د باندې هوا ډیره سړه ده خو ټکسي گرم دى. خوب راځي. نیمه شپه له مجبوریته راپاڅیدلې یم چې سهار وخته خپل ښار ته ورسیږم او کار ته لاړه شم. په زړه کې مې ځانته قار راځي چې د کار مزدوره یم. د ژوند واک مې د کار په لاس کې دی. خوب او خوراک او تفریح یو هم په خپل زړه نشم کولای. د ورځې او شپې حساب د کار له مخې کوم. په ځان مې زړه سوځي. څومره کار، څومره کار؟ له ځانه سره وایم دا وارې چې لاړمه کار پريږدم او په خپل زړه ژوند تیروم.
موټروان د موټر ټیپ لګوي. د یوې مستې سندرې غږ د موټر فضا ډکوي. او د شپې کراري هم ګډوډوي. زړۀ مې په تنګیږي، ورته وایم:
لطفآ لږ یې ټِِيټ که.
موټروان د ټیپ غږ ټیتوي، د سترګو له کونجه شاته ګوري. غواړي ما وګوري او ځان ډاډه کړي چې زه یې خبرو ته غوږ نیسم یا لږ تر لږه څه ورته نه وایم.
چېرې ځې؟
ـ کابل ته.
ښه ته د کابل یې؟ زه له هنده راغلی یم. د کلکتې يم، خو دا پنځلس کاله کېږي چې دلته په دوبۍ کې کار کوم.
د ښار سړکونه تش دي. یو نیم ټکسي لیدل کېږي. د کانونه تړلي دي. د سړک په دواړو خواوو کې څراغونه یوازې او هیر شوي مالومېږي.
ورو د شونډو لاندې وایم: ښه؟
موټروان بیا په خبرو راځي:
– یوه لور او یو زوی لرم. پنځه کاله کېږي چې دلته په دوبۍ کې کار کوم. پنځه کاله نور هم کار کوم چې د لور د ولور پیسی پیدا کړم بیا نو ځم. زوی ته خو خپل خسر واده کوي.
ټکسي روان دى او د دوبۍ د ښار واټونه مې د تورو کږو لیکو په شان تر سترګو تیریږي. سړکونه تش دي. لرې د سړک نه لرې د ونو لاندې یو سیوری خوځیږي. ښه ورته ځیرېږم. یو سړی دی .ډنګر او ووړ دی او چټک روان دی. يا د شپې له کاره اوس خلاص شوی دکور خوا ته روان دی او یا یې کار سهار وخته پیلیږي ورباندې ناوخته دى.
د شاګردۍ وختونه مې په امریکا کې یادیږي چې د رخصتیو په ورځو کې به مې په یو چېني رستوران کې لوښې مېنځل او ګهیځ وخته به ورته روانه وم. رستورانت د لاریو د موټروانانو لپاره و. د سهار له پنځه بجو به سبا ناری پیلېده او تر یولسو بجو پورې به يې دوام درلود. ما ته د دوی د خوراک اندازه د دوی له لویو بشقابونو څخه مالومېده. هر یوۀ به درې دانې هګۍ، دوه درې پراټې او وچه ډوډۍ له کوچ سره خوړې. کله چې به له اشپز خانې نه رستوارنت ته د لوښو د ټولولو لپاره تلم، موټروانان به مې لیدل چې خوراک یې ماته مالوم و. ټول چاغ او غټ سړي وو. په لاسونو یې شنه خالونه او رسمونه کښلي وو. د لوښو د مېنځلو په وخت به مې کله پاتې شوئ ډوډی ته زړه کېده خو دوی چې به مې ولیدل زړه به مې ورنه تور شو.
هغه ورځې مې نه هیریږي. کابو نیمه شپه به چې د ساعت زنګ له خوبه پاڅولم او په نیمه تیاره کې به رستورانت ته روانیدم، په ځان او په دنیا به په قار وم او فکر به مې کاوه چې ژوند مې د کار په ځنځیرونو تړلی دی. د خولې خوند به مې تریخ و او خوا به مې ګرځیدله. همدغسې تیاره به وه. سړکونه به همداسې تش و. او ما به په زړه کې هغو ته چې خواږه خوبونه يې کول ښیراوې کولې. تا به ویل دا د دوی ګناه ده چې زه مجبوره يم کار وکړم او د خپلو زده کړو پیسې وګټم. یو نیم موټر چې به مې د باد په شان له څنګه تیریده ما به ویل ما ته د خندلو په قصد تیز روان دی. له ټولو نه به مې بد راتلل او ټولو باندې به قار وم.
اوس مې هم د خولې خوند تریخ دی او له بې خوبۍ نه مې زړه بد بد کېږي.
خو موټروان له بیخوبۍ سره روږدی دی او چورت یې نه دی خراب، په خبرو لګیا دى:
– دوبۍ کې هم اوس کار نه پیدا کېږي. خو بيا د خدای شکر دی تکسي چلیږي زما او زما د کور ګوزاره ورسره ډیره ښه کېږي. لور ته مې د سرو زرو یو سیټ هم اخیستی چې واده ته یې تیار وي.
هوایي ډګر ته رسیږو. تکسي دریږي او وار له واره درې څلور کاریګره د بکسونو د وړلو لپاره د موټر چارچاپیره ولاړ دي.
د تکسي موټروان ته پیسې ورکوم. څو روپۍ هم بخششي. زړه مې ورباندې سوځي . خوارکى پنځه کاله نور هم د کار لپاره مساپري کوي. د کاریګرانو څخه تر ټولو یو ځوان وخته زما بکس په لاس کې اخیستی او د مېدان د سالون خواته روان دی. د دروازې پر سر مې په لوحې سترګې لګیږي. لیکلي يې دي: تګ. (departure)
په کاریګر پسې روانیږم.
د تاند د ۲۰۰۹ د جنورۍ د ۱۳ نېټې له ارشیفه
ښکلی لنډه کیسه ده. په خوند مې ولوسته.