یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهروسیه کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو یو شمېر مخالفان...

روسیه کې د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو یو شمېر مخالفان نن غونډه لري

تاند (پنجشنبه، د قوس ۲ مه) د طالبانو یو شمېر مخالفې څېرې نن په روسیه کې د مقاومت جبهې د مشر احمد مسعود په مشرۍ غونډه لري.

د جبهې یوه غړي فضل احمد معنوي ویلي، چې دا غونډه د روسیې د عدالت ګوند په کوربه توب د محمد محقق او ځینو نورو څېرو په ګډون ترسره کیږي.

د غونډې ډېری نور ګډونوال د احمد مسعود نږدې پلویان ښودل شوي او د طالبانو د نورو مخالفو لوریو استازي پکې نه لیدل کیږي.

ویل کیږي چې غونډې ته د نورو څېرو د نه ورتلو یو اصلي دلیل د احمد مسعود له مشرۍ سره د هغوی مخالفت و.

د معنوي د معلوماتو له مخې، دوی به په نننۍ غونډه کې د طالبانو خلاف د سیاسي او نظامي مخالفت پر اړتیا سره بحث او خبرې وکړې.

یو شمېر شنونکي باور لري، چې د سیمې او نړۍ قدرتونه د طالبانو او د دوی مخالفانو سره د خپلو اړیکو د توازن ساتلو لپاره هم مهاله دواړه خواوې پالي او د اړتیا په صورت کې یې د خپلو نیابتي موخو لپاره کاروي.

په وروستیو کې روسیه له دې امله، چې طالبان بیا لویدیزو هېوادونو ته نږدې شوي ښکاري، د دوی خلاف ضمني دریځونه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې څه موده مخکې په دغه هېواد کې د احمد مسعود لپاره د پلان شوې غونډې په تړاو وویل، چې د دغه هېواد حکومت یادې غونډې سره کوم تړاو نه لري او دا غونډه د پارلمان یو شمېر غړو سمبال کړې ده.

د طالبانو منتقدان دوی د واک د انحصار، پر ښځو او نورو افغانانو د ظالمانه سیاستونو د تطبیق او له قانون او عدالت څخه د لیرې والي تور لګوي او باور لري چې  له دې کړنو نه لاس په سر کیدل به یې په افغانستان کې په ګونډو شوي پخواني جنګسالاران بیا پورته او د بهرنیو استخباراتو غېږې ته کېباسي.

1 COMMENT

  1. په دري ژبه کې یو شعر دی چې وایی :

    هر کسی کو دور ماند از اصل خویش
    بازجوید روزگار وصل خویش
    مولانا جلال الدین بلخي
    کوم ذلیل او له شرمه ډک ژوند چې د احمد مسعود پلار او نیکه کړی وو ، د هغه اولادونو ته هم په میراث رسیږي . د احمد شاه مسعود د پلار ډګروال دوست محمد کولابي هډوکي په پنجاب کې خاورو ته وسپارل شول .
    د احمدشاه مسعود له شرمه ډک ژوند ټولو ته معلوم دی چې د آی اس آی له جهنمي استخباراتي شبکې نه نیولې تر کاجی بي او لسګونو نوروشبکو پورې رسیږي . د هغه د کورنۍ نور منفور غړي او ورونه هم د آی اس آی شبکو ته تر آخره وفاداره پاته شول .کابل ته د ټالبانو د بیا راتګ نه یوه ورځ مخکې احمد ولي مسعود ، احمد ضیا مسعود ، لطیف پدرام او حاجي محمد محقق له یونس غیر قانوني او نورو پنجابي جاسوسانو سره یوځای په مصؤن ډول سره اسلام آباد ته ورسول شول.
    کوم شرارت او انسان وژني چې د احمدشاه مسعود د ډلې قاضي فضل احمد معنوي په پنجشیر کې د ملي اردو د سرتېرو او نورو وطندوستانو په مقابل کې کړيدی ټولو ته معلومه ده .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب