شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeادبلنډه کیسهکورنی بندي (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل  

کورنی بندي (لنډه کیسه) عبدالوکیل سوله مل  

زنګ مې وروواهه، غوږۍ ېې زرپورته کړه، په خوښۍ ېې ځواب راکړ:

ـ سلام، سلام، دا چیرته ېې ؟

ما هم په خندا ځواب ورکړ:

ـ زه خو همدلته یم، ستا درکونه نشته؟ ته چیرته ېې؟

لکه په ځواب چې شرمیږي یا ویریږي :

ـ زه خو نو څه درته ووایم : سم دم بندی یم،

په ټوکه مې ورغبرګه کړه : 

ـ بندي به نه ېې ګوره ځان به دې په زوره څیله کړی وي . ذکر به کوې !

په کټ، کټ ېې وخندل :

ـ اوس دی دادی صوفي هم را نه جوړ کړ!

ـ ولی ؟ صوفیان  ستا ابډیال شخصیتونه نه دی څه ؟ په تصوف دې دا دومره پیړپیړ کتابونه چې لیکلي دي .

خبره مې واړوله :

ـ ګوره موږ ټولو دا بند تیر کړ، څومره چې دا وبا بده ده، همدومره دا کورنی زندان، ناروغی به درشی او یا نه خو دا بند به دې له سودا لیونی کړی. 

وېې خندل لکه زما  خبره چې تصدیقوی:

ـ نو ته وایی چې له ناروغۍ به ورغیږم خو که لیونی شم،نو میا لی صاحب به دلته له کومه کړم چې څوک مې ورولي؟ 

په دې سره دواړو په کټ،کټ په زوره زوره وخندل، ومې ویل :

ـ نوچې داسې ده څه ته ګورې راوځه، له طبیعت او چکره خوند واخله، ځه لاړشه دنیا وګوره: ترکیې ته لاړشه، مصر ته، یونا ن ته …………

په یوه ساه مې د ګڼو هیوادونو او تفریحي ځایونو نومونه را قطارکړل. ویی خندل، خو لکه زما خبرې چې ېې هیڅ نه وی اوریدلي او یا ورته بابیزه بریښیدلي وي .

ـ ته لکه چې له دوهمې څپې نه ېې خبر؟

بې درنګه مې ورغبرګه کړه :

ـ څنګه نه یم خبر، اولې څپې څه دنیا ورانه کړه؟

اخ ېې کړل، لکه ناسم خبراو اطلاعات چې مې ورته مخې ته ایښي وي !

ـ دا ته څه وایی؟ دا اوس څه کم څلویښت میلیون کسان پرې ککړ دی. پرون ېې دمړو شمیر له یو میلیون واوښت،

لکه زما سره د خبرو په مهال چې ېې تلویزیون کوت، په لوړآوازېې وویل:

 دغه دی دا اوس خبر راغي چې دامریکا اولسمشرېې ونیو.

خبره مې با بیزه وګڼله، لکه هر څه چې عادی روان وی:

ـ نو څه خو جوړ به شي .

ـ خود به جوړ شي، ما او تا غوندې عادی انسان خو نه دی، د یو ځبرځواک هیواد اولسمشردی.

ومې خندل :

ـ نو ته وایی چې ما او تا که ونیسي، وبه مو وژني ؟

غلی شو،په فکرکې ولوید،اوږده ساه ېې واخیسته .وېې ویل:

ـ ته رغیږې خو ما په اول دړی دنګ کې درنه وړي .

حیران شوم ومې پوښت :

ـ ولې ما ؟

ـ ځکه چې ته له ما ډیر ځوان ېې 

ډاډ مې ورکړچې زړه ورکړم، ومې ستا یه :

ـ نه یاره ته د کومه په امسا ګرځې دا اوس هم له ما په منډه کې مسابقه وړې .

خپله ستاینه ېې په زړه ښه ولګیده، وېې خندل 

ـ نه یاره فیصله یم، په اویا وو اوښتی یم، له بیرونه او خولې بد نه یم،خو له درونه ګړوب ګړوب یم . 

ـ نوبس دی نه دی؟

 لکه په روان مزل کې ېې چې ځای پرځای ودروم،فکر کې لاړ، :

ـ څه شي ؟

غوڅ او ښکاره مې ورته وویل :

ـ ژوند، (۷۰) دې بس نه دی ؟

ـ دا څه وایی دومره زر مې وژنې، (۷۰) خو ددې هیواد د عمر منځنې کچه هم نه ده، لامې ددرې اولادونو ودونه هم نه دی لیدلي ؟

دکارخبرې او اصلي موضوع ته چې تل زما او دده دبنډار تود بحث جوړوي،راغلم 

ـ نو ته وا دا ژوند په دومره کړاو ارزي ؟

ـ تا لکه چې زما په ژوند پسې رااخیستې، زړه دې چې ځا ن وژنه وکړم که څه؟

لکه پیغور چې ورکړم،زرمې خبره ورغبرګه کړه 

ـ نه، نه ځان مه وژنه خو له مرګه داسې ویریدل او پټیدل هم ښه نه دي؟

ـ دا لا چا ویل . ته وایی چې زه ویریږم؟

غږ مې بې واکه لوړ شو، لکه سندېې چې ترمخ کیږدم .:

ـ ویره نو توره وي که بوره، له هغې ورځې چې دا وبا راغلې لکه موږک په کور ننوتی ېې.

بیا غلی شو، لکه بې ځوابه چې شي :

ـ تا نن څنګه دا د مرګ او ژوند بحث رااخیستی دی؟

ومې پوښته، په خبره کې مې بیا راونیوه :

ـ ولې هغه خپل داستانونه دې هیر دي؟

ـ کوم ؟

ـ هغه چې دژوند د بې معنی والی او بې خوندۍ پیغام لیږدوي ؟

لکه ځای پرځای چې ېې په غلا ونیسم، بې ځوابه شو، خو منکر هم نشو: 

ـ دا خو اوس هم وایم 

ـ بس چې وایی ځان تیار کړه چې درغلم 

ـ خیریت خو دی؟

ـ خیریت چیرته دی؟ د ګلاجان میرمن مړه ده. نن ېې په درې بجو جنازه ده، ټول دوستان هدیری ته ځو

  اخ ېې کړل،

ـ دا څه وايي، په څه مړه ده؟

ـ په همدې ناروغۍ چې ته ېې د موږک غوندې په سوړه کې ایسار کړی ېې،

ویی خندل :

ـ ټوکې مه کوه، ستا غوندې ګلاجان هم نه ډاریده او ویل ېې دا یوه نړیواله سیاسي ډرامه ده.

 دګلاجان خبره مې تصدیق کړه .

ـ دا خو واقیعت دی . دې کې خو شک نشته،

ـ خو دا هم واقیعت دی چې دا ناروغي وجودلري، خو ده  ګردسره دناروغۍ واقیعت نه ما نه .

چې اوس به هم په همدې خبره ولاړ وی که څنګه؟

له ګلاجان سره مې ددرو ورځو مخکې خبرې رایادې شوې، ځواب مې ورکړ :

ـ هو هغه اوس هم پخپله خبره کلک  ولاړ دی . ځکه خو ېې په دې دوومیاشتو کې ټوله اروپا ګزوګام کړه، او اوس هم لس ورځې وروسته اول ترکیې او بیا قبرس ته ځي

هک پک شو،

ـ اخ څومره زړوردی.

ـ بس ته هم مه ډاریږه هیڅ خبره نشته،راووځه چې ځو، خاوره مه با سه.

خبره ېې وژووله، لکه څوک ېې چې په ستوني کې ونیسي.:

ـ که ما مې بچیان پریږدي ؟

ـ ولې؟ 

ـ ځکه هلته خو بلا خلک راځي. د ککړیدو چا نس ېې سل فیصده دی.

ـ نو ته دومره له بچیانو ویریږې؟

ـ ولې ونه ویریږم، زه خو دهمدوي لپاره ژوند کوم او هغوی په ما راټول دي.

ـ نو ته خو وایی چې انسان یوازې دی ! بچیان ستا څه په درد خوري؟

لکه بیا چې په خبره کې رابنداو بې ځوابه شي؟

ـ دا بیا چا ویل؟

دستي مې ددده د هغه داستان سرلیک وریادکړچې راوی ېې همدا جمله کټ مټ وايي : انسان يوازې دی،یواځې نړۍ ته راځي او یوازې هم له نړۍ ځي. لکه نورېې چې دخبرو د اوږدیدو حوصله.

له لاسه ورکړی وي،او یا ېې ژبه ونخلي.

ـ بس دا بحث به بل وخت کوو، اوس زما معذزت ومنئ له بچیانو سره مې په جګړه مه اخته کوه 

خو زه لکه یو مسلکی څارنوال تر هغې دی نه پریږدم چې څو ېې پخپل جرم اقرارنه وی کړی.

ـ ته اوس د بچیانو له ویرې نه ځې که دمرګ له ویرې ؟

ـ ددواړو

ـ نو نور څنګه پخپلو کیسو او مقالو کې مرګ ته هڅوئ ؟ 

دستي مې د هغه شا عرپه  شعرهغه بحث چې سندره شوی وو ورپه زړه کړچې وایی: ((ژوند ښکلی دی.ژوند)) ده په هغه ورځ نه یوازې د ژوندد ښکلا فسفه نفی کړه، په ما ېې ددې سندرې((ژوند ښکلی دی،ژوند)) د بیا اوریدو بندیز هم ولګاوه.زه اوس چې کله دی له ځانه سره پخپل موټرکې وړم، دده له ویرې هغه سندرې نه اورم چې ژوندتمجیدوي،  په ټوکه مې وریاده کړه .

ـ نو څنګه له ژونده دنوروزړه توروې او پخپله ېې اوږدول غواړې؟

په کټ کټ ېې وخندل،د یو نا متو لرغونی یونانی فیلسوف ((هوشو)) هغه خبره ېې رانقل کړه چې وايي:

ـ که زه مړشم بیا به کوم نردا خلک ځان وژنو ته راوبولي .

په دې سره موښه پوره وخندل .

یډینګ ـ لندن 

دشپې یولس بجې 

د۲۰۲۰میلادی کال داکتوبر۴

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب