دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهطالب مشر هبت الله اخوندزاده خپلو وزیرانو ته څه وویل؟

طالب مشر هبت الله اخوندزاده خپلو وزیرانو ته څه وویل؟

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱ مه) په کندهار کې له ملاهبت الله اخوندزاده سره د طالبانو د کابینې د غړیو د دوه ورځینۍ غونډې په پای کې ذبیح الله مجاهد نن د دې غونډې په اړه په یوه خبرپاڼه کې د خپل مشر څرګندونې خپرې کړې.

د دې اعلامیې پر اساس، د طالبانو عمومي مشر د سرپرستې کابینې غړیو او نورو چارواکو ته په خطاب کې وویل، د شریعت تطبیق او ولس ته خدمت د چارواکو لومړنۍ دنده ده او که کوم چارواکی غفلت وکړي د ټولو افغانانو حق ورسره ضایع کېږي.

پرون ځینو سرچینو ویلي و چې طالب مشر خپل وزیران د هیواد د مهمو پرېکړو په اړه مشورې ته وربللي دي خو د ښاغلي مجاهد له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د کابینې غړیو ته د ملا هبت الله اخوندزاده د ښه کوئ او بد مه کوئ په شان نصیحتونو ته ډېره اشاره شوې ده.

طالب مشر د سمت پالنې او قوم پالنې د نفي کېدو پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې وویل:«خلکو زموږ سره ډېره وفا کړې، پام مو وي چې له هغوی سره بې وفايي ونه کړئ، ټولو خلکو ته په یوه سترګه وګورئ، ځکه چې تاسي اوس د یوې ولسوالۍ یا یوه ولایت مسوولیت نه لرئ، بلکې د ټول افغانستان مسوولیت په غاړه لرئ.»

ملا هبت الله اخوندزاده همداراز تر خپل واک لاندې چارواکو ته وویل:«هڅه وکړئ چې د زور په ځای د تشویق، هڅونې او ښو اخلاقو له لارې خلک دین او اسلامي اخلاقو ته راوبولئ، ځکه چې که له زوره کار واخلئ خلک درسره مقابله کوي، خو د تشویق له لارې له تاسي سره دوستي او اخلاص کوي.»

د خبرپاڼې پر اساس، هبت الله اخوندزاده خپلو وزیرانو ته وویل چې د تېر نظام د مسوولانو له برخلیکه عبرت واخلي نو د جهاد او د دیني زده کړو د مهال عادتونه هېر نه کړي.

تمه وه چې په دې غونډه کې به د نجونو د ښوونځیو د پیلېدو په اړه پرېکړه وشي خو په خبرپاڼه کې بې له دې چې د نجونو د زده کړو یادونه وشي، راغلي چې په غونډه کې د هیواد د نوي نسل د ښې روزنې او په تعلیمي چارو کې د ښو خدماتو وړاندې کولو په بیلابیلو دیني او عصري برخو کې د علمي ظرفیت د لوړولو، د استادانو او شاګردانو د مشکلاتو د حل کولو په تړاو بحث او مشوره وشوه.

په خبرپاڼه کې ایران او پاکستان ته د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملاعبدالغني برادر او د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سفرونو ته هم اشاره شوې او ویل شوي چې دواړو د خپلو سفرونو او د سوداګرۍ د ودې لپاره د خپلو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

د ريیس الوزرا بل مرستیال ملاعبدالسلام حنیفي د راستنو شویو کډوالو د ځای پر ځای کولو او هغو ته د اسانتیاوو د برابرولو په اړه خبرې وکړې.

که څه هم ویل شوي و چې په دې دوه ورځینۍ غونډه کې به د ټي ټي پي او له پاکستان سره د طالبانو د حکومت پر اړیکو تمرکز کېږي خو په خبرپاڼه کې یوازې دومره راغلي چې په دې ناسته کې له ګاونډیو او نورو هیوادونو سره د اړیکو پر لا زیاتېدا او موجودو ستونزو خبرې وشوې.

5 COMMENTS

  1. شيخ هبت الله،
    ښه کوئ او بد مه کوئ. ته دومره مه ساده کېږه او نه حکومت په ساده ګۍ کيږي.ملا سړی يې چېرته غلی د جومات په يو کونج کې کښېنه او خپل عبادت دې کوه. افغان ټولنه يوه سوچه اسلامي ټولنه ده. افغانستان په تاريخ کې داسې بد له هېچا سره نه دي کړي. ته يوه ملاګی له دنيا نه ناخبره د مذهب په نوم په وړندو او پټو سترګو جګړه وکړه. اول خو تا ته په کار ده چې رسنيو ته راووځې او له دې ملت نه بښنه وغواړې چې دا ملت دې وبښي.
    دا هم ستا د هغه د وړندو سترګو تش په نوم د مذهبي جګړې پايله ده چې نن يې ټول افغانان دا تاو ګالي.
    پاکستان تا ته د يو ګرو (مرهون) او پلورل شوي او بېواکله غلام په سترګه ګوري او همغسې سلوک درسره کوي او دا تاسې واست چې د هغه د استخباراتو او نظاميانو پورې اړونده مدرسو پر خولو مو جهاد کولو، نو اوس دې هغوی نران شي او د حق اواز دې پورته کړي. مفتي تقي عثماني خو عاصم منير ته تر هر چا مخکې په لومړي صف کې ناست وو او له هغه ظالم حکومت يې ملاتړ وکړ، نو آخر تا کې لږ ذره ايمان واسلام او شرافت شته چې ته نور خپل ځان وپېژنې او له دې غلامۍ نور ځان خلاص کړې.
    پاکستان له افغانانو سره تل د ټولو اسلامي، اخلاقي، ګاونډيتوب او نړيوالو اصولو خلاف چلند کړی،خو تاسې بيا هم د همغو پر خولو باور کولو او د هغوی فتواوې مو منلې، نو اوس د هغه فتواو زور دا شو چې مالونه يې په زور درڅخه نيولي او نه يې پرېږدي او نورې ډېرې ناروا غوښتنې يې رامخته کړي دي، نو په کار خو دا ده چې ته راښکاره شې او خپله توبه دې د دې ملت پر وړاندې رب العالمين ته وباسې او بيا دا ژمنه وکړې چې د پنجاب غوجلو ته به بيا نه ځم.

  2. د دومره ساده خبرو او مجلس لپاره فکر نه کوم چې ټول ملایان دې له کابله په الوتکه کې بار او کندهار ته د آی اس آی د نایب الاماره حضور ته حاضر او هغه ته د خپل ارادت تقدیم کړي .
    هغه څوک چې د یو عظیم ملت په وړاندې د مسوولیت احساس نه کوي ، ځان نه ورته ښکاره کوي ، د هغوی د اولادونو غوښتونو ته د خدای ورکړو اسلامي ، مدني ، افغاني او نړیوالو حقوقو پر خلاف ځواب نه وایی . افغانستان یې په 21 پېړۍ کې په مطلقه انزوا کې پرې ایښی ، ولس یې له اقتصادي ستونزو سره مخامخ کړیدی او د تېر شل کلن جمهوریت انتقام په ډېره بېرحمي سره ترې اخلي . یوه سلنه ملایانو او چړیانو د ټول ملت په حقه حقوقو خېټه اچولې ده ، چې دا عمل مطلق او ښکاره ظلم دی.
    بنا دا شخص هېڅ د احترام وړ نه دی . ولس له دوی نه نفرت او کرکه لري .

  3. که پورته عکس د یادی غونډی په اړه وی نو:
    ۱ – زبیهولا مجاهد په ناستی بیده دی ( لکه څنګه چی به د ځوانی په دوران کی د لندن په ډیسکوټیک کی په ولاړی بیده ؤ ).
    ۲ – خلیفه ابن خلیفه ابن خلیفه ( سراج الدین حقانی ) په عکس کی نه ښکاری.

  4. نور څه ندی ویلی صرف ورته نصیحت کړی چی ما غوندی مخ دیوال ته کړی کونه خلکوته هڅی ټول کونیان یاست په مدرسو کښې یو پر بل سپری دې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب