دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهیوناما: د افغانستان په اړه به زر د ملګرو ملتونو یوه برخلیک...

یوناما: د افغانستان په اړه به زر د ملګرو ملتونو یوه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲ مه) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازیتوب د دفتر( یوناما) د سیاسي برخې مشر سکاټ اسمېټ ویلي، چې زر به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو یوه برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي.

نوموړي د طالبانو د ریاست الوزرا له استازي سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې دا غونډه به د ۲۰ هېوادونو د استازو په ګډون جوړه شي.

سرچینې له نورو جزیاتو پرته دا هم ویلي، چې په غونډه کې د طالبانو د استازیتوب لپاره هم هڅه روانه ده او ترڅنګ یې یو شمېر افغان شخصیتونه هم په دغه غونډه کې برخه اخلي.

په ورته مهال، د افغانستان لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په یوه تازه مرکه کې ویلي چې زر به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو برخلیک ټاکونکې غونډه جوړه شي، چې د ښو پایلو تمه یې لري.

د یوناما له دفتره په خپرو شویو معلوماتو کې راغلي، چې یاده غونډه کې به د افغانستان د بشري حقونو وضعیت، له دغه هېواد سره بشري مرستې او د نورو مسایلو ترڅنګ د طالبانو د رژیم د په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وشي.

طالبانو په ښکاره د دغې غونډې په تړاو څه نه دي ویلي، خو په کندهار کې یې د لوی مشر ملا هبت الله په مشرۍ د کابینې دوه ورځنۍ غونډه کې د طالبانو سیاسي کمېسیون ته دنده سپارل شوې څو د بهرنۍ او کورنۍ پالېسۍ په اړه نوې تګلاره جوړه کړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد او د افغانستان بانک لپاره یې مرستیال په وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې که د دوی رژیم په رسمیت وپېژندل شي، له هغو نړیوالو میثاقونو به اطاعت وکړي چې په خبره یې د اسلام ضد نه وي.

معلومه نه ده چې په اعلان شوې برخلیک ټاکونکې غونډه کې به طالب چارواکي له نورو افغان لوریو او نړیوالې ټولنې سره کومو هوکړو ته غاړه ږدي.

د افغانستان یوه مشهور ژونالېست داود جنبش، چې څه موده مخکې یې له لندن څخه افغانستان ته سفر کړی او بېلابېل طالب چارواکي یې لیدلي، د ممکنه سیاسي تفاهم په تړاو د هغوی له قوله ویلي: لږ څه دې نور افغان لوري را تېر شي، لږ به موږ تېر شوو، چې یوې روغې ته ورسېږو.

تر اوسه معلومه نه ده، چې د افغانستان په تړاو دا مهمه غونډه چېرته او کله ترسره کیږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب