دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهد طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د امنیت شورا شرط: د ښځو...

د طالبانو د رسمیت پېژندلو لپاره د امنیت شورا شرط: د ښځو د کار او زده کړو حقونه ومنئ

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱ مه) د ملګروملتو امنیت شورا وايي، تر څو ښځې د افغانستان په حکومت کې حضور ونه لري، له طالبانو سره به نړۍ هیڅ راز تعامل ونه کړي.

د امنیت شورا غړیو د افغانستان د وضعیت د ارزونې په اړه د افغانستان لپاره د ملګروملتو د ځانګړي همږغوونکي فریدون سینیراوغلو د راپور تر اورېدو وروسته پرېکړه وکړه چې په ملګروملتو کې د افغانستان د چوکۍ ورکړه او له طالبانو سره نور نړیوال تعاملات تر هغو ناممکن دي چې طالبانو د افغانستان په دولت کې ښځو ته ونډه نه وي ورکړې.

د امنیت شورا له اعلامیې سره سم:«په نړیوالو موسسو او نړیوال سیستم کې د افغانستان هر راز بیا ګډون د ښځو له مشارکت سره تړلی دی.»

په اعلامیه کې همداراز ویل شوي:«د کار او زده کړو او په عمومي او سیاسي ژوند کې د ګډون په شمول د ښځو او نجونو اساسي حقونه پر دې سربېره چې د یوه هیواد د اساسي ژمنو برخه دي، د دولتونو د ظرفیتونو د سویې د لوړېدو او همداراز د اقتصادي ودې لپاره هم ضروري دي.»

تر دې وړاندې امنیت شورا له سرمنشي انتونیو ګوتیریش څخه غوښتي و چې د افغانستان د وضعیت په اړه یوه خپلواکه ارزونه وکړي. سرمنشي تورک دیپلومات فریدون سینیراوغلي ته دنده وسپارله چې په دې اړه په افغانستان او له افغانستانه دباندې ارزونې وکړي او د خپلو ارزونو راپور امنیت شورا ته وړاندې کړي.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي، تر هغو چې ملګروملتو د دوی حکومت په رسمیت نه وی پېژندلی، د ملګروملتو د قوانینو منلو ته ځان مکلف نه بولي.

ده همداراز ویلي، حتي که په رسمیت هم وپېژندل شي، هغه مسایل به ونه مني چې له اسلامي قوانینو سره په ټکر کې وي.

سره له دې چې طالبان دا نه شي ویلی چې د ښځو کار او تعلیم د شریعیت خلاف دي، خو بیا هم اجازه نه ورکوي او په دې توګه افغانستان د منځنیو پیړیو خوا ته بیايي.

3 COMMENTS

  1. نو دا خره ولې د سي لکۍ پورې نښتي او د نجونو ښونځي نه خلاصوي. د یوې خوا د نړیوالو پښو کې پریوځي چې په رسمیت یې وپیژني او د بلې خوا د هغوی غوښتنې نه مني او د خپل دایمي بادار تور پنجاب ته منتظر دي چې هغوی څه وايي. که تاسو کې غیرت وي خپل بادار ته ووایی چې لومړی مو هغوی وپیژني مګر ناسو دا جرت نلرئ او سترګې مو ورته ټیټې دي.

  2. فکر کوم ټالب یوه پنجابي پروژه ده . دوی نه غواړي چې افغانستان یو باثباته او دایمي ، مستقل او پرمختللی دولت ولري . پنجاب تل داسې هڅې کوي چې افغانستان کې هر دوه دري او یا پنځه کاله وروسته یوه پاچاهي ګردشي وي .
    د ټالبانو د رژیم د سقوط لپاره باید کورني او نړیوالې قانع کوونکې پلمې او بهانې موجودې وي . که دوی ښوونځي پرانیزي ، او ښځو ته د کار زمینه مساعده شي او یا کار اهل کار ته تسلیم شي ، نو بیا خو د اسلامي شریعت مطابق نوره پلمه ختمیږي او نړیوال به افغانستان په رسمیت وپېژني ، نړیوالې مرستې به له افغانستان سره وشي ، د افغانستان سفارتونه او سیاسي نمایندګی به فعاله شي . افغانان به له خپل قانوني او مشروع حق نه دفاع وکړي . دا هغه څه دي چې پنجاب او کرنیل هبت یې نه غواړي .

  3. پنجابیان ده دی پوه دی چی افغانستان کښی وطن دوست کس نشته ټول خاین غله او قاتلین دی ملا له یو خوا دین او اسلام ناری وهی له بلی خوا له دین او اسلام سره دشمنی کوی او خلک له اسلام نه بیزاری ته هڅوې تعلیم کړی او روشنفکره یې په څلور روان دی وطن هیڅ ورته اهمیت نلری صرف عیاشی فحاشې اول دالر ورته اولیت لری غریبه طبقه یې لکه د خواجه خره هر څوک چی پری سپاره شول دوی ورلاندی روان وی فکر نکوم چی دا وطن جوړ شی افغان هر وخت خپله پښه په تیشه وهلی ده خود کوشه او بیګانه پرسته خلک دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب