سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهخلیلزاد: د امتیاز اخیستو لپاره د جګړې ډېرول د سولې بهیر بې...

خلیلزاد: د امتیاز اخیستو لپاره د جګړې ډېرول د سولې بهیر بې باوره کولای شي

تاند(دوشنبه، د میزان ۲۸) امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر اوسنۍ کچه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې روان تاوتریخوالی غندلی او هغه یې بوږنوونکی بللی دی.

د هغه په خبره په مذاکراتو کې د امتیاز اخیستو لپاره د تاوتریخوالي ډېرول یو غلط فکر دی چې کولی شي جګړې اوږدې کړي او د سولې پروسې ته زیان ورسوي.

خلیلزاد پر حکومت او طالبانو غږ کړی دی چې ددوحې هوکړه او همدا راز ګډه اعلامیه عملي کړي، د تاوتریخوالي له ډېرولو ډډه وکړي او د سولې لپاره ټول خنډونه له منځه یوسي.

د نوموړي په خبره د دوحې د تړون تر ټولو مهمه غوښتنه د تاوتریخوالي کمول وو، خو په وینا یې طالبانو د هوکړې پر خلاف په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې خونړي بریدونه کړي چې د منلو نه دي.

هغه په غور کې د تېرې ورځې برید هم غندلی دی او په خبره یې له طالبانو په ټینګار سره غواړي چې تاوتریخوالی کم کړي او د امتیاز په نیت دې د جګړو په ډېرولو د سولې روان بهیر ته زیان نه رسوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب