پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهپه خیبرپښتونخوا کې په ۲ بریدونو کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي

په خیبرپښتونخوا کې په ۲ بریدونو کې لږترلږه ۵ تنه وژل شوي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲مه) پاکستاني چارواکي وايي چې پرون (چهارشنبې) نامعلومو وسله والو په خیبر پښتونخوا کې په دوو جلا بمي بریدونو کې د دوو پوځیانو په شمول ۵ تنه ووژل.

د بریتانیا د مېل ورځپاڼې د راپور له مخې، لومړۍ حمله د خیبرپښتونخوا ایالت په شمالي وزیرستان کې وشوه او په لړ کې یې د پاکستان د پوځ پر اساس دوه پوځیان ووژل شول.

له دې وروسته د د واڼې په یوه دوکان کې یم وچاودېده چې د پولیسو په وینا په نتیجه کې یې یو حکومت پلوه سپینږیري اسلم نور او دوه تنه نور ووژل شول.

د پولیسو یوه چارواکي الله وزیر وویل چې اسلم نور په دې مشهور و چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي په وړاندې د حکومت ملاتړ کوي.

تي ټي پي پر پاکستاني پوځیانو د حملې مسوولیت منلی خو پر اسلم نور په برید کې یې لاس لرل په کلکه رد کړي دي.

پاکستاني طالبان ادعا کوي چې ډېر ځلي حکومتي ځواکونه پر ملکیانو د دې لپاره بریدونه کوي چې ټي ټي پي بدنامه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب