یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Home+د جنتري لنډه تاریخچه | ولي الله ملکزی

د جنتري لنډه تاریخچه | ولي الله ملکزی

 د لرغونپوهنې (Archaeology) او ټولنپوهنې (Sociology) ګڼ شمیر څیړونکي انګیري چې بشري پرګنې له نژدې ۳۵ زرو کالو راهیسې د جنتري له یو ډول کارولو سره اشنا دي. دوئ باور لري چې لومړنیو وګړو په پیل کې یواځې قمري کلیزه کاروله او د خپل ښکار او خوړو د پیدا کولو لپاره به یې د سپوږمۍ راختل او پریوتل حسابول ترڅو مخکې له دې چې د ترږمۍ شپې را ورسیږي، دوئ باید خپله آذوقه ولري. دغه مهال ټولیز ذهنیت همدا وو چې مځکه یوه هواره او ثابته تخته ده او د لمر سترګه له ختیزه د لویدیز په لور خوځښت مومي او ورځ په شپې بدلیږي.

البته سومري تمدن (۴۵۰۰ قبل المیلاد) د عراق د دجلې او فرات د سیندونو ترمنځ چې یو مخکښ مدنیت وو، د سپوږمیزې کلیزې ترڅنګ د لمریزې جنترۍ استعمالول هم پیل کړل. ځینې مؤرخین بیا په دې آند دي چې د برونزي عصر (۳۲۰۰ قبل المیلاد) د فلکیاتو ماهرینو (Astronomers) لومړني پوهان دي چې د شمسي نظام له درک کولو وروسته یې څلور فصلونه د آشوریانو او کلدانیانو دربارونو ته معرفي کړل او په دې ډول د قمري او هم د شمسي کلیزو کارول عام شول. د لرغوني مصر تمدن هم ورته نظریه درلودله، خو دوئ د کال لپاره د ۱۲په ځای، ۱۳میاشتې ټاکلې وې او دغه وروستۍ میاشت به یواځې پنځه ورځې وه.

کوټلی حقیقت ښايي همدا وي چې رومي امپراطور، جولیس سیزار (Julius Caesar) په عملي ډول د خپل پراخه قلمرو دننه د جولیان په نوم لمریزه جنتري اعلان کړه. ۳۶۵ ورځې یې درلودلې او هر څلور کاله وروسته به یو کبیسه کال راته چې Leap بلل کیږي. بالاخره په ۱۵۸۲م کال کې د کاتولیکانو ستر پاپ، ګریګوري ۱۳(Gregory XIII) په دغه نظام کې بدلون راوست او د حضرت مسیح د پیدایښت ورځ یې د نوي میلادي کال لومړۍ ورځ اعلان کړه. نن د نړۍ د ۱۹۵هیوادونو له ډلې څخه ۱۶۸ ملکونه همدغه میلادي کلیزه پخپلو رسمي، ملي، مالي او بانکي تعاملاتو کې استعمالوي.

د اسلام په راتګ سره، مسلمانانو په لومړي سر کې هماغه د جاهلیت د زمانې کلونه او میاشتې کارولې؛ لکه د حضرت محمد (ص) د پیدایښت کال یې عام الفیل بللو. ولې د نبوت په دیارلسم کال (۶۲۲م) له مکې څخه یثرب (مدینې) ته د پیغمبر صیب هجرت، د اسلام په تاریخ کې د عطف او ستر بدلون ټکې ګڼل کیږي. د هجرت په ۱۷ کال، د علي بن ابي طالب (رض) د مشورې پربنسټ، دوهم خلیفه، عمر بن الخطاب (رض) د خپل خلافت ټولو واکمنانو ته د یو فرمان له لارې، دغه کال په هجري قمري تقویم (کلیزې) باندې ونومولو او امر یې وکړ چې لومړۍ میاشت به یې مُحّرَم او وروستۍ میاشت به ذو الحجه وي. د اسلام تر راتګه، په نني ایران، خراسان، مرکزي اسیا او زموږ په دې ټولې سیمې کې جولیاني جنتري مروجه وه. پوهاند عبدالحې حبیبي په خپل کتاب، «تاریخ افغانستان بعد از اسلام» کې کاږي چې افغانستان ته د اسلام د راتګ په مهال، دلته د خلکو ترمنځ راکړه ورکړه د هندي میاشتو له مخې کیدله چې ډیر ژر یې خپل ځای هجري قمري نظام او عربي‌ میاشتو ته پریښود.

په ۴۷۱ هجري قمري/۱۰۷۹م کال کې د شاعر او فیلسوف، عمر خیام په ګډون ځینو نجومیانو او د فلک ماهرینو د سلجوقي دورې د مشهور سلطان آلپ ارسلان زوی، جلال الدوله ملکشاه ته د لمریز هجري کال د رامنځ ته کولو مشوره ورکړه. نوموړي سمدستي ومنله او د حمل لومړۍ ورځ یې د نوروز په نوم غوره کړه چې د ایران او کردستان په غرونو کې د زردشتیانو لپاره هم ډیره سپیڅلې وه؛ دغه کلیزه چې جلالي نومیدله په یوې وړې جغرافیې کې بنده پاتې شوه. بیا د ایران وروستني قاجاري واکمن، احمد شاه قاجار د خپل هیواد له مشهور نجومي او ریاضي پوه، میرزا عبدالغفار اصفهاني څخه په ۱۲۶۴هجري کې وغوښتل چې په هغې کې اړین اصلاحات وکړي او د څلورو واړو موسونو او ۱۲ میاشتو لپاره نومونه غوره کړي. پنځلس کاله وروسته د ایراني ټولواک، رضا پهلوي په امر د لمریز کال لومړۍ ۶ میاشتې ۳۱ ورځې، ورپسې ۵ میاشتې ۳۰ ورځې او د حوت میاشت ۲۹ ورځې وټاکل شوه او  د ایران د شاهي دولت رسمي کلیزه یې اعلان کړه چې تر نن پورې دوام لري.

په افغانستان کې د غزنویانو، غوریانو، سلجوقانو، صفاریانو، ګورګانیانو، هوتکیانو او درانیانو د واکمنیو په ترڅ کې ټول تجارتي تړونونه (کورني او بهرني) او مالي راکړه ورکړه د هجري قمري او کله ناکله د میلادي جنترۍ له مخې ترسره کیدله. ولی اعلیحضرت امان الله خان په ۱۳۰۱هجري لمریز (۱۹۲۲م) کال کې د خپلو اصلاحاتو په لړ کې د افغانستان د شاهي دولت رسمي کلیزه له قمري څخه شمسي ته واړوله او د هماغې نظامنامې پربنسټ یې د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پورې داوم وموند. د جمهوریت په مهال کلیزه لمریزه شوه، خو دا دې د طالبانو د دوهمې واکمنۍ په مهال بیرته ټول رسمي تعاملات، مالي او بانکي چار چلند د هجري قمري خوا ته ور وګرځید.

قمري کال ۳۵۴ ورځې، ۸ ساعتونه، ۴۸ دقیقې او ۳۴ ثانیې دی؛ مګر لمریز کال ۳۶۵ ورځي ۵ ساعتونه ۵۹ دقيقې او ۱۶ ثانيې وخت لري. لومړنۍ ۶ مياشتي یې ۳۱ ورځې، ورپسې ۵ میاشتې ۳۰ او د کب میاشت یې ۲۹ ورځي وي؛ خو هر څلورم کال یې دغه میاشت ۳۰ وي چې ۳۶۶ ورځې کیږي او کبیسه یې بولي. له پلوه، همدا اوس په نړۍ کې ۴۱ کلیزې شتون لري چې د مختلفو هیوادونو او توکومونو له خوا په رسمي او نیمه رسمي ډول کارول کیږي. په دې کې تر ټولو مشهورې یې عبري، بودايي، چینايي، د لاتینې امریکا مایا او د شمالي افریقا امازیغي کلیزې دي. د قرآنکريم د يونس په ۵ آيت کې د تقویم او حساب په هلکه داسې راځي: (هُوَالَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاء وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُواْ عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ – الله هاغه ذات دی چي لمر يې روښانه ځلیدونکې او سپوږمۍ يې رڼا ګرځولې او د هر یو لپاره یې خپل خپل مدار ټاکلې، ترڅو تاسې د کلونو په حساب او شمیر پوه شئ).

که د زمان سینه له رنګینو خاطرو او د زمین ګیډه له بدرنګو ککریو څخه ډکه ده، وي به. خو د تاریخ ارشیفونه د شمسي او قمري حسابونو له محاسبې بې نیازه دي. د نوي میلادي کال په پیل کې د هر باشعوره انسان هیلې او اندیښنې څنګ په څنګ موجونه وهي. لکه د نورو وطنوالو په څیر، زما په ذهن کې هم ځینې ناکراره پوښتنې په تیندکونو دي. آیا زموږ په هیواد کې د سرو او شنو انقلابونو پتنګانو له خپلې ماضي څخه کوم عبرت اخیستې؟ آیا د کابل اوسنیو حاکمانو له قطري شهزادګانو او شیخانو څه زده کړي او آیا په ترکیې کې راټول شوو جنابانو له جګړو او درغلیو څه ترلاسه کړي چې یوځل بیا د اورونو، غمونو او بمونو ترانې غږوي؟ بلې، هره جګړه ګټه او بایلات لري، مګر له وخت څخه هغه څوک سود مومي،‌ څوک یې چې په قیمت پوهیږي.

———————————-

یادونه: په مننې سره، ما په دې لنډې څیړنې کې د پوهاند حبیبي د تاریخ افغانستان بعد از اسلام، د مصرۍ الیوم السابع جریدې، Google او له Wikipedia څخه استفاده کړیده. که لوستونکي وخت او علاقه لري، کولاې شي د ملکزي نورې لیکنې او څیړنې د هغه په فیسبوک او یوټیوب چینل کې ولولي او وګوري.

ادرس یې دا دی: Wali Malakzay

4 COMMENTS

  1. محترم استاد ملکزی صاحب! پسله سلامونو. ستاسی د پورته معلوماتی لیکنی څخه په مننی سره زه یوه بله پوښتنه لرم البته ستاسی څخه د پوښتنی علت دا دی چی تاسی په دینی برخه کی زده کړه کړیده.
    پوښتنه می دا ده:
    په قرآن کریم کی لس ځله د ” حنیف ” کلمه ذکر سویده ضمناً د سیدنا او امامنا ابرهیم علیه السلام دین ( چی اسلام هم د ابراهیمی دین بشپړوونکی ادامه ده ) هم حنیف بلل سویدی یعنی په حقیقت کی اسلام هم یو حنیف ( د هر ډول شِرک څخه مبراء) دین دی.
    له بلی خوا
    په تصادفی توګه د اهل تسنن له څلورو مذاهبو څخه یو ئی نعمان بن ثابت ( ابوحنیفه) ته منسوب مذهب دی چی اصولاً باید حنیفی مذهب وبلل سی خو مُلایان خصوصاً زموږ حاکم مُلایان هغه ته ” حنفی مذهب یا حنفی فِقه وائی خو حنفی او حنیفی دوه بیل مفاهیم دی.
    خوښ به سم که پدی هکله توضیح وړاندی کړی.
    مننه.

    • قدرمند غلام حضرت صیب، سلامونه او درناوئ وړاندې کوم او د ښه نظر او شفقت مو منندوئ یم. حقیقت خو همدا دی چې ستا دغه پاسنۍ لنډه تبصره، ستا دیني پوهه او ژور بصیرت په ګوته کوي چې زما څخه ډیر عالي دی.
      په لرغوني عراق کې مشواڼۍ (د تور رنګ بوتل) ته حنیفه ویل کیدله،‌ نو څرنګه چې دغه ستر امام او فقیه، نعمان بن ثابت به تل د خپل استاد حماد بن أبي سليمان په خدمت کې وو او هر چیرې به یوه مشواڼۍ او کڼکې (د لرګي قلم) ورسره وو او خپل ځان او وخت یې لیکلو، مطالعې، تحقیق او مباحثو ته وقف کړی وو، نو د مشواڼې د پلار یا څښتن په نوم به یادیده.
      بیا چې کله د امامت، اجتهاد او فتوی پړاو ته ورسید، نو د خپلو شاګردانو، پیروانو او عباسي خلافت په دربارونو کېنو د امام ابو حنیفه، په نوم نور هم مشهور شو چې د پوهې او عظمت سبمول ګڼل کیږي. ابراهیمي دین چې حنیف او معتقدین یې حنفاء بلل کیږي، له دې اصطلاح سره هیڅ تړاو نه لري او دا خبره هم صحیح نه ده چې د هغه د لور نوم حنیفه وو، ځکه امام ابو حنیفه یواځې یو زوی درلود چې حماد نومیده او هیڅ لور یې نه درلودله. امام ابو حنیفه په ۸۰ هجري کې پیدا او په ۱۵۰ کې د عباسیانو په زندان کې وفات شویدی. باید ووایم چې د همدې تاند په سایټ کې د حنفي مذهب د پراختیا د لاملونو په هلکه زما یوه څیړنیزه مقاله خپره شویده. مننه

  2. ښاغلی ولي الله ملکزی صاحب څخه یوه نړی مننه چه د جنتري په هکله یی غوره معلومات لیکلی دی.

    د ښاغلی ملکزی صاحب د لیکنی اخرنی کرښی می ډیری خوښی شوی. مننه تری کوم

    که د زمان سینه له رنګینو خاطرو او د زمین ګیډه له بدرنګو ککریو څخه ډکه ده، وي به. خو د تاریخ ارشیفونه د شمسي او قمري حسابونو له محاسبې بې نیازه دي. د نوي میلادي کال په پیل کې د هر باشعوره انسان هیلې او اندیښنې څنګ په څنګ موجونه وهي. لکه د نورو وطنوالو په څیر، زما په ذهن کې هم ځینې ناکراره پوښتنې په تیندکونو دي. آیا زموږ په هیواد کې د سرو او شنو انقلابونو پتنګانو له خپلې ماضي څخه کوم عبرت اخیستې؟ آیا د کابل اوسنیو حاکمانو له قطري شهزادګانو او شیخانو څه زده کړي او آیا په ترکیې کې راټول شوو جنابانو له جګړو او درغلیو څه ترلاسه کړي چې یوځل بیا د اورونو، غمونو او بمونو ترانې غږوي؟ بلې، هره جګړه ګټه او بایلات لري، مګر له وخت څخه هغه څوک سود مومي،‌ څوک یې چې په قیمت پوهیږي.

    • ډیر محترم وطندار صیب، سلام او نیکې هیلې درته وړاندې کوم. ستا د هڅونې او خوږو لفظونو پوروړې شوم. له تاسې مننه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب