نن سهار وختي مي د تاند په ویبپاڼه کي یو خبر ولوست چي د پنجاب حکومت د ټولو افغانانو څخه چي بهر ته مهاجرکیږي، د ټولو بین المللي، انساني او اسلامي اصولو په خلاف، د سړي پر سر، ۸۳۰ ډالره اخلي. پاکستان چي اوس حاضر د سختو اقتصادي او سیاسي مشکلاتو سره مخامخ دی نو په ښکاره یې راهزنی ته لاس اچولی دی. البته د لاري نیولو او داړه مارۍ دا وروستی قانون یې ځکه، یوازي د افغانانو لپاره پاس کړی دی، چي مظلوم افغانان په نړۍ کي هیڅ مدافع نه لري او د طالبانو اسلامي اِمارت یې ځکه دفاع نه کوي چي یو خو پاکستان ته څه ویلای نه سي او بل د هغوی په نزد غربی هیوادونو ته تلل په نه بخښل کېدونکو ګناهونو کي شمېرل کیږي. د بې وزلو افغانانو دي خدای مل سي. خو دا په پوره جرأت ویلای سم چي دا اوسنۍ غمیزه او دا غم لړلي حالات تر قیامته دوام نه کوي. که ملګرو ملتونو او د افغانستان اسلامي اِمارت د دې مظلوم ملت دفاع ونه کړه. که په بهر کي اوسېدونکو افغانانو د هغوی ننګه ونه کړه؛ نو په داخل کي اوسېدونکي افغانان تر ابده داسي خاموش پاته کېدلای نه سي او یوه ورځ به یې د غیرت چیغه جهان ولړزوي؛ او ورڅخه غصب سوي حقوق به د خپل مټ په زور واخلي.
غزل – عبدالباري جهاني
یوه ورځ به داسي راسي چي اغزن سرحد به نه وي
نه به پوله چاته یاده نه به وېش چاته په زړه وي
له آمو تر اباسینه له هراته تر چتراله
ټول یوه ترانه وایی یو سرود به یې په خوله وي
له پښتونه تر تاجیکه هزاره او تر اوزبیکه
یو ملت یو به اولس وي لکه وروڼه سره مله وي
نه به لر وي نه به بر وي یو هیواد یو به لښکر وي
یو آواز یو به ټبر وي یو به سترګه بل رانجه وي
نه تربور نه به بدل وي پر دښمن به ګډ یرغل وي
اولسونه به وي وروڼه غلیمان به یې ړانده وي
لوړي څوکي به وي ښکلي له رنګینو بیرغونو
توتکۍ به زېری راوړي محتسب او شیخ به مړه وي
نه چړي نه به مُلا وی چي مکتب ته به بلا وي
کور به وران د ابوجهل زموږ زړونه په ساړه وي
پر مزار د مدرسې به د مکتب بیرغ رپیږي
د تیارې پاتا به اخلي که زاړه وي که واړه وي
جهاني خوب مي لیدلی چي بابا مي راته وايی
د بنجاب مړی به پروت وي ټپوسان به په ماړه وي.
د ۲۰۲۳ کال د نومبر دوه ویشتمه، ویرجینیا.