پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپاکستان له هر افغان څخه ۸۳۰ ډالره خروجي فیس غواړي

پاکستان له هر افغان څخه ۸۳۰ ډالره خروجي فیس غواړي

تاند (چهارشنبه،د قوس ۱ مه) ملګروملتو او لوېدیځو دیپلوماتانو د پاکستان له لوري له هر افغان څخه د خروجي په نوم د ۸۳۰ ډالرو اخیستل بوږتوونکی او مایوسوونکی اقدام وباله.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، د پاکستان حکومت په یوه کمساري اقدام کې ویلي چې له هر افغان څخه چې له دغه هیواده لوېدیځو هیوادونو ته ځي، د خروجي فیس په نوم ۸۳۰ ډالره اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان له هغو افغانانو څخه چې په ویزې پاکستان ته تللي دي، حتي که یوه ورځ یې هم د ویزې مهلت پوره شي، سلګونه ډالر د جریمې په نوم اخلي او بیا د بلې ویزې لپاره هم سلګونه ډالر ترې غواړي.

پاکستان چې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ دی او میلیاردونه ډالر پوروړی دی، ممکن په دې توګه غواړي چې څه نا څه عاید ترلاسه کړي.

دې هیواد په اکتوبر کې اعلان وکړ چې ټولو بې اسناده کډوالو ته د نوومبر تر لومړۍ پورې مهلت ورکوي چې له پاکستانه ووځي خو عملاً یې د اکتوبر له پیله د افغانانو نیول، ځورول، ورڅخه د پیسو شکول او په زوره ایستل پیل کړل.

په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي چې پولیس اسناد لرونکي هم د دې لپاره نیسي چې پیسې ورڅخه واخلي.

ګارډین ورځپاڼه وايي، په پاکستان کې پنځو لوېدیځو دیپلوماتانو ورته ویلي چې پاکستان خروجي فیس ۸۳۰ ډالرو ته لوړ کړی چې دا په نړۍ کې ساری نه لري.

یوه دیپلومات وویل:«زه پوهیږم چې پاکستان په ډېر سخت اقتصادي وضعیت کې دی خو له کډوالو څخه په دې ډول د پیسو اخیستل، چندان ښه کار نه دی.»

ګارډین وايي چې دا موضوع د ملګروملتو د مهاجرت نړیوالې ادارې هم راپورته کړې او تقریباً هر چا د پاکستاني چارواکو تر غوږونو رسولې ده.

یوه بل لوېدیځ دیپلومات ویلي چې په دې اړه یې د پاکستان له کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو سره خبرې وکړې. هغوی ورته وویل چې په پیل کې دوی غوښتل چې له هر افغان کډوال څخه ۱۰ زره ډالر د خروجي فیس په توګه واخلي خو وروسته یې پرېکړه وکړه چې ۸۳۰ ډالره به اخلي.

د امریکا حکومت غواړي چې ۲۵ زره او بریتانیا ۲۰ زره افغانان خپلو هیوادونو ته ولېږدوي.

زرګونه نور کاناډا، استرالیا، جرمني او نور لوېدیځ هیوادونه انتقالوي.

اکثرو دغو افغانانو ته ویل شوي چې پاکستان ته لاړ شي څو له هغه ځایه یې د انتقال پروسه بشپړه شي.

5 COMMENTS

  1. هر ظلم چی پر افغانانو کیږی لویه وجه یی همدا طالبان دی. طالبان که پر سیاست پوهیدی اوس به یی ځانونه په دنیا والو په رسمیت پیژندلی وی. اوس طالب مستبد حکومت ملل متحد ته هم د پاکستان پر ضد شکایت کولی نشی ـ

  2. ګرانه بادام ګله وروره،
    همداسې ده.
    تا به په پېښور کې د افغان قونسلر خبرې نه وي اورېدلي؟
    هغه پخپله مرکه کې ويلي چې :
    پاکستان چې پر افغانانو څه کوي دا يې حق دی. ځکه چې دا د پاکستان خپله خاوره ده او څه چې کوي خپل حق يې دی. او بيا يې لا داسې وويل چې :
    ما ته پاکستان ډېر ګران دی. ان تر دې چې له ځان او ټول افغانستان نه راته ګران دی، نو زه خو وايم چې پاکستان لا اوس هم ښه کوي چې خروجي راباندې له دې نوره هم زياته نه کړي. موږ چې دغسې طالبي قونسلران لرو، نو ښه ښادي به ترېنه وګورو.

  3. د شوروی په هدایت او د لیونی سور محمد داؤد کمونیستی کودتا افغان ملت ته دا دوزخی اور بل کړیدی د خود خواه ستر احمق محمد داؤد خان چپراسی اولاده او نوره کمونیستی غلامان کوشش کوی چی دده کمونیستی کودتا ته د ملی کودتا رنګ ورکړی اما دا ملی خائینین به بریالی نشی !!!!
    دا ملی خائینین دومره سپین سترګی شوی دی چی د کمونیستی کودتا او ددی کودتا په تعقیب پنجابی پاکستان کښی د امریکا په ډالرو د اسلام تر شعار لاندی تربیه شوی قاتل وحشی تنظیمونه ، تربیه شوی وحشی قاتل قدیانی طالبان او ایران له خوا تربیه شوی غلامانو له خوا د افغان ملت تباهی د یکنواختی یادونه باندی تاکید کوی او ددی فجایع یاده باید بس شی ، نه هیڅکله به ددی ملی خیانتکارو دوامداره یادونه خاتمه ونلری او ددی ملی خیاتکارو له کبله افغان ملت ددی خائینینو له خوا په سره اور کښی سوزی !!!!
    د خائینی داؤدی کمونیستی کودتا څخه پخوا به چی پنجابی پاکستانیانو پټاڼ نام اوریدو نو د ترسه به په لړزا وو اما نن ورځ ددی تربیه شوو غلامانو په وسیله افغان مهاجرین اول چورکوی او بی عزته کوی او بیا ئی د پنجاب څخه شړی او قدیانی طالبان د افغانانو مهاجرینو چورکول زندانی کول او وهل د پنجابی پاکستان مسلم حق بولی !!!!

    دا فجایع به نور زیات دوام ونکړۍ شی ددی خائینینو پر ضد ملی حرکت به د ملت سره ګډ مثبته نتیجه ورکړی !!!!

  4. غروالکه داسی ښکاری چی ته هم له هغو بی دینه کسانو نه یې چی په هیڅ عقیده نلری او وایې انسان لکه کبله شنه کیږی او بیرته وچیږې لګ مسلمان شه که ته مسلمان نی مور یا پلار خو دی مسلمانان وه

  5. شیرالکه دی خائینو قاتلو غلامو کمونیستانو ، تنظیمونو او قدیانیو طالبانو د اجنبیو تر کنترول او د ستا په شان مرتجعو او بی دینو په کومک افغان ملت ته دا بدبختی راغلی دی تاسی مرتجع د افغان ملت اصلی دوښمنان یاستۍته مطلق جاهل نه د اسلام پوه لری او نه تعلیمی پوه او دا غیرتی ملت به ډیر ژر بیدار شی او د افغانستان خاوره به د یادو مکروبونو او د تاسی په شان بی سواده مرتجعو څخه پاکوی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب