پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد نشه یي توکیو پر ضد ۲۲۰۰ عملیاته او د ۲۴۰۰ تورنو...

د نشه یي توکیو پر ضد ۲۲۰۰ عملیاته او د ۲۴۰۰ تورنو کسانو نیول

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲ مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع وايي، تېره میاشت له نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له دوه زره او ۲۰۰ زیات عملیات ترسره شوي، چې په پایله کې یې نږدې دوه زره ۴۰۰ مظنونين نیول شوي دي.

قانع زیاتوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د نشه‌يي توکو د کشف په موخه په بېلابېلو ځایو نو کې په نړیوالو معیارونو برابر سکنرونه فعال شي.

هغه له ملي تلویزون سره د مرکې پرمهال د نیول شویو کسانو د هویت او نورو جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په وروستیو کې د سیمې د یو شمېر هېوادونو ترڅنګ د نشه یي توکیو پر ضد د مبارزې ځینو نړیوالو سازمانونو هم د دغو توکیو د کښت و قاچاق پر ضد د طالبانو د رژیم کړنې ستایلي، خو خلکو ته پوښتنه ده چې ولې طالب چارواکي د دغو توکیو د مخکښو کاروباریانو د نیولو او مجازات په اړه په ښکاره ډول خلکو ته معلومات نه ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب