پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهبرېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا به سبا ډېره پرچاوي ولري

برېښنا شرکت: د ازبکستان وارداتي برېښنا به سبا ډېره پرچاوي ولري

تاند (چهارشنبه، د قوس ۱ مه) د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي، چې له ازبکستان څخه هېواد ته وارده شوې برېښنا به سبا ورځ ډېره پرچاوي ولري.

دغه شرکت په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي: «ټاکل شوې ده، چې د ازبیکستان وارداتي برېښنا، په نوموړي هېواد کې د برېښنا تأسیساتو د ترمیم او اساسي رغونې په موخه، د پنجشنبې په ورځ، د سهار له ۸ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې ۵۰ سلنه را ښکته کړي.»

د یاد شوي شرکت د اعلامیې له مخې، له دې امله به د بلخ، سمنګان، بغلان، پروان، کاپیسا، پنجشېر، کابل، ننګرهار، لغمان، غزني، میدان وردګ، لوګر، پکتیا او خوست ولایتونو کې به د برېښنا پرچاوۍ زیاتې وي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هوا له سړیدو سره د نورو کلونو په شان سږ کال بیا افغانان د برېښنا له زیاتې پرچاوۍ شکایت لري.

د برېښنا چارواکي بیا له خلکو مرسته غواړي او ټینګار کوي، چې که د برېښنا په مصرف کې بې احتیاطي ونه کړي، پرچاوي به کمه شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب