخه ځان کوم دروني سکون ته ورسوو، نو د شعر خیالوره دنیا دغه مسرورانه چانس په ډاډ سره راکوي. راځئ چې یو بل مثال هم د دې نړۍ له خوږلنو درسره شریک کړم. د لویو شاعرانو چې په اصل کې لوی مفکران هم دي دغه دنیا وګورئ، د دوی د لیدلورو او نظریو تنسته وڅېړئ، د ژوند او په ټوله کې له هستۍ سره د دوی متفاوت غنايي چلند ته ځېر سئ او بیا د څو شېبو لپاره د خپل ذهني برداشت په محک کې یاد مسایل وارزوئ، تاسوته به څه فکر او کوم نوی احساس پیدا سي؟

آیا دغه تیوریکي او عملي شاعرانه دیالکتیکونه چې دوی په دې بستر کې شنلي او تحلیل کړي دي دا د کوم بل فکري قالب په آډانه کې شوني او ممکن دي؟ د دغو لایتناهي موضوعاتو شننه او چېړنه د نورو فکري او علمي ظروفو د ګنجایش او پیمایش د توان خبره ده؟

پایله اولنډون

شعر د خیال په وزرو مونږ ته د ماورا جهان د نندارې څرک په لاس راکوي، پر ژوند مینېدل او له ژونده تښتېدل دواړه حالتونه د شعرساحرانه جادو په مونږ راوستلای سي، د شعر ژبه د کایناتو د تشریح او توضیح موزونه او متخیله طلایي او جادویي ژبه ده، زړونه په ځان پورې ورکاږي، فکرونه له ځان سره بوختوي، عواطف په جوش اندازه نڅا راولي، احساسات چیغوي او انساني وجود په یو بېل جهان کې په بې واکه توګه را ایساروي؛ بِالنتیجه شعر شرنګېدلی کایناتي غزل دی چې نغمې يې د طبیعت پر پراخه ورشو چنګ وهلي خورې ورې غړانګي وهي..

ماویل زما معشوقه شعر نومېږي

د مور له میني آن د خدای ج تر پولي…

کاروان.

په پېرزوینه او درناوي.

د استاد پسرلي په شعر کې د حماسي بېلګو شتون

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب